روح الامین نیازی –
- ایا پوهیدئ چې هند کې تر دوه سوه میلونه زیاتې غواګانې موجودې دي؟
- ایا پوهیدئ چې تاج محل کاملآ له سنګ مرمر(ماربل) څخه جوړ شوی ده؟
- ایا پوهیدئ چې د انګلیسي لغات(Level) له ښې او چپ خوا څخه یو ډول مانا لري؟
- ایا پوهیدئ چې هګۍ پرته له ویټامین (C) نور ټول ویټامینونه لري؟
- ایا پوهیدئ چې 111,111,111 x 111,111,111 = 12,345,678,987,654,321؟
- ایا پوهیدئ چې په فضا کې هیڅ ډول اواز ندی موجود؟
- ایا پوهیدئ چې د المپیک لوبو بیرغ په 1913 کال کې طراحی (ډیزاین) شو؟
- ایا پوهیدئ چې امریکایان په ورځ کې ۴۴ میلونه اخبارونه کثافاتو ته غورځوي؟
- ایا پوهیدئ چې چې جرمني (المان) له نهه هیوادونو سره ګډه پوله (سرحد) لري؟
- ایا پوهیدئ چې په (پیرو) هیواد کې له (مصر) څخه زیات اهرامونه موجود دي؟