د جنوب ختيځې حوزې خلکو شکایت کړی، چې امنیتي چارواکي بیغوره دي او ځینې یې له خپل مسولیت ورهاخوا په نورو معاملو کې ښکېل دي.

ځايي خلک وايي، سلګونه داسې امنیتي پېښې رامنځ ته شوې، چې مخنیوي یې ممکن و، خو په تړاو یې نه څوک له دندو ګوښه شول، نه تحقیق وشو او نه مجازات شول.

د ګڼو امنيتي مسوولينو په اړه په ورکړل شوو معلوماتو کې راغلي، چې د ولسي جرګې د ځينو غړو، زورواکو او تنظیمي تړاوونو په اساس ټاکل شوی هر قومندان د امنيتي پوستې او قومندانۍ له لارې پریمانه عوايد تر لاسه کوي.

د پکتيکا يحيی خېل هغه ولسوالي ده، چې څلور مياشتې د مخه پکې د طالبانو لوی لوی مرکزونه فعال وو، د ټول ولايت اکمالات او د بريدونو رهبري له همدې سيمې کېده، خو د محلي پوليسو له ګومارل کېدو سره طالب اورپکي وځپل شول او د غچ اخستلو په فکر کې شول، چې ايله وړمه ورځ د ۶۱ بې ګناه کسانو په وژل کېدو سره وتوانېدل خپل زور وښيي.

په سوېل ختيځ کې يوشمېر مشران وايي، په قبايلي سيمو شمالي او جنوبي وزيرستانونو کې چې کله پاکستاني پوځ د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړل، نو طالب اورپکو ته يې لار ورکړه، چې پکتيا او پکتيکا ولايتونو ته راواوړي او خپل بریدونه مخامخ په همدې ځايونو کې تنظم کړي.

خو نيوکه دا ده، چې دولت په دې برخه کې له وړاندې بې توجه پاتې شو او د وسله والو ډلو د مخنيوي لپاره يې هېڅ راز امنيتي تدابير ونه نيول او بلاخره سيمه د اورپکو په پټنځای بدل شوه، اوس ورځ تر بلې په سوېل ختيځه حوزه کې امنيتي حالت په خرابېدو دی.

ځايي خلک وايي، په سوېل ختيځو ولايتونو کې امنيتي مسوولين د ولسي جرګې د ځينو غړو، زورواکو او يا هم د ګوندي راوابطو پر بنسټ ټاکل شوي دي، نو ځکه خو د يوې بږنوونکې پېشې په تړاو هم اړوند امنيتي مسوولين نه پوښتل شوي او نه هم برطرفه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د پکتيا امنيه قومندان له دريو کلونو را پدېخوا او د پکتيکا امنيه قومندان له يونيم کال راپدېخوا په خپلو دندو دي، حال دا چې په دغه موده کې په دواړو ولايتونو کې سلګونه خطرناکې امنيتي پېښې رامنځته شوي دي.

په ۲۰۰۹ کال کې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د بيا رغونې د يوه شرکت مخته په موټر بم چاودنه کې ۴۰ کسان ووژل شول او تر ۴۰ ډېر ټپيان شول. څلور مياشتې وړاندې په روژې مياشت کې د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د جومات مخته په بريد کې تر ۲۰۰زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

همدا راز د يکشبنې په ورځې د پکتيکا په يحيی خېلو ولسوالۍ کې په ځانمرګي بريد کې چې د واليبال د لوبې په ميدان کې وشو، کابو ۶۱ کسان شهيدان او ۶۰ ټپيان شول. په دغو بريدونو کې ډېری تلفات ولسي ګړو ته رسېدلي دي.

د پکتيکا ولايت يحيی خېل هغه ولسوالي ده، چې تر دې د مخه پکې د طالبانو خورا مهم روزنيز پټنځايونه وو، کله چې سيمه ييز پوليس فعال شول، دوی یې وځپل او له سيمې يې پسې واخستل، له همغه وخته طالب اورپکي له سيمه والو د غچ اخستلو په فکر کې وو، چې ايله وړمه ورځ وتوانېدل.

يو ځايي خبريال وايي، د پکتيکا ولايت په بريد کې محلي پوليسو قومندان بهاول په نښه شوی و، خو د يوه قومندان لپاره يې ټوله مرګ ژوبله ملکي تنکيو زلميانو ته واړوله.

دوی وايي، دا لومړی ځل نه دی، چې داسې پېښه کېږي، بلکې تر دې اخوا هم په هرځل طالبانو ولس ته لوی زيانونه اړولي دي او د خپلو اهدافو لپاره يې د هغوی په منځ کې بريدونه کړي دي.

يوه ځايي مشر ملک مير احمد کټوازي محور ته وويل، طالبان په زور د خلکو کورونو ته د ننه کېږي، په ولس ډوډۍ خوري، خو بيا د همدې کليوال له هجرې په امنيتي ځواکونو ډزې کوي، چې هغوی هم د دوی د دا ډول کار په بدل کې ټول کلی په اور واړوي.

ځايي خلک وايي، د پکتيا زمت، جانيخېل، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ او د پکتيکا، يحيی خېل، يوسف خېل، برمل ولسوالۍ هغه سيمې دي، چې د حقاني شبکه او نصرالله منصور ډلې پکې د امارت اسلامي تر چتر لاندې فعاليت کوي، چې تر ډېره ولس خپل هدف ګرځوي او ولس يې برمته کړی دی.

په سوېل ختيځه حوزه کې ازاد خبريال نسيم مندوزي محور ته وويل، ډېری وخت طالبان په بريدونو او جګړو کې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي، خو د پيسو په ورکړې سره يې دوسيې پټې شوې او دوی بېرته د جنګ ليکو ته ستانه شوي دي.

ستره نيوکه پر دې ده، چې د افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي د دې لامل شوې، چې په بيا بيا داسې پېښې تکرار شي.

د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمي اوريا خېل له څه ويلو ډډه وکړ.

همدا ډول په دې اړه د پکتيکا امنيه قومندان نبي جان ملاخېل وایي، د دې ډول خطرناکو بريدونو مخنيوی تر ډېره ستونزمن دی، خو نوموړي له نور څه ويلو ډډه وکړه.

One thought on “محور ورځپاڼه: د امنیتي مسوولینو نه مجازات امنیتي شیرازه ماته کړې ده”
  1. په یوه نوی قوماندان او یا د هغوی په بدلون کومه ستونزه نه حل کیږی. د طالبانو په مقابل کی باید ټول مسلمانان او کلیوال مجهز او یوبل سره مرسته وکړی. که په چا د طالب او پنجابی شک کیږی باید تر تعقیب لاندی ونیول شی او که په چا د طالب فعالیت او د د دی مرداری ډلی عضویت ثبوت شو نوباید د اسلامی قوانیون سره سم له دی مرتدینو سره چلند وشی او هغه سزا ورکړل شی چی یو مرتد ته یی ورکوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *