د کرکټ ۲۰۱۵م کال پنځوس اوریز نړیوال جام ورو ورو رانزدې کېدونکی دی، د کرکټ مینه وال ورته بې صبرانه شېبې شماري.
پنځوس اوریز جام ته نورو هېوادونو لا له واړندې د لوبغاړو په ټاکنه غور کړی او لا هم لګیا دي چې وړ لوبډله جوړه کړي. له ښه مرغه چې افغان لوبغاړي هم تر پخوا ډېر ښه شوي او ترې د خلکو هیلې او غوښتنې هم ډېرې شوي دي. په کرکټ بورډ کې هم نسبي اصلاحات راغلي دي. نړیوال روزونکي لوبډلې ته نیول شوي دي او په ګڼو برخو کې ورته روزنه ورکول کېږي. د دې خورا مهمو لوبو په رانزدې کېدو سره اوس اندېښنه دا ده چې د کرکټ بورډ چارواکي د لوبغاړو په ټاکنه کې د تېر په شان سلیقوي برخورد او یا هم بېغوري و نه کړي.ویل کیږي چې راتلونکي جام ته کرکټ بورډ شل کسیزه لوبډله اعلان کړې خو وايي چې نهايي نه ده او کیدای شي ورسته پکې تغیرات راولي . په دې لوبډله کې فکر کوم د ځینو کلیدي لوبغاړو نومونه نشته .

د خلکو تر منځ ګونګوسې او اوازې دي، څوک وایي په راتلونکي نړیوال جام کې به نور علي ځدران نه لوبیږي ځکه چې خوږ دی. بل وایي شفیق الله شفق یې په لوبډله کې نه دی اخیستی ، څوک د عثمان غني د ناروغۍ خبره کوي. که رښتیا په یادو لوبغاړو کې کوم یو لوبغاړی د ناروغۍ او یا په بل علت لوبډله کې نه وي شامل شوی، دا نو ډېره د اندېښنې وړ خبره ده. ځکه همدې لوبغاړو ته د خلکو هیلې دي، که له دوی نه یو هم په لوبډله کې نه وي نو بیا مو د ګټې خوبونه اوبو ته تېر کړئ. په ځانګړي ډول د نورعلي ځدران شتوالی په لوبډله کې ډېر اړین دی.
لوبو ته لا اوس هم ډېر وخت پاتې دی، د کرکټ بورډ مسوولینو نه مې هیله دا ده چې که کوم لوبغاړی ژوبل یا ناروغ وي ، د هغوی درملنه دې وکړي، په دومره موده کې د هر ډول ټپ او ناروغۍ درمنله کیدای شي. په دې برخه کې بې تفاوته پاتې کېدل نه بخښنوونکې او نه جبرانېدونکې اشتباع ده.
(باز نه گويي که نه گفته بودي!!)
که په یادو شویو لوبغاړو کې کوم لوبغاړی ناروغ یا ټپي نه وي او په کوم بل علت له لوبډلې کېنول کیږي، نو دا نه یواځې د لوبغاړو په حق کې جفا ده بلکې له ټول ولس سره خیانت دی. ځکه افغان ملي لوبډله په رښتني مانا ملي ده. دا څه سیاستوال نه دي چې د شمال مشر دې هلته ملي قهرمان وي او په ختیځ او جنوب کې دې ملي خاین وي. د کرکټ اتلان د هېواد په ختیځ ، لویديځ، شمال او جنوب هرځای کې ملي اتلان دي او ټول پرې ویاړي.
په پای کې بیا تاکید کوم چې د نورعلي ځدران، شفیق الله شفق او عثمان غني شتون په لوبډله کې خورا مهم دی، که ووایم چې له محمد نبي، سمیع الله او نجیب ځدران سره په خواکې به یاد درې تنه لوبغاړي د لوبې برخلیک ټاکوونکي لوبغاړوي نو شاید تېروتنه به مې نه وي کړي.
د افغان ملي لوبډلې د بریا او یو سوکاله افغانستان په هیله .
۱۳۹۳/۸/۲۹