يو ځوان چې حقوق يې هم لوستي رانه وپوښتل: شراب دې څښلې؟ ما ورته وويل: نه! ده وويل: ښه نو بيا يې ولې په شعر کې يادوې؟ ما په حيرانتيا ځواب ورکړ: /شراب/ خو په شعر کې سمبوليکه کلمه ده! ده په جديت ځواب راکړ: يو خو قسم دی دا رباندې ونه منې!

غوره مې وګڼله چې غلی شم. همدا خبره مې پرفېسبوک وليکله. عجيبه دا وه چې د ځينو نورو ترڅنګ يوه مشهور ليکوال هم همدا خبره تاييد او يو څو کرښې يې نورې هم پسې ورزياتې کړې.

دوی وايي؛ په شعر کې بايد هغه څه راوړل شي چې شاعر پخپله تجربه کړي وي. که شاعر په شعر کې شراب يادوي نو بايد د شرابو خوند، رنګ او نشه يې تجربه کړي وي. يا که د جانان د شونډو خوند يادوي نو بايده دي چې دغه شونډې يې زبېښلې وي. که داسې نه وي نو دا خو بيا سوچه دروغ دي.

د علم او هنر د هرې برخې خپلې خپلې ځانګړتياوې، اصطلاحات، اصول او اساسات وي. موږ که د ښوونې روزنې په برخه کې څه ليکو يا وايو نو بايده دي چې کلمې، جملې او پراګرافونه مو راڼه او مستقيم وي او ابهام ونه لري. يا که حساب کوو نو د رياضي د اصولو پر اساس به يې د ځانګړو فارمولونو په وسيله کوو. يا که نجاري زده کوو نو د دروازې لپاره به څلور چوکټونه منو او دا به هم منو چې دروازه پرته د نجارۍ له ابزارو په تش لاس نه شي جوړېدلی. که پر ادبياتو خبرې کوو نو اړ يوو چې د ادبياتو اصول، قواعد او اساسات ومنو، زده يې کړو او بيا خبرې پرې وکړو. البته د ادبياتو د شعر په برخه کې داسې شاعران لرو چې د شعر لپاره به يې کومې اساسي او اصولي زده کړې نه وي کړې خو شعرونه به يې شهکارونه وي. دا کار يې هم د شعري اصولو د مراعات پايله ده چې د يوې الهي وړتيا پر اساس يې دغه اصول پلي کړي وي.

شعر د ادبياتو يوه برخه ده. د شعر لپاره چې کوم اصول او مقررات شته پر هغې ډېرې خبرې نه کوو. يواځې يادونه يې بس بولم. د شعر لپاره له احساس، فکر او عاطفې وروسته مهم رکن تخيل دی. داچې تخيل څه دی؟ پر دې هم دلته د ډېر څه ويلو اجازه نه لرم.

له دغو څلورو توکو څخه چې يو هم په شعر کې نه وي شعر نيمګړی دی، يا وبه ووايم چې شعر نه دی. په همدې ډول تخيل پرته له تشبه، سمبول، کنايې او استعارې نيمګړی دی، په شعر کې له دغو توکو څخه يو خو بايد وي خو که نه وي شعر بې تخيله دی او بې تخيله شعر بې هنره خبره ده.

په شعر کې احساس د شعور استازيتوب کوي. عاطفه د پېښې په اړه غبرګون ښيي. فکر د علم سره اړيکه لري او تخيل دغو ټولو برخو ته هنري رنګ ورکوي.

مثلاً: وقار ته الله تعالی ډېره ښکلا بلکې بيخي ډېره ښکلا ورکړې، شيرنه له وقار سره په لومړي وار مخامخ کېږي، هغه ته ګوري، د هغه په اړه خيال کوي او ژور فکر ته ځي.

مخامخيدل يوه پېښه ده چې شيرينه د دې پېښې په لړ کې د وقار ښکلا احساس کړه ولې هغه ته کتل عاطفه ده. خو د وقار له تګه وروسته شيرينه په سوچ کې ناسته ده د وقار څېره يې په خيال کې ځي راځي، خيال کوي چې دا ډول ښکلی به بل څوک وي؟ بلاخره وايي چې داسې و لکه يوسف(ع). بس دغه تخيل شو، چې وقار يې له يوسف سره تشبه کړو، د شيرينې په خبرو کې د /لکه/ کلمه د تشبه لفظ دی او تشبه په خپله د تخيل زېږنده ده. پوښتنه دا ده چې شيرينې خو يوسف ليدلی نه و! د يوسف ښکلا يې کتلې نه وه! د يوسف قدوقامت يې مشاهده کړی نه و! نو څنګه يې وقار يوسف ته ورته وګڼلو؟ ولې يې د يوسف غوندې محسوس کړو؟ بس دا مالومه شوه چې يوسف د ښکلا سمبول ګرځيدلی، يوسف د ښکلا نمونه ده او دا هرچا منلې چې يوسف ډېر ښکلی و. نو شراب هم هرچا منلي چې نشه لري، انسان په داسې حال کې اچوي چې نه پوهېږي. د يار شونډې چې په صوفيانه شعرونو کې د الهي قرب په سمبوليکه مانا استعمالېږي، شرابو ته ورته حال پيدا کوي، يعنې الهي قرب جذب او وجد پيدا کوي، چې شراب د دې لپاره ډېر ښه او وړ سمبول دی.

شيرينه لږ وروسته فکر کوي چې وقار څومره ښکلی جوړ شوی، څومره ښه د اندامونو تناسب لري، څه ښکلې سترګې، باڼه، پوزه، غاښونه او…. لري. واقيعاً چې الله تعالی لوی قدرت دی او ترټولو ښکلی دی، چې ښايسته انسان او لوړ مخلوق يې پيدا کړی؛ بس دا فکر دی، چې د وقار ليدلو وزېږوه او د الله تعالی د ښکلا په اړه يې د معرفت يوه برخه شيرينې ته ورنصيب کړه.

ډېر داسې شيان شته چې هرچا تجربه کړې او ليدلي نه دي مګر نړېوال سمبولونه ګرځيدلي. سمبول د شعر لپاره ډېر اړين دی.

موږ دا بايد ومنو چې د هر علم او هنر خپل خپل خصوصيات وي. مثلاً: ابهام په علمي برخو کې هېڅ د منلو نه دی خو همدا ابهام دی چې په هنرکې حياتي رول لوبوي او ډېری اثار يې پرشهکارونو اړولي.

۱۵ تله ۱۳۹۳

لوی اختر

حيدرآباد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *