چېرته چې انسان شته، هلته غږ هم شته، ځکه انسان په هرحالت کې خپل ځان، ماحول، ټولنې، هېواد او ټولو ورپورې تړلو شیانو په اړه یې تر کومه حده چې امکان یې وي، خپل تاثر، غوښتنې او عکس العملونه د غږ پورته کولو په وسیله په مختلفو بڼو بیانوي.

له دې مخې ویلای شوو، چې انسان په غږ جیګولو مکلف دی او ورسره مسولیت لري، چې د نورو غږونه د هغوی له حال او غوښتنو څخه د خبریدو لپاره واوري او تر کومه چې دا غږونه د شکایت او مشروع غوښتنو اړوند وي، له اوریدو سره یې د مرستې او خواخوږۍ لاس ور وغځول شي.

غږ میاشتنۍ خپرونه چې له لرغوني غزني څخه یې د کلیوال ادبي ملګري ټولنه خپروي، لومړۍ ګڼه چاپ شوه.

غږ چې د مظلوم او دردمن ولس د غږ انعکاس ته ژمنه ده، زیاتره برخه یې په غزني کې د شویو پرمختګونو او د پرمختګونو په وړاندې خنډونو رابرسېره کولو، د خلکو ستونزو او پوهنې ته کار کولو ته کار کوي.

په دې مجله کې د هېواد او نړۍ په حالاتو د څېړنې او شننې ترڅنګ په هر اړخیزه برخه کې علمي مطالب خپرېږي.

د غږ میاشتنۍ خپرونې مسوول مدیر جمیل وقار او مرستیال یې فعال ځوان سیف الله لکڼخېل دی.

د دې میاشتنۍ خپرونې د لومړۍ ګڼې ټول مطالب په څلورڅوېښت مخو کې ځای پر ځای شوي، چې ځینې په دې ډول دي:

۱. ولسمشر غني او پاکستان

۲. داعش له کومه شو؟

۳. ایبولا وایروسي ناروغۍ

۴. په مقر ولسوالۍ کې د فوټبال ټورنمینټ

۵. په مریخ کې د ژوند کولو پر وړاندې ستر خنډ

۶. د زړونو غالبه!

۷. زرلښتنې رئیس صاحب دری زره ډالره تاوانې کړ!

د غږ میاشتنۍ خپرونې لومړۍ ګڼه په ۱۰۰۰ ټوکو کې چاپ شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *