ګل رحمان رحماني

   هغه دومره په رنګونو او سينګار کې ډوبه وه چې زما د ليدو پر مهال يې هم د سترګو او نظر شاهين له مانه ډېر لرې د خپلې ښکلا له دنګ او رنګين غره طوافونه کول. يوازې هغه خبرې مې ورته زړه را ښکوونکې وې چې د هغې ښکلا او شخصيت مې په کې ستايلى و.

دا هغه وخت نه پوهېده چې زما له ذهن او زړه نه يې پخوانى معصوم انځور په ورانېدو دى، کټ مټ لکه په کنګل کښل شوى انځور چې د لمر له راختو سره ويلېږي.

هغې خپل ژوند د ځان لپاره بې کچې ګران کړى و ، ما غوښتل چې په خبرو کې مې يوازې سپېڅلى زړه پيدا کړي، خو هغې خپل زړه پټ کړى و، په رنګونو کې د پټې مجسمې ننداره مې کوله، غوښتل يې يو بې الايشه او د معصوم زړه لرونکى ځوان ځان ته تسليم کړي.

زه مغروره نه وم، خو ځکه ورنه د تل لپاره همداسې روان شوم چې موږ د يوه او بل لپاره نه وو، زما سترګې د هغې د سپېڅلي زړه او معصومې څېرې د نندارې لپاره تږې وې، خو هغه په خپل ظاهر کې ورکه وه، سترګې يې ښکلې، خو زه په کې نه ښکارېدم او ګڼ تصويرونه په کې ځلېدل.

٢٠١٤ د نومبر ١٨مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *