امین الله عادل –
دیني علماؤ، ملا امامان د ټولنې محترم قشر دی او د افغانستان د مسلمان ولس په زړونو کې د بشپړ تقدیر وړ دي. دینی علماء او ملا امامان د ولس په منځ کې اوسېږي او هغوی د ولس په هره کوچینۍ او لویه موضوع کې دخیل دي. عام ولس هم د کورنیو، کلیوالی او سیمه ییزو موضوعاتو او مسایلو په اړه همدغه علماؤ او ملا امامانو ته مراجعه کوي. ديني علما د عامه ذهنیت په جوړولو او د هر ډول مسایلو په اړه د عامه پوهاوي تر ټولو ډېر اغیزناک رول لوبولی شي. علما د ممبر او محراب له لارې د ولس بې شمېره مسایل او ستونزې حلوي او په اوسنیو شرایطو کې خو یوازې معلم او عالم دی، چې له ولس او خلکو سره په مستقیم ډول په اړیکه کې دي او راشه درشه لري. امامت او د جومات او ممبر مشري کول ډېره مهمه دنده او ستر مسؤولیت دی. ځکه خو ملا امامانو ته د خپل مسلک او وظیفې په اړه لازمه روزنه ورکړل شي، چې څنګه تدریس وکړي، څنګه خطبې ورکړي، څه وړ خلک خپلو دیني وجایبو ته متوجه کړي او بالآخره څنګه په خلکو کې دیني او ملي روحیه پياوړې کړي.
ولسمشر اشرف غنی په خپلو کمپاینونو او ویناوو تل په دې ټینګار کړی، چې نوموړی به د ارګ او جومات ترمنځ فاصله له منځه وړي. نوموړی په دې پوهېږي، چې په هېواد کې اوسنۍ امنیتی ستونزې، جګړې او وسله والې شخړې له دې کبله دي، چې د جومات او ارګ ترمنځ فاصله ډېره ده. په تیرو دیارلسو کلونو کې د یو څو درباري علماوو پرته نور په ریښتیا هم د دیني علماؤ ژوند د ښه کولو، هغوی ته د خپل مسلک په برخه کې لازمې زده کړې او روزنې ورکولو او د هېواد د سولې او ثبات په برخه کې د هغوی ونډې ته په لازمه اندازه ارزښت ورنه کړل شو. د وخت په تېرېدو سره دې او دېته ورته نور عوامل ددې لامل شول، چې د ارګ او جومات ترمنځ فاصله ډېره شي: یو شمېر عوامل یې په لاندې ډول دي:
- په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون،
- د بهرنیو ځواکونو قصدي سرغړونې، اشتباهات او بې بندباره بمباریو او د بې ګنا خلکو ځورول او شهیدانول،
- په حکومت کې د پخوانیو جګړه مارو او زورواکانو شتون،
- د حکومت لخوا په خپلو ژمنو وفا نه کول او بې حده اداري فساد،
- په مختلفو نومونو د بهرنیو کړیو تبلیغات او د حکومت پرضد د هغوی پارول
پورتنیو عواملو ته په کتو سره د حکومت او علماوو ترمنځ راشه درشه کمزورې شوه او هغوی همداسې بې سرنوشته پاتې شول. حالا دا چې حکومت باید د علماوو رول ته ارزښت ورکړی وای او هم عالماوو ته په کلیو او بانډو کې د نظام د استازیو په توګه کتل شوی وای. د نورې اسلامي هېوادونو په څېر امامت او خطابت ته د یو بنسټیز مسلک په توګه کتل شوي وای. د افغانستان په څېر په مسلمان هېواد کې لازمه ده، چې د مسجد رول او د امام او عالم ونډې ته بشپړ ارزښت ورکړل شي.
لکه څرنګه چې په ښوونځي او پوهنتون کې لایق او تکړه استاد ته اړتیا ده او لکه څرنګه چې په روغتون کې حاذق طبیب او ډاکټر ته ضرورت دی په همغه اندازه په جومات او محراب کې تکړه او لایق عالم او خطیب ته اړتیا ده. په سم ډول د مسجد او ممبر رهبري کول اسانه کار نه دی. بلکې هر اړخیزې پوهې او لازمې روزنې ته اړتیا ده. ځکه خو لازمه ده، چې د علماوو لپاره د ښوونکو د روزنې په څېر روزنیز مراکز “دار الائمه و الخطباء” جوړ شي ترڅو علماوو کرامو او ملا امامانو ته د خپل مسلک په برخه کې روزنه ورکړي، هغوی ته د خطابت، امامت مهارتونه ور زده کړل شي او هم دا روزنه ورکړل شي، چې عامو وګړو ته د اسلام د اساسي مسایلو په اړه په څه ډول سالم پوهاوی ورکړي. همدارنګه هغوی ته په ننني عصر کې د نویو او تازه مسایلو په اړه د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې پوهاوی ورکړل شي.
په دې وروستیو کې وینو چې له علماوو څخه د هېواد په سوله او ثبات کې مرسته غوښتل کېږي او له هغوی غوښتل کېږي، چې د هېواد په رغولو، د خلکو د پوهولو او یوالي په برخو کې مرسته وکړي، همداسې لازمه ده، چې حکومت هم له علماوو څخه ملاتړ وکړي او ټولې هغې چارې ترسره کړي، چې په ریښتیا هم د ارګ او جومات ترمنځ فاصله را کموي. لازمه ده، چې د افغانستان نوی حکومت د علماوو د ژوند د ښه کولو او هم د هغوی مسلکي کولو په برخه کې ټولې هڅې په کار واچوي. یو مهم ټکي یې ښايي په لاندې وي:
- په افغانستان کې علماؤ او ملا امان په ډېر غربت او بېوزلۍ کې ژوند کوي. لازمه ده، چې د حکومت لخوا د ملاامامانو د دندو د رسمي کولو لپاره منظم پلان جوړ شي او هغوی ته د حکومت لخوا معاش ورکړل شي.
- د حج او اوقافو په چوکاټ کې د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د علماوو لپاره په کابل او هم د زونونو کې روزنیز مراکز جوړ کړي ترڅو علماوو ته د امامت، خطابت، دیني حلقاتو د دایرولو او ټولنیز پوهاوي په برخه کې له یو منظم نصاب څخه په استفادې سره روزنه ورکړل شي.
- د شرعیاتو د پوهنځیو په چوکاټ کې د امامت او خطابت او امامانو د روزلو لپاره ځانګړې څانګه او ډیپارتمنټ رامنځ ته کړي ترڅو په دې ډګر کې ځوان متخصصین وروزل شي او په دې برخه د لا ډېرو څېړنو ته لار هواره شي.
- د اسلامي نړۍ د نورو هېوادونو له علماوو سره د افغان علماوو د راشه درشه او د تجاربو د شریکولو فرصت برابر شي.
- په افغانستان کې د دار الافتا رامنځ ته کول ډېر ضروري کار دی، ترڅو حکومت او عام ولس دواړه د ژوند په ټولو چارو کې هغو ته مراجعه وکړي او ټولې هغه ستونزې هوارې کړي چې خلک ورسره مخ کېږي.