تاند- د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله راتلونکې میاشت په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې په غونډه کې ګډون کوي.
د روسیې د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل:«عبدالله په کابل کې د قزاقستان له سفیر اومیرتای بیتیموف سره په کتنه کې تایید کړه چې د دسمبر په میاشت کې به په استانې کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د صدراعظمانو د شورا په غونډه کې ګډون وکړي.»
دا به له کله چې د ملي یووالي حکومت جوړ شوی او عبدالله عبدالله اجرايي رييس ټاکل شوی، بهر ته د نوموړي لومړنی سفر وي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت همداراز وویل چې عبدالله عبدالله دا هم ومنله چې افغانستان به د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ ترمنځ د امنیت شورا د غیردایمي غړي په توګه د قزاقستان د غړیتوب ملاتړ وکړي.
ټاکل شوې ده چې افغانستان په الماتي کې د طبیعي پېښو او خطرونو په وړاندې د غبرګون په مرکز کې، چې په وروستیو کې جوړ شوی دی، شامل شي.