ځینې ولسونه له حکومته هیڅ نه غواړي. دوی ته مهمه نه ده چې څوک حکومت کوي او څنګه یې کوي. مهمه ورته دا ده چې حکومت ورته شر ونه رسوي او خپل ژوند ته یې پرېږدي.
ځینې نور بیا د دوی برعکس، له حکومته ډېره لویه توقع لري او تصور کوي چې د ژوند ډېرې چارې باید حکومت ورسمې کړي. په کابل ښار کې د کابو ټولو اوسېدونکو توقع ده چې د دوی کوڅه دې ښاروالي ورپاکه کړي، د دوی ویاله دې حکومت ورپخه کړي او د دوی په سیمه کې دې حکومت روغتون او ښوونځی پرانیزي. د کابل ښار د اوسېدونکو برعکس د پکتیکا د وړې ممۍ د اوسېدونکي لپاره حکومت د یوه پردي او نابلده کس حیثیت لري چې که په لاره تېرېږي او سلام ورباندې واچوي، کور یې ودان او که یې وانه چوي هم څه د خپګان خبره نه ده.
په کابل کې چې زلمی وزګاره وي، ممکن ووایي حکومت باید ځوانانو ته کار ورکړي او که ګراني زیاته وي نو غوښتنه یې دا ده چې حکومت دې د ګرانۍ مخه ونیسي خو د وړۍ ممۍ اوسېدونکی که کار ونه لري یا د ګرانۍ په وجه ګوزاره ورته سخته وي نو شاید په زړه کې ورتېره شي چې : ډېره بې برکته زمانه ده. د طالبانو په وخت کې مې د غزني د قره باغ یو ځوان یادېږي چې د طالبانو د حکومت بد به یې ویل او دلیل یې دا و چې له طالبانو سره وچکالي راغلې ده.
په سیاسي لحاظ پرمختللي ولسونه نه یوازې له حکومته توقعات لري، بلکې د حکومت په انتخابولو او څارلو کې یې برخه وي او دا خپل مسولیت ګڼي چې چارواکو ته د ټولنې په ګټه لارښوونې وکړي. زما په ګومان زموږ د پایتخت اکثره اوسېدونکي هم د سیاسي پرمختګ په پرمختللي پړاو کې نه بلکې په منځني پړاو کې دي ، ځکه له حکومتونو توقعات لري خو د چارواکو په انتخابولو، څارلو او د ولس په ګټه را اړولو کې مسولیت منلو ته چندان تیار نه ښکاري. دوی له حکومته ډېر څه غواړي خو د مدني مبارزې حوصله ورسره چندان نشته.
ډېر موده پخوا مې له ارواښاد پروفیسر تقویم الحق کاکاخېل څخه یوه خبره اورېدلې وه چې په ځلونو مې تکرار کړې ده. د کاکاخېل مرحوم په قول، حکومتونه خلکو ته کارونه نه کوي، بلکې دا خلک دي چې په حکومتونو باندې ځانونو ته کارونه کوي. منظور دا چې که ټولنه په سیاسي لحاظ پرمختللې او هوښیاره وي نو بیا د حکومت امکانات داسې لور ته هدایتوي چې د ټولنې په خیر وي. د حکومت اصلي مقصد حکومت کول او د حکومت د عمر اوږدول وي. که د یوې سیمې خلک د ځان لپاره له حکومته سړک، ښوونځی او بریښنا غواړي، حکومت به هڅه وکړي چې دوی په همدغو شیانو خوشحاله وساتي خو که د یوې بلې سیمې اوسېدونکي خیراتي غنم غواړي، حکومت یې ممکن په څو بوجیو غنمو ونازوي.
څو کاله پخوا یوه والي د دوو ولسوالیو کیسه راته وکړه چې د خلکو په سیاسي شعور کې یې توپیر و. والي وویل،د یوې ولسوالي خلک چې په سیاسي لحاظ هوښیار وو، خپل استازي راواستول او په خپله سیمه کې یې کلینیکونه او ښوونځي وغوښتل. د والي په قول له یوې بلې ولسوالۍ څخه چې خلکو یې له حکومتي امکاناتو د استفادې مفکوره نه لرله، ځينې کسان راغلل، ځانونه یې د ولسوالۍ استازي معرفي کړل او اصلاح شوي تخمونه یې وغوښتل. حکومت په لومړۍ ولسوالي کې نوي کلینیکونه او ښوونځي جوړ کړل او بلې ته یې اصلاح شوي تخمونه واستول چې وروسته بیا معلومه شوه چې هغو څو کسانو په بازار کې خرڅ کړل او پیسې یې په خپلو منځو کې سره ووېشلې.
په لومړۍ ولسوالي کې چې د خلکو سیاسي شعور اوچت و، مشرانو دا جرات نه درلود چې لوټ وکړي خو په دویمه ولسوالي کې چې خلک له حکومتي امکاناتو د استفادې او د ټولنې د ګټې په فکر کې نه وو، ځینو کسانو د ځان لپاره غلاوې وکړې.
کله چې خلک د دولت موسسه په واقعي معنا ونه پیژني او د یو داسې نعمت په سترګه ورته وګوري لکه په پردي کور کې شتمني، کله چې خلک د حکومتونو د ظلمونو ترخې خاطرې ولري او کله چې په ولس کې اجتماعي روحیه کمزورې او ځانځاني خورا زیاته وي نو له حکومت سره د خلکو رابطه ناسمه وي. ناسمه په دې معنا چې دغسې خلک د دولت له خورا مهمې موسسې د ځان په ګټه سمه او لازمه استفاده نه شي کولای. خلکو ته د دولت د ماهیت ورپېژندل د سیاسي منورینو کار دی او خلک اجتماعي خیر ته رابلل، د ټولنې د اخلاقي لارښوونکو دنده ده. کله چې ولس په اخلاقي لحاظ د ټولنې خیر ته وفادار او په سیاسي لحاظ د دولت د موسسې په ماهیت او اهمیت پوه شي، بیا ورته مشکله نه ده چې د خپلې ترخې خاطرې او تجربې ځای یوې نوې،کامیابې رابطې ته ورکړي.