کلیوال ادبي ملګري ټولنې د اونیزو ناستو په دوام د روانې لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د اونیزو ناستو په دوام اوومه اونیزه غونډه وکړه.
غونډه چې سټېج چارې یې نبي الله پیرخېل پر مخ وړې، پیل یې ښاغلي شریف لغماني د قرآن کریم په سپېڅلي کلام وکړ.
دا چې حکمت الله آرین نه و، د تیرې ناستې راپور هم نبي الله پیرخېل ولوست.
د راپور له لوستلو وروسته جمیل وقار وویل چې د راپور ځینې کلیمې پر ځای نه وې پېيل شوې. د ده په ټکو په راپور کې باید داسې کلیمې او جملې وکارول شي، چې د لوستونکي او اورېدونکي توجه ور جلب کړي.
سیف الله لکڼخېل وویل چې راپور دې په تفصیل او جزیي بڼه ولیکل شي، ترڅو د تیرې غونډې غیر حاضر ګډون وال د تیرې غونډې له حال څخه په ښه شکل خبر شي.
قدرت الله نرمیوال وویل چې د راپور بڼه له تیر څخه ښه شوي او له یوې غونډې بلې ته د راپور لیکنې تجربه پخېږي.
انعام الله ګوهر نبي الله پیرخېل ته وویل چې تر راتلونکو څلورو اونیو پورې راپور لیکل د ده مسوولیت دی.
وروسته په غزني کې د اتصالاتو د شرکت مسوول انجنیر حکمت الله حکمتي د کامیونیکشن په برخه کې د برېښنالیک په معرفي، لیکلو، بڼي، قوانینو، ګټو او اسانتاو خبرې وکړې.
ښاغلي حکمتي وویل ارتباط یا کامیونیکشن د معلوماتو لیږد را لیږد ته وایي چې د مختلفو وسیلو له لارې له یوه وګړي، بل یا څو وګړو ته رسېږي.
د نوموړې په خبره د ارتباط لپاره مختلفي وسیلې دي، لکه ټلفون، برېښنالیک، غږیز پیغمام، خط او رسنۍ.
ښاغلي حکمتي د برېښنالیک ارزښت په دې توګه یاد کړ:
- برېښنالیک وخت کم ضایع کوي
- په تیزي سره ځواب ترلاسه کولای شو
- نسبت نورو وسیلو ته محفوظ ده
- ارزانه ده
نوموړي د برېښنالیک لیکلو په اړه ۱۲ اساسي ټکي یادل کړل چې په هره اداره کې کارونکی کس یې باید مراعت کړي.
د ده په وینا برېښنالیک باید ساده، د موضوع له اړخه لنډ وي او هیڅ وخت له ړندې کاپي یا (BCC) څخه کار وانخیستل شي.
د حکمتي په ټکو د موضوع یا سبجیکټ په ځای کې باید د موضوع عنوان په داسې شکل ولیکل شي چې ټوله موضوع واضح کړي.
انجنیر حکمتي د برېښنالیک او په ټوله کې د ارتباط په اړه اوږد لکچر واورول.
وروسته د موضوع په تړاو ازاد بحث وشو او یو لړ ګډون والو له ښاغلي حکمتي څخه پوښتنې وکړې.
د غونډې په بله برخه کې مشاعره وشوه او یو شمېر دوستانو خپل شعرونه واورول.
د ناستې په وروستیو شېبو کې د غونډې د ګډونوالو له لورې دوه طرحې وړاندې شوې.
لومړۍ طرحه دا چې کلیوال ادبي ملګري ټولنه دې د مطالعې د دود کولو او د ځوانانو، زده کونکو او زدکړیالانو د هڅوني او ستاینې په موخه د کتاب په نوم سیالۍ په لاره واچوي.
د غونډې د یو تن ګډونوال قدرت الله نرمیوال چې یاده طرحه یې وړاندې کړه وویل: کلیوال ادبي ملګري ټولنه په پینځوستو، سلو او یا له دې هم په زیات شمېر زده کونکو، زده کړیالانو، فرهنګیانو او د قلم او پوهې په خاوندانو کتابونه وېشي چې وروسته له دوو اونیو له ټولو ګډون والو ازموینه اخیستل کېږي، چې درېیم څلور نمبر ګټونکي ته له پایلو وروسته جوایز ورکول کېږي.
بله طرحه د ښاغلي سیف الله لکڼخېل له لورې وړاندې شوه.
د نوموړې په خبره د کلیوال ادبي ملګري ټولنې مشرتابه او اجرایه شورا دې څو کتابونه انتخاب او په څو تنو غړو چې د ژباړې په برخه کې تجربه ولري، د ژباړې په موخه ووېشي.
د ښاغلي لکڼخېل په خبره له دې لارې به وکولای شو په کم وخت کې زیات چوپړ وکړو.
دا چې په دې اونیزه ناسته کې د ټولنې یو شمېر غړي ناسوب وو، په یادو طرحو دومره زیاتې خبرې ونشوې.
غونډه مازیګر په څلور بجې د څارنوال قدرت الله نرمیوال له لورې د دوعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
ومن الله توفیق