• دښځوونډه په تعليم کې • دښځوونډه په تجارت کې • دښځوونډه د ديني مسائلوپه ډکرکې  • د ښځوونډه په سياست کې • دښځوونډه د زعيم په ټاکنه کې

 په دى کې شک نشته چې ديموکراسى کلمه يوه وضعي اويوناني نوى کلمه ده چې لنډ تعبير ترى موږ داسي کولاى شو چې د خلکو حکومت د خلکو په واسطه په خلکوباندى ياهم په بل عبارت په زعامت کبرى کې د خلکو مشارکت ته وايي چې د زعيم په انتخاب او ټاکلو کې هر چاته د ګډون حق ورکړى شي بالخصوص ښځوته، بهرحال کليمه نوى مستحدثه ده او دومره اوږد تاريخ هم نه لري رابه شو دې ته چې په دى معني په اسلام کې کوم اصل اوبنياد لري اوکه نه؟

داسلام مبين دين کې د خلکو او ښځو مشارکت په ديني او دنياوي امورو کې بالخصوص د زعيم په ټاکنه کې په دى کې شک نشته چې د غربى ديموکراسى تصورهم زمونږ په دين کې نشي کيدايى پرته له دينه چې کوم اصل ولري البته که ديموکراسي په دى معني شي چې هرچاته دخپل حق غوښتل اود رايي حريت اوازادى ورکول شي نوزمونږ په دين کې هم تردډيره حده ازادي اوحريت شته چې خپله رايي د باطل د بطلان اوياهم د حق د تحقق لپاره څرګنده کړى البته دغه ازادى اوخپلواکي ته په اسلام کې حدود ټاکل شوي دي چې ترکومه حده هرچاته څومره اندازه اوحريت اوازادى شته دبيلګي په توګه په اسلام کې هم داحق هرچاته ثابت دى چې امورچې منصوص عليه نه وي په هغى کې داګنجايش شته چې دچاسره مشوره وشي اوڅنګه مسلمانان وکولاى شي چې په اتفاق هغه موضوع چې امت ته پيښه وي حل اوفصل کړى دانه يواځى په سړيوپورى محدوده ده بلکه ښځى هم چې دامت نيمه برخه تشکيلوي کولاى شي چې د سړيو په څيردموضوع په مثبت اومنفى اړخونووغږيږي، د سړيوسره خپله مشوره شريکه کړي اويوهدف ته ورسيږي وروسته يي زه ډولونه اوبيلګي ذکرکوم،خوالبته د دى لپاره هم په اسلام کې حدودټاکل شويدى چې ترکومه حده پورى ښځوته داحق حاصل دې اوپه څه ډول اوکيفيت باندى ځکه د دى تشارکاتو ډولونه ره جودا دى مثلاغربي يااوسني ديموکراسي کې ښځي اوسړي تشارک کولي شي که په هرډول وي که مختلط وي که غيرمختلط ذى خبره وي که غيرذى خبره هرقسم ازادي ورته حاصله ده خوپه اسلام کې بياداسى نه ده په اسلام کې متشارک شته خو د ذى خبره اوذيصلاح اشخاصوپه اسلام کې اکثريت ته حق حاصل دې خوپه مشروط ډول مثلابعضي شرطونه دادى : لومړى: اکثريت به ذى خبره وي.

 دويم :اکثريت به ذى صلاح وي دريم: اکثريت به په غير منصوص کې وي ځکه منصوص باره کې راى نه وي، څلورم :اکثريت به اقرب الى النص وي پنځم: اکثريت به په خپلوکې متفق وي اختلاف نظربه نه وي موجود، شپږم :کله چې په کې خطاء ښکاره شي فوراًبه دهغى څخه رجوع کولاى شي ددى مثال داسى دى لکه اج ماع – ياقياس چې دضرورت له وجى رامينځ ته کيږي اودضرورت په وخت کې ورته رجوع کولاى شي ،اودادرواوزه ترقيامته خلاصه ده مسلمانانوته البته دوخت اوحالاتوسره بدليدلي هم شي داسي نه چې اساس اوبنياد وګرځولي شي هم داوجه ده بعضي منصوص يااجتماعي امورکې هم بدلون دوخت اوحالت په وجه راتلاى شي لکه شيخ الاسلام ابن تيميه (رح)په مجموع الفتاوى کې فرمايي “تتبدالاحکام بتبدالااذمان يعني ډيرشرعى حکمونه دزماني اووخت اوحالت سره بدليږي لکه مثال يي دنن زماني اختراعاګاني يانوى اشياش ول-چې ډيري بېلګي يي شته چې پخوايي يوحکم وه اوس يي بل حکم دى.اوددغه تشارک يامساوات الرايي لپاره ښه دليل دعبدالله بن مسعود دحبرالامت داقول دې چې فرمايي “مايرى المسلمون حسناًفهوعندالله حسن ومايرى المسلمون قبيحاًفهوعندالله قبيح” ژباړه:کوم شي چې مسلمانان پرى اتفاق وکړي اودوى ته ښۀ معلوم شي نوه هغه دالله تعالي په نزدهم ښه اوښايسته وي،اوکوم شي چې دمسلمانانوپه نزدقبيح وي هغه دالله تعالي په نزدهم قبيح وي،اوداډيرښه قول اومناسبه وينا ده ددډيروکارونوانستنباط اواستخراج ترى کيدالاى شي،نوپه لهذاکه ديموکراسي ددى اصولوپه بناء په دى معنى سره وي نوددى څخه هيڅ څوک منکرنشته،دهرچاحق په کې خوندى دى. حتى ښځوته هم په دى کې حق شته چې خپله رايه ښکاره کړي،اوياهم دښځوڅخه مشوره طلب کړى شي اوياهم په بعضي اموروکې ورته دګډون حق ورکړى شي اسلام ددى مخالف نه دى ،وروسته يي مثالونه اوبيلګي يي انشاءالله ذکرکولاى شي،چې اسلام کې ښځوته څومره حريت اوازادى ورکړى شويده ،اوکه دديموکراسي مطلب دااوسني مخلوط نظام وي نودى ته بيا اسلام قايل نه دى دى ته بيا اسلامى ديموکراسي نه شي ويلاى اوتجربى سره ثابته ده چې داقسم ديموکراسي دهرى ټولنى دپاره يوناسوردى. اصل هدف دادى چې دديموکراسي دپلويانوهدف دديموکراسى څخه دادى چې کم علمه اشخاصوته بالخصوص ښځوته داسلام العياذباالله تنقيص اوتبعيض ورواچوي اودديموکراسى تکامل چې ګوندى اسلام تاسوته پوره حق نه دى درکړى ديموکراسي ستاسودحق طرفداره ده اودابالکل غلط نظردى.اسلام چې څومره حق ښځوته ورکړى دى اوپه کوم عزت اواحترام چې ورته قايل دى دهغى سارى نه پخواليدل شوى اونه اوس. پاتى شوه دښځوونډه نواصل خبره داده چې اسلام دښځوپه ونډه کې ډيرځلانده اوروښانه دى،ځکه چې ښځي دامت نيمه برخه تشکيلوي اودژوند په هرډګرکې ښځوته اړتيااوضرورت شته خاصکر په نن زمانه کې ،چې دنياډيره پرمخ تللي ده اوهرقسم اسباب اووسايل موجوددي چې ښځي اونارينه يوشان کولاى شي چې دهغي څخه ګټه واخلي،اودامت دپاره دخدمت مصدروګرځي،البته داګټه به دشريعت داوصولوسره برابراوموافق وي . • دښځوونډه په تعليم کې مثلاً تعليمي ميدان دې څرنګه چې سړي کولاى شي تعليم وکړي اوځان ته پوهه حاصله کړى نوهمداشان ښځي هم کولاى شي چې خپل تعليم په بشپړه توګه حاصل کړى .خوالبته دابه دشريعت په رڼاکې دشرعى حجاب په مراعات کولوسره کولاى شي اومخلوط نظام به نه وي او د دى لپاره په قران اوحديث کې ډير دلايل شته ،لکه قران کريم کې راځي”واذکرن مايتلي في بيوتکن” نوداخپله زده کړه ده اوبيا امت ته فرمايي چې” واذاسالتموهن متاعاً فااسلوهن من وراي حجاب” يعني چې بيا تاسوددغه بيبانوڅخه علم زده کوي نودحجاب مراعت وکړي اوهمدارازفرمايي”ولاتبرجن تبرج الجاهلية الاولي” چې دادحجاب قاطع حکم دى اورسول الله (صلى الله عليه وسلم ) فرمايي” طلب العلم فريضةعلى کل مسلم ” نوعلم شرعي خوهسي هم په ښځه اوسړى فرض دى،غيرشرعى علم هم زده کولاى شي چې کله ورته ضرورت وي مثلاً حساب،طب نورحرف اوکسبونه شول لکه په يوروايت کې راځي چې “وعلموهن الغزل”يعني ښځوته دتارونوجوړلوطريقه زده کړي چې په دى لفظ کې هم ډيراسراراورازونه شته ځکه يوخواتعليم شوبل خواتجارت شوبل دکوراړتياشوه بل دنوروخلکواحتياج په پام کې نيول شو، • دښځوونډه په تجارت کې که دتجارت ميدان دى نوهم اسلام په دى کې ښځوته ډيره برخه ورکړيده لکه ام المومنين خديجة الکبرى په مکه مکرمه کې يوه ستره تاجره وه اودده دتجارت په وجه اسلام ته ډير تقويت حاصل شو،همدارازدغه مخکنى روايت هم دتجارت يوښه مثال دى چې “وعلموهن الغزل” همدارنګه حفصه (رض) دهمدى لارنه ډيرمال پيداکوه اوپه مسکينانوبه يي خرچ کوه همدارنګه عمر(رض)په خپل دورخلافت کې يومعمره زنانه چې کونډه هم وه په بازارمقرره کړى وه چې ددوکاندارانوڅارنه وکړي. اوڅوک له چاسره هيڅ قسم دوکه ونه کړى اوهغى به ددوکاندارنوڅارنه کوله اونصيحتونه بي ورته کول نوداښځوته ونډه ده که نه، • دښځوونډه دديني مسائلوپه ډګرکې هرچې ديني مسايل دى نودهغى نه قران اوحديث ډک دى همداوجه وه چې ام المومنين حضرت عايشه (رض) په مکثرينوصحابۀ کراموکې شماره ده يعني په هغه راويانوکې چانه چې ډيراحاديث نقل دى اونبى عليه السلام فرمايي “تعلم شطر دينکم من هذاه الحميرا” يعني نيم دين ددى څخه يادکړى. • دښځوونډه په سياست کې ترکومه حده چې دمشورى ميدان دى نوپه هغې کې هم ښځوته پوره حصه ورکړى شوى ده کوم خلک چې داخبره کوه چې ښځوسره مشوره مه کوي اويايي مشوره مه مني نوداخبره کمزورى ده ځکه چې نص موجوددى،چې”وشاورهم فى الامر”اوهمدارازفرمايي “وامرهم شوراى بينهم”اودايواځى دسړيودپاره نه دى بلکه ښځوته هم شامل دى لکه څنګه چې مفسرينوددى اياتونوتوضيح کړيده چې په دى کې سړي اوښځي ټول شامل دي،همداوجه ده چې په حديث کې راځي کله چې صلح حديبيۀ کې نبى عليه السلام اصحابو کراموته دتحليق امروکړنوصحابه غلي شول نونبى عليه السلام دام سلمه (رض)خواته تشريف ويوړه اودهغى نه يي مشوره ط لب کړه نوهغى مبارکي ورته وفرمايل “که چيري داکارکول غواړي نواول خپله حلق وکړه “هماغه وه چې په دى مشوره يي عمل وکړه نوبيا ټولواصحابوکراموپه هغي عمل وکړه اوسرونه يي کَل کړه،نوداڅومره مقام دى ښځوته اوپه دى کې نورامت ته تعليم دى چې ښځوسره هم مشورى کوي اوداحديث په صحيحينوکې يعني بخارى اومسلم کې څوځايه روايت شوى دى . • دښځوونډه دزعيم په ټاکنه کې اوهرچې دزعامت اويامشرتابه ټاکل دي په هغى کې هم ښځوته ونډه شته لکه رسول الله (ص) حفصه (رض)ته دوفات په وخت کې دوفات نه بعددخلفاءخبره کړى وه اوورته يي وويل چې بل چاته دابيان ونه کړى چې دسيرت په کتابونوکې ددى مفصل بيان موجوددى.همدارنګه عمر(رض)به دخلافت په امورکې دشفابنت عبدالله سره مشورى کولي “کان عمريستشيرهافى امورالخلافة” همدارنګه معاويه (رض)به اکثرمشورى دام المومنين عايشة (رض)سره کولي حتى چې په اکثروجنګونوکې ورسره بالفعل شريکه شوى وه لکه جنګ جمل اوصفين يي ښه بيلګي دي، همدارازنبى عليه السلام به ذات خودصحابيات لکه ام سليم وغيره اوخپلي بيبياني غزواتوته هم دځان سره بوتلي، لکه چې امام بخاري په مغازيوکې بارباردايادونه کړيده بلکه ددى نه هم واضحه داده چې په پنځه وخت لمونځ کې هم نبى صلى الله عليه وسلم ښځي دځان سره شريکي کړيدي،اوپه عيدينوکې به ښځي هم وځي لکه نبى عليه السلام په دى ډير تاکيدکړيدى څرنګه چې امام بخارى ذکرکړيدي.دابيله خبره ده چې مونږ پرى عمل نه کوواوياتري خبرنه يوبلکه ددى هم زيات مقام نبى عليه السلام ورکړىدي. لکه دامامه(رض) سره يي دجمعي لمونځ اداکړولکه امام بخاري باب قايم کړى دى باب حمل الصبي فى الصلاه نوداڅومره اعزازاومقام دى نونن زمانه کې خوبيا ډيراشدضرورت دى ښځوته چې په هرميدان کې دسړوسره په هرکارکې ونډه واخلي خوالبته دشريعت په چوکاټ کې که هغه طب دى اوکه نوراموردى اوياهم نظامى اوسياسي بخشونه دى ځکه چې ښځوته په دى کې ضرورت شته دى اودامت نورى ښځي ورته اړتيالري مثلاً ü ښځه چې ښځه عمليات کړى ښۀ به وي که سړى؟ ü ښځه چې ښځه تالاشي کړى ښه به وي که سړى؟ ü ښځوته چې ښځي تعليم ورکړى ښه به وي اوکه سړى؟ فلهذااسلام ښځوته داسى سترمقام اوعزت ورکړى دى چې په اوسني ديموکراسى کې دهغى عشريعني لسمه هم نشته اوکوم غربي نظره خلک چې ديموکراسي اومساوات اوحقوق بشرچيغي وهي هغوي تش په نامه دعوى کوي ،ځکه چې په اسلام نه يواځي دبشرحقوق خوندى بلکه دحيواناتوحقوق هم خوندى دى لکه چې په بخارى کې راځي نبى عليه السلام فرمايي”چې يوسړى يايوه ښځه يوسپى ته په اوبوورکولواوبخښل شوه ” اوفرمايي “ان المراة دخلت النارفى هرةٍ حبستها” يعني يوه ښځه دپيشوپه وجه جهنم ته لاړه،داڅومره دحقوقوخونديتوب دى په اسلام کې چې په اوسني ديموکراسي کې ددى تصورهم نشته .فتدبر والسلام شيخ الحديث والقران مولوى عبدالظاهرالصديقي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *