تاند- په کاناډا کې هغه لیکوالان، چې په رضاکار ډول یې په افغانستان کې د کاناډايي پوځیانو شخصي کیسې لیکلي، هیله څرګندوي چې د دغو کیسو ټولګه به له کاناډایانو سره مرسته وکړي چې د افغانستان کړکېچ هېر نه کړي، که څه هم دا موضوع سر له اوسه د ډېرو عامو کاناډایانو له ذهنه په وتلو ده.

په «افغانستان؛ یوه کاناډايي کیسه» نومي کتاب کې د هغو پولیسو او ملکیانو کیسې او څرګندونې هم شاملې دي چې د کندهار په شان ځای کې یې خدمت کړی دی. په دې کیسو کې د هغې مور کیسه هم راغلې چې زوی یې د افغانستان په جګړه کې وژل شوی دی.

د «افغانستان؛ یوه کاناډايي کیسه» ایډیټره یا اوډونکې میلاني ګراهم (Melanie Graham) وايي د دې کتاب، چې روانه میاشت چاپ او خپور شو، انساني کیسې به له خلکو سره مرسته وکړي چې په خونړۍ او ناحل شوې شخړه کې خدمت څرنګه و او پر سرتېرو يې څه ډول اغېز کړی دی.

مېرمن ګراهم، چې د پوځ د عامه اړیکو متقاعده افسره ده، وايي:« د کاناډا یا ښايي د بل هر چا له نظره د افغانستان لانجه په واضح ډول پای ته نه ده رسېدلې.»

دا همداراز وايي:«عمومي احساس دا دی چې راځئ په دې اړه به نه ږغېږو، ځکه چې موږ سم باوري نه یوو چې کوم کار مو بشپړ کړ.»

د دې کتاب د پلورلو له درکه له ګټې څخه به یو نیم لک کاناډايي دالر هغې موسسې ته وبخښل شي چې له عسکرو او د هغوی له کورنیو سره مرسته کوي.

د «افغانستان؛ یوه کاناډايي کیسه» کتاب ۵ زره ټوکه په اونتاریو کې پاور ورکرز یونین (Power Workers’ Union) موسسې وړیا چاپ کړی دی او ټاکل شوې ده چې الیکترونیکي نسخه یې په راتلونکي پسرلي کې خپره شي.

اغلې ګراهم وايي چې په کتاب کې د ۱۵۰ ښځو او نارینه وو، چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې خدمت کړی دی، کیسې د دوی په خپله ژبه راوړل شوي دي.

په کتاب کې د هغو ټولو کاناډايي پوځیانو او ملکیانو لیست هم خپور شوی چې د افغانستان په جګړه کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ۱۵۸ وژل شویو کاناډايي پوځیانو او ۵ ملکیانو د کورنیو غړیو ته د کتاب یو – یو ټوک وړیا ورکړای شوی دی.

له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ پوري شاوخوا ۴۰ زره کاناډايي پوځیانو په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې خدمت کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *