(Computer Security)

څرنګه چی هره ورځ په خبري رسنیو کی د نویو انټرنټی بریدونو په اړه خبرونه خپریږی ، چی د غه بریدونه کیداشی نوی وایروسونه وی او یا انټرنټی غله وی چی کمپيوټری سیستمونو ته لار پیداکوی ، چی په پای کی د هغو کسانو ترمنځ د ویری سبب ګرځي چی په کمپيوټرونو کی مهم اومحرم معلومات لری ، په دی لیکنه کی غواړم چی دکمپیوتر د امنیت په اړه څو ټکو باندی بحث وکړم چی د کمپیوټر د امنیت لپاره اړین دی ، د یو کمپیوټر کارونکی کولای شی د غو ټکو ته په پاملرنی سره د کمپیوټر معلومات تریو حده خوندی کړی .

۱- په خپلو کمپیوټرونو کی له جواز لرونکی انتی وایروس نه ګټه واخلی ، انتی وایروس د کمپیوټر ونو دساتنی لپاره کارول کیږی څرنګه چی هره ورځ نوی وایروسونه رامنځ ته کیږی ، نو دکمپیوټر انتی وایروس مو (Update ) وساتی.

۲- په کمپیوټرونوکی د اور دیوال (Firewall) فعال کړی ، داور دیوال کولای شی ستاسو په کمپيوټرونوکی دمعلوماتو تګ اوراتګ له انټرنیټی شبکو سره کنټرول کړی ، دغه داور دیوال انټرنیټي غلوته اجازه نه ورکوی چی ستاسو کمپیوټرونو ته داخل شی ، په هغه صورت کی چی ستاسو کمپیوټر له انټرنیټ سره تړلی وی ، په کمپیوټر کی د فایروال د فعالولو لپاره له لاندی طریقی نه ګټه واخلی .

Run-Firewall.cpl-Turn on Windows Firewall

۳- هغه بریښنالیکونه چی له نا معلومو ادرسونه ستاسو بریښنالیک ته راځی ، لومړی د بریښنالیک د رالیږونکی نه د هغه د هو یت په اړه معلومات تر لاسه کړی ، د هویت د نه پیژندلو په مهال بریښنالیک له منځه یوسی . د I Love You) ( وایروس په همدی ډول په میلونو کمپیوټرو په نړی کی خراب کړل .

۴- هغه بریښنالیکو چی ضمیمه (Attachment) فایلونه ولری لومړی یی Scan بیایی راخلاص کړی ،تر څو له نوموړو فایلونونه وایروسونه پاک شی .

۵- نه غوښتونکی بریښنالیکونه (Spam) سمدلاسه له منځه یوسی ، له همدی لاری انټرنیټی غله معلوماتو ته لار پیداکوی .

۶- په کمپیوټر ونو کی د جواز نه لرونکی پوستکالی (Software) له انسټالولو نه ډه ډه وکړی ځکه همد غه پوستکالي کولای شی ستاسو کمپیوټر ونه له ستونزو سره مخ کړی .

۷- په کمپيوټر کی مو له مهمو معلوماتو نه لکه سندونه ، انځورونه او نورونه کاپی واخلی او په External Hard Disk ,USB, CD,DVD, او یا کوم بل کمپيوټر کی یی ځای پر ځای کړی .

۸- د کمپیوټر د نه کارولو په مهال له کمپیوټر نه انټر نیټ غوڅ کړی ، ځکه انټرنیټ یوه څلور لاری ده چی انټرنیټی غله په اسانی سره کولای شی کمپیوټر تر انټرنیټی برید لاندی راولی .

۹- دکمپیوټر د ښه امنیت لپاره کو شش وکړی له یو پیچلی (Complex) فا سورډ نه ګټه واخلی د کمپیوټر فاسورد مو باید له ۸ حروفونه کم نه وی ، فاسورډ په منظم ډول وروسته له ۱۰ ورځوبد ل کړی .

۱۰ – په کمپیوټرکی فایلونه مه شریک (Share) کوی ځکه له دی لاری ستاسو کمپيوټرنوته له انټرنیټی شبکی نه وایروسونه انتقالیږی .

۱۱- په کمپیوټر کی نامعلومه انټرنیټی ویب پاڼی مه خلاصوی ، نوی وایروسونه د انټرنیټی ویب پاڼو له لاری خپریږی .

۱۲- د کمپیوټر نیټه او ساعت دانټرنیټ د کارولو پرمهال سم کړی ، که د کمپیوټر نیټه او ساعت سم نه وی کمپیوټر به ونشی کړای چی د مایکروسافټ او انتی وایروس له اړوند کمپنیو نه ضروری اونوی فایلونه ترلاسه کړی دا اړینه ده چی د کمپیوټر چلند ویه سیستم (وینډ وز ) هره ورځ د مایکروسافټ له کمپنی نه Update ترلاسه کړی .

۱۳- د وینډ وز XP له کارونی څخه مخه ښه وکړی که څه هم وینډ وز XP یو له مشهوره چلند ویه سیستمونو نه وو او ۱۰ کاله وکارول شو ، انټر نیټی غله په اسانی سره کولای شی چی وینډ وز XP تر برید ونو لاندی راولی ،غوښتنه داده چی په کمپیوټرونو کی وینډ وز ۱۰ ، نه کار واخلی وینډ وز ۱۰ یو نوی چلند و یه سیستم ده چی څو میاشتی وړاند ی مایکروسافټ د وینډ وز ۸ پر ځای رامنځ ته کړی ، چی د لوړ امنیت درلودونکی ده ، اوپه اسانی سره انټرنیټی غله نشی کولای وینډ وز ۱۰ تر برید لاندی راولی .

۱۴- په کمپیوټر کی Remote Desktop غیر فعال کړی ، تر څو انټرنیټی غله ونشی کړای ستاسو د کمپیوټرونو کنټرول تر لاسه کړی ، د Remote Desktop د غیر فعال کولو لپاره له لاندی طریقی نه ګټه واخلی .

Run-Sysdm.cpl-Romte-Don’t allow remote connection to this computer

۱۵- د انټرنیټ د کارولو په مهال یو محد ود User نه ګټه واخلی ، که چیری د انټرنیټ د کارولو په مهال له Administrator نه ګټه واخلی ددی امکان شته چی د Trojan وایروس له لاری په کمپیوټرونو کی نه غوښتونکی سافټویرونه انسټال شی ، او محرم معلومات به د نورو لاس ته ورشی .

One thought on “د کمپیوټر امنیت/ آغا محمد حیدری”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *