لیکوال: آتل ځواک

د افغانستان په هر ګوټ کې د غم ټغر نه ټولېږي او تل غوړېدلی دی، شین آسمان هم رڼې رڼې سترګې ورته اړوي، په توان کې څه نه لري او زړه سوی یې هم پای ته رسېدلی.

د افغانستان یو بله ټوټه پرون یو ځل بیا په سرو وینو ولړل شوه، د ۵۰ شاوخوا ځوانان نیمه خوا شول چې په دې کې ۱۸ تنه د ځان پېژندنې او خدای پېژندني تنکي طالب العلمان وو. د تل په څېر په فیسبوک کې خلکو خپل د پروفایل انځورونه په سرو وینو او تورو تیارو بدل کړل، ولسمشر او ولسکشر ټولو لیکلي چې پکتیکا موږ دې په غم کې شریک یو.

پکتیکا به داسې غم شریکي څه کړي چې یواځې په خوله وویل شي؟ تېر ځل په ارګون کې هم ورته پېښه وشوه، مخکیني ولسمشر هم همدا وویل چې زما د ډاډګیرنې پیغام درواخلئ، بې ځایه کمېسیون یې وټاکلو چې پېښه وڅېړي. پېښه وڅېړل شوه او دولت هېره کړه. اوس نوي ولسمشر او نورو مشرانو هم همدا کارونه پیل کړي، له ټولو وړاندې ښاغلي اشرف غني په خپله فېسبوک پاڼه کې د خواشینۍ پیغام ولیکلو؛ دا ټول پداسې حال کې دي چې ښاغلي غني د خپل کمپاین پر مهال چیغې وهلې چې زموږ ټیم د خبرو ټیم نه دی بلکې د عمل ټیم دی.

که ښاغلی غني دې ته عمل وایي چې په یوه بېچاره دولتي کارکوونکي روزي ودروي، فکر نه کوم چې دا ښه عمل وي. ښاغلي ولسمشر د افغان ولس رښتیني او لوی اولویتونه پرېښي ډېرو ټیټو اولویتونو ته یې ترجیع ورکړې. د افغان ولس لمړی اولویت دا نه دی چې شاروالي دې کوڅې سمې پاکې کړي، د افغان ولس دا اولویت نه دی چې دولتي ادارې دې وړې شي. د افغان دولت لمړی اولویت دا نه دی چې د افغانستان اقتصاد دې د چین سره سم شي او په یوه انډول کې دې برابر شي. سمه ده چې دا هر څه ډېر نېک ګامونه دي، موږ ټول د ولسمشر دا کارونه تقدیروو خو په اوس وخت کې نه. په اوس وخت کې د افغان غمځپلي اولس لمړی اولویت دا دی چې سوله راشي، نور د غم ټغر ټول شي، د مظلومو خلکو په خولو موسکا خوره شي او په آرامه فضا کې ژوند وکړي. کله چې یوه مور او پلار د خپل ژوند د ټولو هیلو خزانه یعنې ځوان زوی په ځان وژونکې حمله کې له لاسه ورکړي، هغه دردېدلې مور او کړیدلی پلار به د افغانستان ښه اقتصاد څه کړي؟ هغه به د کابل پاکې کوڅې څه کړي؟

بنا‌ءْ ښاغلي اشرف غني ته په زغرده وایو چې د خپل ځان اولویت پرېږده د خلکو اولویت ته پاملرنه وکړه، او یواځې پیغامونه مه لېږه په ژمنو دې عمل وکړه. اوس خو دې له امریکا سره تړون هم لاسلیک کړ، له دې تړون څخه به بلاخره موږ څه وخت ګټه اخلو.

لطفاً نور د افغانستان دښمن او دوست هېوادونه په زغرده افغانانو ته اعلان کړه. نور دې ټوله پاملرنه سولې او ټیکاو راوستلو ته کړه. ستا په دوره کې له بلې هر وخت څخه امنیتي حالت خراب شوی، کابل هره ورځ د ویرجنو پېښو شاهد دی. موږ پوهېږو چې د چا دښمنان او رقیبان ډېر شي په حقیقت کې مقابل شخص برمختګ کړی. په دې ښه پوهېږو چې ته یو پیاوړی شخص یې او د افغانستان دښمنان تا نشي زغملی ځکه یې حملې زیاتې کړې دي، خو ته هم لاس تر زنې مه کېنه، که غچ نشې اخیستلی دفاع خو وکړه.

په آخر کې بیا غږ درباندې کوو چې سولې او ټیکاو ته اولویت ورکړه، د سولې په راوستلو کې کوټلي ګامونه واخله. سوله راوله اقتصاد به په ګډه جوړو.

د یوه آرام او سوکاله افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *