تاند- ولسمشر اشرف غني نن په ارګ کې له یو شمېر سیاسي او پخوانیو جهادي مشرانو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې او سلامشوره وکړه.
ده وویل سوله د افغانستان د خلکو مهمه اړتیا ده:« موږ په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د افغانستان له ټولو خلکو سره په مشوره کې یوې منسجمې ملي نقشې ته اړتیا لرو.»
ولسمشر غني وویل چې نوی حکومت د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې له افغانانو سره په سلا مشوره کې د ملي اجماع له لارې په هېواد کې د اصلاحاتو راوستلو ته ژمن دی او بیا به هم له مشرانو سره سلامشورو ته دوام ورکړي.
ولسمشر غني په غونډه کې د هېواد د امنیتي حالت او نورو مهمو مسایلو په اړه د خبرو په ترڅ کې سعودي عربستان، چین او پاکستان ته د خپلو وروستيو سفرونو او همداراز د لندن په کنفرانس او د سارک د همکارۍ ټولنې په غونډه کې د ګډون لپاره د کېدونکو سفرونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني د سارک هیوادونو په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي. د سارک د سرمشریزې په څنګ کې به ولسمشر غني د هند له صدراعظم نندرا مودي سره وویني.
ده له واک ته رسېدو وروسته سعودي عربستان، چین او پاکستان ته سفرونه کړي او درې هیوادونه یې هڅولي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.