د خدای پامان زه درنه ولاړم

که مرګی نه و،بیا به وشي دیدنونه

له بده مرغه کله کله مرګی د دوو یارانو دیدن وروستی کړي. او بیا داسي وشي، چې قسمت کله څوک د خپل ورور، ملګري، پلار، مور يا خپلوانو د مړي پر سر ودروي او کله يې مړی هم په سترګو ونه ګوري، خو خاطرې او بیا هغه خوږې خاطرې،چې په ژوندوني له خپلو دوستانو سره د ناستي پاستي، د تګ راتګ، په میله ځایونو او میلمستیاوو کې او د ښوونځې او پوهنتون پر مهال يې له یو بل څخه لري د یو انځور په بڼه مخ ته راځي، چې واقعاً زړه دردونکي وي. په ما همداسې وشول، مرګي زما د ډېر ګران ورور او هم ټولګیوال سره، د هغه چا سره چې هغه د نیک خوي، ښه سلوک او منل سوو کړو وړو څخه برخمن ؤ، وروستی دیدن، ورستی کړ. او د هغه ارواښاد د ځوانمرګ حسن داغ يې نه یوازې زما بلکې د ټولو هغو دوستانو په زړه کېښود،چې له ده سره يې یو ځلې هم لېدلي وه. تل پاتې ویاړ د همداسې انسانانو په برخه وي، چې تر مرګ وروسته یې هم نوم ژوندی او په دعا ګانو کې یادیږي .

ما ډېر وخت په کندهار کې تېر کړی، ډېر ملګري او دوستان مې اوس هم په کندهار کې شته او د همدې ملګرو او دوستانو په دیدن پسې د څه مودې لرې والي وروسته زیات خفه شوې وم، خو په کابل کې د خپلو رسمي کارونو، د ژوند له بوختیاو او د پوهنتون د درسونو له امله ډېر وخت کېدی،چې کندهار ته نه وم تللی، زړه مې غوښتل چې ولاړ شم ترڅو د خپلو ملګرو او دوستانو سره د نژدې لېدلو ترڅنګ د هغه خوږو مجلسونو،ناستو، پاستواو تېرو خوږو خاطرو یاد یو ځل بیا تازه کړم، چې په شپو شپو سره ناست ؤ او مجلس به مو سره کاوه،ولي بیا به هم له ډېره ګرانښته یو د بل په بانډار نه مړېدلو.

د ۱۳۹۳کال د لړم پر ۹مه نېټه د جمعې په ورځ مې دا هیله پوره شوه، قسمت را سره یاري وکړه کندهار ته مې سفر وکړ،هڅه مې کوله چې د یو شمېر رسمي کارونو تر څنګ خپل ملګري او دوستان هم ووینم، او په ښکلي کندهار کې د دوی له ښکلي بانډار څخه برخمن او څه ګړۍ د زړه خواله سره وکړو.

کله چې کندهار ته ورسېدم شپه مې له خپل دوست او ملګرې نورالله نوري سره تېره کړه د شپې تر نا وخته پورې مو په رسمي او شخصي موضوعاتو خبرې وکړې او ښه خوږ بانډار مو تر سره کړ.

د شنبې په ورځ مې خپل رسمي کارونه پیل کړه لومړی په کندهار کې د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست ته ورغلم، تر څو د وزارت مقام لارښوونې ګام پر ګام عملي کړم. هالته مې د کندهار د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست رئیس شاولي خان اڅکزي سره ولیدل او د وزارت مقام د هدایت سره سم مې د یاد ریاست ټولې چارې له نږدې وکتلې، تر هغه وروسته مو نیت وکړ، چې د کندهار د ولایت مقام ته ولاړ شو تر څو د رسمي کارونو تر څنګ خپل ملګري هم ووینو او یوه پوښتنه پرې وکړو .

له ښاغلي اڅکزي صاحب سره یو ځای د ولایت مقام ته ورسېدلو، نو لومړی د شهید پتیال دفتر ته ورغلو کله، چې يې دفتر ته ور داخل شوو، نو سم له واره له چوکۍ څخه را ولاړ او په موسکیو شونډو يې را ته وویل: هو وفا صاحب په آسمان مو غوښتلې خدای(ج) په ځمکه راکړې، پسله مودو، مودو دې خدای راوله ته چېرې او دا ځای چېرې، یاره اوس سمدم کابلی شوی يې، زموږ خوارانو هیڅ پوښتنه هم نه کوې. ښه تود روغبړ مو سره وکړ او په خندا مې ورته وویل، چې یاره ګیله دې پر ځای ده، خو دا کابل هم بلا مصروفه ځای دی ټوله ورځ په رسمي چارو او بیا د پوهنتون په درسونو بوخت یم ها د چاه خبره د سر ګروولو ته نه خلاصیږم. خو ته خوا مه بده وه دا دی، چې کندهار ته را ورسېدم نو سمدستي مې پر تا پوښتنه وکړه. و يې خندل او ويې ویل یاره هر کله دې خدای راوله موږ هم در پسې دېغ شوي وو.

ما ورته وویل یاره زما هم تاسو ټول ملګري ډېر یادېدلۍ او خدای سته، چې ډېر در پسې خفه شوی هم وم ، ستاسو خوږ بانډار او هغه د ټولګي خاطرې تل را سره ملګرې او تل راته سترګو سترګو ته کیږۍ او په زړه مې ګرځۍ. خو اوس رسمي وخت دی غواړم د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست په اړه یو څه رسمي خبرې در سره وکړم کله، چې رسمي وخت پای ته ورسېدی،بېا به شخصي بانډار در سره کوم.

ده وخندل یاره ته خو لا ښه يې د رسمي وخت خیال ساتې،خو دلته، چې ځینې خلک راشي نو بیا نه ګوري، چې دا رسمي دفتر او رسمي وخت دی، دلته بایدې رسمي خبرې وشي بس خپل شخصي بانډار شروع کړي سړې اوس ورته ویلاې هم نه شي، چې یاره بس دی دا خو رسمي دفتر او رسمي وخت دی. تا ښه خبره وکړه سمه ده ولاړ شه ، خو د غرمې ډوډې به له موږ سره خورې ګوره، چې بل ځای ولاړ نه سې .

زه د ولایت مقام د مالي او اداري رئیس عبدالحنان دفتر ته ولاړم، عبدالحنان هم زما او پتیال صاحب د ټولګي ملګري وو تر ښه خوشحاله جوړ په خیر او د ټولګي د څو خاطرو له یادولو وروسته مو د رسمي چارو په اړه خبرې کولې، چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوا خان مینه پال هم را ورسېدی . په داسې حال کې چې نور رسمي وخت پای ته رسېدلې وو زه له عبدالحنان، د بولدک له ولسوال سیدعلي، دوا خان مینه پال او شاولي خان اڅکزې سره په بانډار بوخت وم، چې پتیال صاحب ټلیفون وکړ او ويې ویل، تاسو څه سولاست یاره راسې ډوډۍ تېاره ده .

کله،چې د ډوډۍ خوړلو خونې ته ورغلو،نو ډوډي تېاره وه او موږ هم د ولایت مقام له یو شمېر نورو چارواکو سره یو ځای ډوډۍ وخوړل. د ډوډۍ خوړولو پر مهال پتیال صاحب ما ته خپل څنګ ته ځای راکړ او ويې ویل، چې را ځه وفا صاحب ته خو میلمه يې زما څنګ ته کښېنه. نو په دې سره موږ وکولی شول، چې د ډوډۍ خوړلو پر مهال خبرې اترې هم سره وکړو او تېر یادونه او خاطرې را یادې کړو.

په دې مجلس کې شاولي خان اڅکزې هم را سره وو، اڅکزی صاحب دې خدای لري خورا ټوکي سړی دی، ها د چاه خبره د مجلس مالګه ده. په دې ورځ يې هم ښې ډېرې او خوندورې ټوکې وکړې او ښه ډېر يې وخندولو.

خو پتیال صاحب یو څه خفه وو او ویل يې یاره، دې د پوهنتون مسؤلینو او استادانو خو یو کال په ما اضافه درس ووایه که نه زه به هم اوس له عبدالحنان او نوري صاحب سره یو ځای فارغ واې،د دې ظالمانو له لاسه اوس یو بل کال هم را باندې زیات شو. ده خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او ويې ویل که څه هم هره ورځ له خطر سره مخ یم، خو بیا هم د همدې نا ځوانانو له لاسه، چې بیا مې محروم نه کړي هره ورځ پوهنتون ته ځم او سمه دمه حاضري ورکوم. د ده دا خبرې لا خلاصې نه وې، چې ما ورته وویل، یاره دا خو ته له ځان سره ډېره بي پروايي کوې هره ورځ د شپې تر اوو بجو پورې په پوهنتون کې ستا موجودیت له خطره خالي نه دی، داسې مه کوه یاره، کله ورځه کله مه ورځه دا استادان او د پوهنتون مسؤلین خو ټول شناخته خلک دي په حاضرۍ که به مراعات درسره وکړي، دومره بې پر وايې مه کوه .

ده په ټوکو وویل همدې شناخته خلکو کار خراب کړی که دوی مراعات کولی، نو زه به اوس ولې یو کال شاته پاته وای، خو اوس مې ټینګ هوډ کړی، چې په هر ډول وي زه به دوی ته دا ثابتوم، چې د خپلو ټولو مصروفیتونو سره سره به پوهنتون ته هم ورځم او پوره پوره حاضري به ورکوم او لیسانس به اخلم .

په دې ځای کې زه لږ څه په فکر کې ډوب سوم او له ځان سره مې وویل،چې پتیال صاحب خو له کوچني والي څخه له ادب، لیکوالۍ او شاعرۍ سره ځانګړې مینه درلوده ،تل به یې په ادبي غونډو او ناستو کې ګډون کاوه، په ادابي بانډارونو کې به يې خپل شعرونه او نظمونه، چې خورا خوندور او د ټولنی ناخوالی او نیمګړتیاوی له ورایه پکښې څرګندیدلې لوستل، پتیال خو اوس یو پوخ ادیب، د ملي احساس لرونکی شاعر او لیکوال دی، د ادبیاتو له پوهنځي څخه د فارغېدو مخکې يې دا دی څلور اثره،چې له محتوا ډک او بېلا بېلې موضوعګانې پکښې په هر اړخېزه توګه رانغاړل شوي چاپ شوي دي او یو شمېر نور يې ناچاپ پاته دي. دا د پتیال وړتیا او پوهه ده،چې د ادبیاتو تاریخ، ژبپوهنه، سبک پيژندنه، د لرغونې، منځنۍ دورې او معاصرې دورې متنونه، ادبي فنون، ادب تیوري، څېړنه، فونو لوژي، مورفولوژي او نور هغه مضمونونه، چې د ادبیاتو په پوهنځۍ کې لوستل کیږي لا وختي لوستلي او د پوهنتون تر یو شمېر استادانو يې ښه زده دي، نو بیا ولي د پوهنتون او د ښوونې او روزنې د پښتو ادبیاتو استادان او مسؤلین له دې سړي سره دومره ظلم کوي، چې هره ورځ يې په دې نازکو حالاتو کې یوازې د حاضرې لپاره پوهنتون ته غواړي، پتیال صاحب یوازې یو محصل نه بلکې دې په سیاسي او فرهنګي ډګر کې د کندهار او د ټول افغانستان یو کدر دی باید دومره ظلم ور سره ونه شي.

که اوس پتیال صاحب د طب او یا انجینري پوهنځی لوستلاې، که يې پر حاضرې ټېنګار شوی وای کومه خبره نه وه. دا خو د ادبیاتو پوهنځی ده او په ادبیاتو او ادبي ډګر کې خو دا سړی کوچنې لوی شو، بیا ولې دا خلک دومره ټینګار پرې کوي او دا سړی له خطر سره مخامخ کوي .زه په همدې فکر کې ډوب وم، چې ده راباندې ږغ وکړ، وفاصاحب په څه سوچونو کې ډوب يې ډوډۍ دې وخوره، چې سړه سوه. ما هم ډوډۍ وخوړل له ډوډۍ وروسته مو ښه ډېر مجلس او ښې ډېرې خبرې وکړې، وروسته له هغه زه او شاولي خان اڅکزی ور څخه رخصت سوو.

د خدای پامانۍ پر مهال يې راته وویل، چې یو څو ورځې خو دلته يې بیا به سره ووینو، خو څه خبر، چې دا به زموږ وروستی دیدن وي په دې سره مو له خپل خواږه ملګري، ګران ټولګیوال او همزولي عبدالقدیم پتیال سره پسله وختونو وروستې دیدن پای ته ورسېدې او په دې تمه وو، چې له کندهار څخه د تګ نه مخکې به یو ځل بیا ورسره وینم او یو ځل بیا به د زړه خواله سره کوو خبر نه وو،چې دا ویښ او هڅاند ځوان د خپل هېواد او خلکو رښتینی خدمتګار به بیا په داسې حال کې ګورم، چې دې به د هېواد د دښمنانو له خوا په ډېرې ناځوانۍ سره په شهادت رسیدلی وي، هو زموږ ګران پتیال يې شهید کړ،چې په شهادت سره يې په کندهار کې یو ځل بیا د غم ټغر اوار شو، هر کندهاري ځوان او هرې کندهارۍ پیغلې په چیغو، چیغو پسې ژړل او د ټولو احساس لرونکو او باضمیره انسانانو له زړونو سرې وینې څاڅېدلې، له سترګو يې د اوښکو باران روان وو او تر خولو يې سوي اسویلي راوتل.

په دې شپه نه یوازې د شهید پتیال کورنۍ، دوستانو، ملګرو او کندهاریانو ژړل، بلکي آسمان هم د شهید پتیال په شهادت په قهر شوی وو، د تالندې او بريښنا درانه ږغونه يې له خولې وتل او ټوله شپه يې کله ورو او کله دومره په زوره ژړل، چې خلک به يې له خواږه خوبه را ویښ کړل، خو زموږ خوږ یار پتیال هماغسي ویده ؤ .

نوربه پیاوړی مدیر، فعال ځوان ،تکړه لیکوال، با احساسه شاعر، وطن پال شخصیت او دهیواد رښتنې بچی شهید عبدالقدیم پتیال زموږ په منځ کې لکه شمع روښانه نه وي، نور به يې موږ له خواږه مجلس څخه برخمن نه یو ، هغه نور له دې نا ځوانه خلکو او نا ځوانې نړۍ څخه ډېر ستړی شوی او په ابدي خوب ویده شوی دی.

اوس هغه د غوره اخلاقو، درانه خوي او خصلت لرونکی ځوان، وطنپاله، پراسلام او خاوري مین شخصیت شهید پتیال له موږ څخه ډېر لیرې تللی. نور به يې د معصومو بچیانو د ناز څوک نه وي ، نور به يې د سپین سرې مور او د سپین ږیرې پلار د سترګو تور نه وي، نور به د یارانو یار او غم شریک نه وي، هو شهید پتیال د تل لپاره له موږ څخه کډه وکړه او ابادي نړۍ ته ولاړ، غم يې کورنۍ، مور، پلار، میرمنې، ماشومانو،دوستانو او ملګرو ته پاته شو. له ډېره غمه د دوی ټولو له سترګو سرې اوښکې او له زړونو سرې وینې څاڅې، د پتیال غم یو لوی غر دی، چې زغمل او وړل يې زموږ ټولو لپاره ډېر ستونزمن کار دی، تل به مو د ده روڼه او موسکۍ څېره په یاد وي او هیڅ کله به مو هېره نه شي. او په خپلو دعاګانو کې به يې همیش په یاد ساتو.

په پای کې ځوان او تاند شهید عبدالقدیم پتیال ته د لوی خدای(ج) له سپیڅلي دربار څخه دفردوس جنت، کورنۍ ،دوستانو او ملګرو ته يې د جمیل صبر غوښتنه کوم.

اناالله واناالیه راجعون

روح دې ښاد وي

په درنښت

د شهید عبدالقدیم پتیال په غم غمجن ملګری

جاوید احمد وفا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *