هغه چا چې د لیندۍ په دویم مازدیګر د پکتیکا په یحیا خېلو کې کربلا جوړه کړه، مقصد یې څه و؟
که د ده په نیت کې هر څه و خو عمل یې د تشدد و. ده وغوښتل چې د خلکو د وژلو، ځورولو او وېرولو له لارې یو څه تر لاسه کړي. اکثرو کسانو ته به دغه کس د خورا بد نیت څښتن ښکاري او په عقیدې به یې شک کوي، مګرهغه چا چې په حضرت علي کرم الله وجه یې د خدای په کور کې د تورې ګوزارونه کول، په خپل فکر یې غلط کار نه کاوه او هغه کسان چې حضرت عثمان ذوالنورین یې د کلام الله مجید د تلاوت په حال کې شهید کړ، مشرکان نه وو، ولې څرنګه چې د غوټو د پرانیستلو لپاره یې په تشدد تکیه کړې وه، نو هغه څه یې وکړل چې د اسلام ډېرو بدو دښمنانو هم نه وو کړي.
په تېرو څو کلونو کې مو ډېر ځله واورېدل چې په جوماتونو کې، زیارتونو کې، بازارونو کې، ودونو کې او ورزشي میدانونو کې انتحاري حملې وشوې. زما عقل دا نه مني چې روغ بنیادم دې داسې حملې جایزې وګڼي خو کله چې د تشدد لمبې بلې شي، په ټولنه کې ورو ورو د ځینو کسانو زړونه په تیږو بدل شي. ډبرزړی بنیادم که عقل او منطق هم ولري خو په روحي لحاظ ناروغ وي. دی په هر حالت کې په تخریب پسې ګرځي او هر هغه دلیل د موسیقي د نغمو غوندې ورباندې خوږ لګېږي چې د مرګ او وینو بوی ورنه لټېږي.
تر څو پورې چې په ټولنه کې داسې کسان وي چې ترور او تشدد ته د حل لارې په سترګه ګوري، نه به د خدای کور په امن کې شي او نه د والیبال میدان. لوی شاعر دروېش دراني تشدد ډېر ښه پیژندلی او د ( بې دینې تورې) نوم یې ورکړی دی. دی وایي:
نه د ماشوم مخ ګوري او نه د شالیلا سینه
پورته شه دروېشه دا بې دینه توره ماته کړه
د شلمې پیړۍ یو لوی عالم اریک فروم چې د دوو نړیوالو جګړو شاهد و، د انسان د خشن خوی په باره کې خورا زیات غور کړی دی. فروم وایي چې اخلاق او سړیتوب د مخ د پوست غوندې د انسان د حقیقت یوه نرۍ او وړه برخه جوړوي. جنګ او تشدد دغه نری پوستکی په اسانه خرابولای او وحشی جذبو ته لار پرانیستلای شي.
کله چې وحشي جذبې د راوتلو لار ومومي بیا نو هغه څه کېږي لکه د لیندۍ په دویم مازدیګر چې په یحیا خېلو کې وشول.