زمونږ افغاني ټولنه کي یو کار چي ماته ډیر بي خونده ښکاريٍ هاغه زمونږ دځونانو دخپلو مشرانو او تیر وخت څخه بي ځایه ګیلي دي. کله چي ځوانان يه یوه غونډه ؛مجلس ؛پوهنتون یا ښوونځۍ کي خبري کوي بس دا به حتما وایی مشرانو مونږ ته هیڅ هم ونکړل مونږ ته یی جنګ په میرات پرایښی دي پلانکی وزیر ډیر لوی خاین دی پلانکي والی خدمت نکوي پلانکی مامور رشوت خور دی .زمونږ قومندان سخت ظلم او ناروا کوي ……..
ښه داټولي خبري درسره منم خو سوال دلته دی ایا ددغه مشرانو شاته همدغه ځوانان ولاړ نه دي ؟دوۍ یی حمایت نکوي دوۍ ورته صاحب صاحب نه وایی ؟
ایا زمونږ ځوانانو یوه ورځ دخپل ځان سره داحساب کړی چي مشرانو خو هیواد راته جوړ نکړ خیانت یی وکړ مونږ څه کړیدي ؟ هیواد کي چي ظلم فساد غلا او نوري نارواوي کیږي مونږ یی په وړاندي دمخه نیولو اقدام کړیدی په دي خو اوس زمونږ ماشوم هم پوهیږی چي تور تور او سپین سپین دی چا خدمت وکړ چا خیانت نو بیا ولي نور پردي وخت ضایع کړو ولي خپله څه ونکړو ولي دي ټولو ستونزو ته دحل لاره ونه لټوو ولي لا بیا هم لاس تر زني ناست یو ؟ ولي دفساد ظلم مخه نه نیسو ولی لا بیا هم دتیرو عبرت نه اخلو ولی دوخت او مشرانو ګیلي کوو ؟\
ایا نن چي زمونږ مشران زمونږ په وړاندي ملامت دی مونږ تري ګیلی کوو سبا راروان وخت او راروان نسل ته به مونو همداسی ملامت نه یو ؟؟؟
دځوانانو په سونو ټولني او ګوندونه خو خدمت راته دګوتو په شمار کسان او ټولني کوي .
اي افغان ځوانانو که غواړۍ هیواد مو سیال ودان ووینۍ دسولي او خوشحالیو ډک ژوند ولرو نو راځۍ شعار په عمل بدل کړو !
هاغه وخت چي په ګیلو او انتقادو ضایه کوو خدمت وکړو ددی ټولو ستونزو دحل لاره ولټو او عملي څه وکړو تیر په هیر راروان وخت کار وکړو راروان نسل او تاریخ ته ملامت ونه اوسو زابلی وایی :
خبري ډیري یوه نیمه عملي په کارده
دی وطن ته دڅراغانو ابادي په کارده
که دوطن دجوړیدو سولي راوستو ارمان لرۍ نو راځۍ بس نور شعار په عمل بدل کړو !
بس دزابلی همدا یو بیت
زر غونديٍ زرګر له څه خواري غواړي
دا وطن یو څو دکار سړي غواړي