تاند– یو ترک تبعه پرون /یکشنبه/ د بلغاریا پولې ته نژدې د ترکیې په ایدرین ولایت کې د ۹ افغان کډوالو د وژلو په تور ونیول شو.

د ترکیې حریت ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د نهو افغانانو، چې ۵ یې ماشومان دي، مړي د بلغاریا پولې ته نژدې په یوه کلي کې موندل شوي دي.

په پیل کې ګومان کېده چې دا کسان د هوا د سړوالي له کبله مړه شوي، خو وروسته څرګنده شوه چې درست په ټوپک ویشتل شوي دي.

د حریت د راپور پر اساس په دې قضیه کې پر پنځو تنو شک وو، څلور تنه نیول شوي وو چې درې یې له تحقیقاتو وروسته خوشي شول خو پنځم لا هم بې درکه دی او پولیس ورپسې ګرځي.

یو تن، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، لا هم له پولیسو سره په توقیف کې دی.

ګومان کېږي چې نهه تنه وژل شوي افغانان د دوو کورنیو غړي وي. د دوی د ماشومانو عمرونه د ۲ او ۱۳ کلونو ترمنځ ښکاري. دوی له (Kahramanmaraş) ولایته ایدرین ته تللي ول.

د دوی مړي د اپریل په اوولسمه د ایدرین ولایت د کرچیشم Kırçeşme ولسوالۍ په (Budakdoğanca) کلي کې موندل شوي ول.

له بلې خوا ترکیې نن د پکتیکا ولایت د یحیاخېل ولسوالۍ تروریستي حمله په کلکه وغندله.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:«موږ په دې خورا خواشیني یوو چې په ځانوژونکې حمله کې لږترلږه ۵۵ تنه وژل شوي او ۸۵ نور ژوبل شوي دي.»

د ترکیې د باندنیو چارو وزارت ویلي چې د دې حملې هدف د افغانستان سولې او ثبات ته زیان اړول و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *