د کاري چاپیریال په ښه سمبالښت کې یو څه چې زه یې اړین او اغیزمن ګڼم هغه د کارکوونکو ترمینځ د ښو کاري اړیکو درلودل دي، چې د کارکوونکو ترمینځ د دې اړیکو شتون او ټینګښت د کار اغیزمنتیا، چټکتیا، د پوهیدنې او راپوهیدنې لوړ څرنګوالی، د کاري فشارونو د کمښت، د ښه کاري برابرښت مینځ ته راتګ او د کاري وړتیاوو او تجربو د لوړیدو او ډیروالي سبب ګرځي.
ددې اړیکو د جوړیدو او پر ښه کیفیت بسیا کار لپاره باید لاندیني ټکي په پام کې وساتو!
۱: کارمندانو ته د هغوی د کاري لیدلوري او نظر د وړاندې کولو حق ورکول.
۲: د کارمندانو ترمینځ د ګډې ناستې د موکې یا فرصت برابرول.
۳: په هره خپل مینځي ستونزه خبرې کول او د هغې څیړنه.
۴: په لوړه کچه کاري غونډو او ناستو کې د ګډون برخه ورکول.
۵: د کارکوونکو ترمینځ د نژداي او توکمي توپیرونو له مینځه وړل.
۶: د کارکوونکو د ستایلو په موخه د پروګرامونه جوړول.
۷: د ازموینې په توګه د سره ورته کارونو یو له بل سره شریکول.
۸: د لوړو پوړو مدیرانو لخوا د خپلو کارکوونکو نه د نوښتګرو نظرونو غوښتنه.
۹: د کاري چاپیریال او کاري توکو په پوره پیمانه برابرول.
۱۰: د څارني او کنټرول په موخه د وړ کس ګمارنه.