تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما یو فرمان په پټه لاسلیک کړی چې پر اساس یې امریکايي پوځیانو ته د روان میلادي کال له پای ته رسېدو وروسته په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په افغانستان کې پوځي عملیاتو ته اجازه ورکول شوې ده.
امریکا دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په وړاندې طالبانو نه یوازې په خپله جنګي پالیسي کې بدلون را ونه وست بلکې جګړې ته یې لا زور ورکړ.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن په یوه راپور کې وویل چې د اوباما دا فرمان لږترلږه د یوه بل کال لپاره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو مستقیم ګډون یقیني کوي.
ورځپاڼې ویلي چې اوباما دا پرېکړه په وروستیو اوونیو کې په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت له سلاکارانو سره کړې ده.
د سږ کال په مې میاشت کې اوباما ویلي و چې امریکايي پوځیان به په راتلونکي میلادي کال په افغانستان کې جنګي رول نه لري، شاوخوا لس زره پوځیان به پرېږدي چې یوازې افغان امنیتي ځواکونه وروزي او د القاعده شبکې د غړیو ځپلو ته دوام ورکړي.
خو د اوباما تازه پرېکړه امریکايي پوځیانو ته اجازه ورکوي چې د طالبانو او هغو وسله والو پر ضد عملیات وکړي چې امریکايي پوځیانو او یا د افغانستان حکومت ته خطر پېښوي.
دا نوې پرېکړه د امریکا هوايي ځواک ته هم واک ورکوي چې په جنګي عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي، دغه راز امریکايي پوځیانو ته اجازه ورکوي د طالبانو پر ضد په عملیاتو کې د افغان ځواکونو ملګرتوب وکړي.
نیویارک ټایمز په دې اړه څه نه دي ویلي چې د ولسمشر اوباما له په فرمان کې په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدونکو پوځیانو په شمېر کې د بدلون یادونه شوې او که نه ده.
خو دا پرېکړه له هغو لومړنیو بحثونو وروسته شوې چې ولسمشر اوباما به ویل په افغانستان کې جګړه پای ته رسوي او پینتاګون غوښتنه کوله چې امریکايي پوځیان دې پرېښودل شي چې خپل ماموریت په افغانستان کې بشپړ کړي.
نیویارک ټایمز وايي، ځیني ملکي سلاکارانو ویلي چې د طالبانو پر ضد راتلونکی کال د عملیاتو په لړ کې به د امریکایانو سر ته خطر زیات شي، دوی وايي چې باید په افغانستان کې یوازې د القاعده پر ضد محدود عملیات دوام وکړي.
خو جنرالانو له اوباما څخه غوښتي چې استخباراتي معلومات ښيي چې سخت دریځي امریکايي پوځیانو ته ګواښ پېښوي نو ماموریت دې پراخ کړي.
نیویارک ټایمز وايي چې په افغانستان کې د اوباما پر ستراتیژۍ یعني د جنګي ماموریت پر پای ته رسولو وروسته له دې سخت انتقادونه وشول چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې پرمختګونه وکړل.