ارش ځواک –

د افغانستان په مشرانو جرګه کې ځینې داسې څېرې شته چې په لوی لاس د پردیو جاسوسو کړیو لپاره کار کوي، د دوی دا څېرې د تعصب په څرګندولو سره څو ځلې څرګندې شوې دي. د ځینو تعصب ګرو او په بهرنیو کړیو پوري اړوندو کسانو څېرې تېره ورځ یو ځل بیا ټولو افغانانو ته بربنډې شوې.

پاکستان ته د ښاغلي اشرف غني او ورسره مل پلاوي له سفر څخه څه باندې یوه اوونۍ وروسته په مشرانو جرګه کې د دې سفر خبرې مطرح شوې. په دې بحث کې ځینو له ډېپلوماټیکو قوانینو او نبوي سنتو ناخبره غړو د یاد پلاوي د غړي ډاکټر فاروق وردګ او مولانا فضل الرحمن تر منځ د روغبړ خبرې رایادې کړې چې موخه یې د افغانستان د پوهنې د اتل بې ځایه تحقیرول او د خلکو په اذهانو کې ښاغلي وردګ ته د منفي نقطو پیدا کول وو.

اول خو دا چې مولانا فضل الرحمن په پاکستان کې د یو ګوند مشري کوي چې دا ګوند د پاکستان د دولت لخوا د یوه مهم اپوزېسیون په توګه پېژندل شوی او د پاکستان په (بلک لېسټ) کې شامل نه دی، کله چې دا ډول پلاوي له هر هېواد څخه پاکستان ته ورځي د پاکستان دولت دې پلاوو ته د یاد ګوند سره د ملاقاتو زمینه برابروي. د ډېپلوماټیکو قوانینو په رڼا کې دا پلاوي حق لري چې د یاد ګوند له مشر سره یواځې د یو اړخ په توګه په نېکه فضا کې ستړي مشي او ملاقات ولري او په اړینو دوه اړخیزو موضوعاتو بحث وکړي. له افغانستان څخه د تللي پلاوي ټولو غړو له فضل الرحمن سره وکتل او روغبړ یې ورسره وکړ ، خو دا چې ځینې تعصب ګرې رسنۍ د ښاغلي وردګ پرمختګ نشي زغملی، نو خکه یې د ضعف د نقطې په توګه هر ځل د تلویزیون په پرده یواځې د ده انځور ښکاره کوي. د ضعف نقطه ځکه نشو ورته ویلی چې حضرت محمد (ص) فرمایي چې: (اولا ادلکم علی شی‌ءِ اذا فعلتموه تحاببتم افشو السلام بینکم) ژباړه: آیا تاسو ته داسې څه در ونه ښیم چې په کولو سره یې ستاسو په منځ کې مینه محبت زیاتېږي، هغه یو بل ته سلام اچول دی. د دې سفر یواځینۍ موخه همدا وه چې د دواړو هېوادونو تر منځ په دوستۍ کې زیاتوالی راشي او دوړاه په ګډه سولې ټینګښت ته کار وکړي. دا چې څومره دا پلاوي په خپله موخه کې بریالي شوي دا ځانګړی بحث دی.

کله چې مولانا فضل الرحمن د افغانستان له پلاوي سره د پاکستان د یوه جګپوړي ګوندي مشر په توګه ملاقات کوي باید چې په خلاصه ټڼډه ستړي مشي او ملاقات ورسره وشي ځکه زموږ د پلاوي موخه خو د سولې راوستل وو، او له بل لوري لوی خدای (ج) په څرګنده توګه په قرآنکریم کې فرمایي چې: (و یقولو التي هی احسن) یعنې تاسو له یو بل سره په نرمۍ او ښې طریقې سره خبرې وکړئ.

کله چې داسې ده نو د مشرانو جرګې ځینو غړو په بشپړه توګه تجاوز کړی او باید په رسمي ډول بښنه وغواړي، دا هېچا ته په هېڅ صورت د زغملو وړ نه ده چې هر څوک دې له معلوماتو درلودلو پرته د افغانستان په وګړو پسې بې ځایه تهمتونه وکړي، که بښنه ونه غواړي هېڅ رښتیني افغان ته د قبلېدو وړ نه ده.

One thought on “د مشرانو جرګې ځینې غړي په لوی لاس د افغان مشرانو بې احترامي کوي”
  1. په مشرانو جرګه کې چرګې راټولې دي، ډېری یې د افغنانو او پښتن ضد کړیو سره لاس لري، موږ پښتانه هم ورته ګورو دوی هر څه وایي، لازمه ده چې د دې بردیو مزدورانو په هکله حدي ګام پورته کړو او پرې نه ږدو چې زموږ مشرانو ته سپکاوی وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *