کار د مدنیت بنسټ او هر مدنیت پر کار ولاړ دی، دا خبره نن په روشنګري پروګرام کې استاد امان الله هوسا د لکچر ورکولو په جریان کې وکړه.

د روشنګرۍ د ننني لکچر موضوع( کار او مدنیت)وه، لکچر ټیک پر درې بجې شروع او تر پنځو یې دوام وکړ، ګډونوالو د پوښتنو سره تر څنګ د کار او مدنیت په اړه خپلې نظریې او تبصرې هم شریکې کړې.

استاد امان الله هوسا وویل: چې د اټکل له مخې ویلای شو، چې تقریبآ شل زره کاله پخوا په انساني ټولنه کې کار پیل شوی او تاریخ پوهان داسې نظر ورکوي چې کله انسان ښکار کولو ته مخه کړه، نو همدا د کار پیل بلل شو، چې بیا د انسان له خوا زراعت، د حیوانانو اهلي کول، د بوټو راټولول د مدنیت نښې دي.

استاد هوسا وویل (لومړني مدنیتونه لکه، بابل، مصر، عراق، ایټالیا، چین ټول د اوبو پر غاړه رامنځته شوې دي او دا کار موږ ته دا مفهوم راکوي، چې اوبه د ژوند پر مخ بېولو کې زیات اهمیت لري.)

1ښاغلی هوسا د مدنیت د رامنځته کېدو لپاره لاندې شیان ضرور وګڼل:

۱- اضافه تولید.

۲- د نفوس زیاتوالی.

۳- د کار تحصصي کول.

۴- د ودانیو ډېرېدل.

۵- د مناسبې آب و هوا درلودل.

۶- د سوداګرۍ رامنځته کول

۷- د هنر پرمختګ.

۸- د دولتونو جوړېدل.

۹- د کلیزې جوړول.

۱۰ حساب او رامنځته کول.

هوسا لاندې شیان د مدنیتو د له منځه وړلو باعث وبلل:

۱ طبیعي پېښې او آفتونه

۲- بد اخلاقي.

۳- انساني جګړې.

نوموړي د کار تعریف داسې وکړ( کار هغه فزیکي او دماغي فعالیت دی، چې د مثبتو ګړنو تر سره کولو لپاره ترسره کېږي.)

استاد کار پر درې ډوله وویشه:

۱- فزیکي

۲- ظریف

۳- فکري

په وروستیو کې استاد هوسا وویل چې باید د کار له پايلو څخه ټولیز وجدان راضي وي، انساني ګټې پکې وي او د طبیعت تخریب پکې نه وي.

هو هیره مو نه شي، د روشنګرۍ دا ډول لکچرونه هره پنجشنبه په کابل کې تر سره کېږي، چې څانګې یې په کندهار او هلمند کې هم فعالې دي.

هر څوک چې د وطن او خلکو په وړاندې د مسؤلیت احساس او روشنفکرۍ تنده ولري په دغو فکري پروګرامو کې له روښانو نظریاتو، تبصرو او مشورو سره برخه اخیستلای شي.

له فکري انقلاب پرته د تمدن، پرمختګ او انساني حیثیت معراج ته د رسېدو بله هیڅ لار نشته؛ که چاته مالومه وي موږ ته دې یې هم را وښیي که نه نو دلته دې راشي، په خیر دې راشي.

One thought on “کار، لویه تفریح ده!!! / عصمت الله بهیر”
  1. محترم عصمت الله بهیر ځخه یوه نړی مننه
    زه خپله په هلمند ولایت کی اوسیږم او زیاته علاقه لرم چی په دا ډول پروګرامونو کی ګډون وکړی
    ډیر به ښه وی چی د هلمند ادرس یی راسره شریک کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *