د شعر تجزيه او تحليل يوه داسې موضوع ده چې د شاعر تر څنګ د شعر ځينې پوهان او کره کتونکي هم ورسره جوړ نه دي او وايي همدومره بس ده چې د شعر له ښکلا او رنګينۍ خوند واخلو او يوه شېبه مو د ژوند له ستړي چاپيريال د خيال يوه رنګين ټاپو ته يوسي.

ددې ډلې شعر پوهانو په وينا همدومره بس ده چې شعر يو ښکلى نغمه سرا بلبل وبولو او له ښايسته نغمو او سندرو اورېدو يې خوند واخلو، خو څوک چې ددغه نغمې يا کلام له تجزيې، ژبني او مانيز تحليل سره لېوالتيا لري؛ دوى په حقيقت کې ددغه بلبل د نغمو تږي نه دي او د غوښو او هډوکو د کباب سره يې مينه لري.

پخوا د شعر د تحليل او تجزيې په اړه يو ناسم تصور دا و چې ګڼي د شعر مانا يوازې له شاعر سره وي او بل څوک پرې نه پوهېږي ، ډېر ځله هغه مانا چې د شعر پوهان او کتونکي يې د شعر نه اخلي د شاعر موخه نه وي او دا عربي معقوله به يې راوړله چې ” د شعر مانا د شاعر به ګېډه کې وي” .

دا مسئله که څه هم پر تر يوه حده پر ځاى ده چې کره کتونکى ډېر ځله له شعر نه د شاعر مطلوبه مانا نه شي را اېستلى، خو دې موضوع ته تر ډېره په دې مفهوم هم کتل کېږي چې شاعر غواړي په دې بڼه د کره کتونکي له شره ځان خوندي کړي، ځکه د کره کتونکي او شاعر تر منځ ضد او بدبيني څه نوې خبره نه ده او اوږد تاريخ لري.

په هر صورت مهمه داده چې شعر بايد هغه څوک تحليل کړي چې د ژبې د ګرامري اصولو او کره کتنې ترڅنګ له شعر او په ځانګړي ډول له غوره شعر سره هم پوره بلدتيا ولري او د تحليل او تجزيې پرمهال يې يوازې خپل ذوق نه بلکې، علمي او تحليلي اصول مخې ته کېږدي چې هدف يې يوازې د معياري او اصلاح شوي شعر رامنځته کول دي.

خوشحال خټک چې د پښتو ژبې او ادب پلار ورته ويل کېږي، د نثر تر څنګ يې شعر هم د پښتو ادب شمله جګه ساتلې او نړيوال اديبان پرې حساب کوي. دده د يوه غزل مقطع داسې ده:

زه خوشحال کمزوى نه يم چې به ډار کړم

په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه

ددې غزل ځينو لوستونکو د خوشحال بابا په دې غزل نيوکه کوله چې ګني هغه بربنډه خبره کړې او په ډاګه يې ويلي دي، ددې شعر د تجزيې او تحليل پرمهال ځينو کره کتونکو هم د غزل وړاندينيو بيتونو ته په پام سره کټ مټ همدا مانا ترې اخيستله.

ځينو نورو کره کتونکو بيا وويل چې خوشحال د يوه قومي او ولسي مشر په توګه د يوه تعالي ارمان شاعر او شخصيت و، دده په دې بيت کې د بيان ازادۍ ته اشاره کړې، خپل ټولنيز موقف ته په پام سره يې خپل ځواک او زور هم ښودلى دى او په ډاګه يې ويلي دي چې خاوند تعالى ماته خوله د همدې لپاره راکړې چې خپل حق ورباندې وغواړم او په ښکاره يې وغواړم.

موږ اوس په دې دواړو کې د يوه خبره هم نه شو ردولى شايد ددواړو اړخونو له غزل نه سم تحليل کړى وى، يو د خوشحال خان په ستر او ټولنيزشخصيت حساب کوي او بل اړخ بيا د همدې غزل په پخوانيو بيتونو چې ټول مينه وړي،له معشوقې او ژونده د شاعر شکايت دى.

خو ددې لپاره چې له شعر سره د شعر مخاطبين لا ښه اشنا شي او بله دا چې ښه او بد شعر سره بېل شي او د غوره شعر د رامنځته کولو يا پنځولو لپاره د شعر د مخاطب ذهن او ذوق عيارشي، نو اړينه ده چې پوهه او اخيستنه ېې د شعر د تحليل او تجزيې له لارې لوړه شي.

کولى شو چې د شعر تحليل او تجزيې ته له دوو اړخونو ور ننوځو، يو خپله د شعر منځپانګه او پيغام دى چې څه په راغلي او څنګه راغلي او بل هم د شعر ظاهري تنظيم او جوړښت دى چې کلمې په کې څنګه اوډل شوې او د شعر جوړښتي اصول يې څومره رعايت کړي دي.

که څه هم ځينې کسان د سپين يا ازاد شعر په راتلو شعر د قافيې او رديف له قالبه له يوې مخې وتلى بولي، خو په ازاد او سپين شعر کې هم د منطقي تړاو تسلسل، انځور، وزن او موسيقي هغه څه دي چې شاعر يې د رعايت او راوړلو لپاره مکلف دى او دغه چاره ورته د کافيې او رديف نه د خلاصون وروسته نورې پولې ټاکي چې بايد په پام کې يې ونيسي.

په ټوله کې شعر يو متن دى ، متن څېړونکي د متن د څېړنې او شننې لپاره دوه معيارونه ټاکي چې يو يې د متن علمي خوا او بله هم د متن فني خوا ده، چې بايد د متن څېړنې نه وړاندې په پام کې ونيول شي.

د متن په علمي خوا کې د متن پنځونکي( ليکوال او شاعر) ټولنيز موقف، وضعيت، پوهه، زده کړې، سياسي حالات ، فکر او نظريات تر کتنې لاندې نيول کېږي چې په مفکوروي لحاظ څه ډول کس دى، د کومو شاعرانو يا ليکوالو سره هم عصره دى او د پوهې کچه يې څومره ده.

په فني خوا کې بيا خپله د متن اصل ته کتنه کېږي چې د جوړښت په لحاظ څنګه دى، د ژبي او کلماتو ترکيب او ژبني اصول يې څومره مرعات کړي دي، له کومو معيارونو په کې سرغړونې شوې، د چا تر غېز لاندې دى، څه يې خپل او څه يې پردي دي.

له دې دواړو وروسته د يوه متن هغه که منظوم وي که منثور، څېړنه او سپړنه يې اسانېږي او موږ ته د وړاندې تګ او متن د را زياتې تجزيې او تحليل لاره خلاصوي، تر ټولو مهمه دا چې خپل قضاوت ته يو لړ اصول او ثبتونه پيدا کوو.

په شعر کې د تحليل لپاره تر ټولو وړاندې د کره کتونکو پام دې ته وي چې شعر په کوم شعري فورم کې راغل دى، ځکه طبيعي ده چې شعر به د يوه شعري فورم په چوکاټ کې پنځول شوى وى.

ددغه شعري فورمونو څخه هر يو يې خپلې ځانګړتياوې او ځانګړې جوړښتي بڼه لري چې شعر ورباندې له عروضي اړخه پېژندوى وي، مثلا که موږ غزل په پام کې ونيسو، نو د يوه غزل د تحليل او تجزيې په صورت کې بايد د غزل له فورم نه پوره خبرتيا ولرو.

غزل د عروضي فورمونو له ډلې څخه دى چې په نږدې ټولو شرقي ژبو کې د شعر د نړۍ ګڼ مينه وال شاعران لري او مينه وړى شعر دى. د غزل کتونکي ممکن تر ټولو وړاندې د شعر وزن او تقطيع ته پام واړوي، وزن او قافيه يې وګوري چې ايا شاعر په کې قافيه او رديف رعايت کړي، که څه ضرور نه ده چې هر غزل دې رديف ولري.

همداسې دا معلومه کړي چې غزل څو څپه ييز دى، د بيتونو تر منځ يې څومره پخلاينه شته، هر بيت کې يې څه ډول انځور ګري شوې او دغه انځور ګري د ټول غزل له انځور او پيغام سره څومره همغږې ده.

په شعر کې د رديف او قافيې د کلمو رياعت د شاعر لپاره يوه طبيعي پوهه ده ، ځکه هر شاعر د قافيې فن نه دى لوستى، سره ددې چې دغه فن په جوړښتي لحاظ ډېر پېچلى دى، خو شاعر يې په طبيعي ډول مرعاتوي او ډېر کم داسې پېښېږي چې د قافيې کلمې دې سره د قافيه پوهنې د معيارونو په اساس ستونزه ولري.

کله چې دا توکي ټول په تول پوره وخېژي، نو له دې وروسته د غزل يا که ووايو بل هر شعري فورم د منځپانګې د شننې نوبت راځي، کره کتوونکي يا شننونکي دلته د شعر منځپانګې او ښکلا ته پام اړوي چې ايا شعر هسې عادي خبرې راوړې که انځورونه او شعري ښکلاوې هم لري.

دلته کره کتونکى دا څرګندوي چې شعر عادي خبرې او يو شعري جوړښت دى که شعري ښکلا، پيغام ، هنر، شعريت او موسيقي هم لري چې له عادي خبرو سره د يوه عالي شعر د بيلتون کرښه جوړوي او شعر ته تلپاتې ژوند ورکوي.

کله چې ددې ښکلا او ځانګړتياو تصديق وشي ، نو کره کتونکى اړ دى څو دا هم ووايي چې دا خبرې د شاعر خپلې خبرې دي که د کوم بل شعر او شاعر اغېز ورباندې پروت دى.

شاعر تر کومې کچې نوښت کړى ، خپلې خيال او ذهني انځور يې وړاندې کړى که پردۍ خبرې يې کړي دي، ځکه چې د شعر دغه ښېکڼې هم تحليل او تجزيې ته اړتيا لري چې لا سوچه او نږه شي.

البته دا بايد هېره نه کړو چې زموږ په اوسنيو ډېرو شعري کره کتنو او تحليلونو کې ځينې وخت د شعر پر ځاى شاعر په پام کې نيول کېږي او ځينې داسې محلوظاتو ته په کې ارزښت ورکول کېږي چې نه يوازې د شعر ملا ماتوي، بلکې پوهې او کره کتنې ته يې هم چندان ګټه نه رسېږي.

اړينه داده چې د شعر تجزيه او تحليل بايد د شعر د لا کره والي او ښکلا لپاره تر سره شي، شاعر ته په کې د لا زياتو نوښتونو او پرمختګونو لاره وښودل شي چې له برکته يې راتلونکى شعر تر دې لا هم ښکلى، عالي او له نوښتونو ډک وي، هم د پخوانيو تېروتنو څخه په کې مخنيوى شوى وي.

د شعري تحليل او تجزيې له لارې شاعر ته کاذب شخصيت ورکول، په کره کتنه کې تر ټولو ستره ګناه ده، که چېرته يو شاعر په شعر کې ډېرې نوې خبرې نه لري او په راتلونکې کې هم ترې د عالي شعر دپنځولو د تمې امکانات نه وي، نو په ډېره صميمي بڼه بايد وهڅول شي چې په ادب کې خپله لاره بدله کړي، نه دا چې د شعر د کره کتونکي لارښوونه ورته ملا ماتوونکې او وژونکې وي او خپل قلم د تل لپاره وغورځوي.

د شعر د کره کتونکو کار دا نه دى چې يو شاعر دې مطرح کړي، بلکې مهمه خبره داده چې د خپلې ژبې او ادب ځولۍ ته د غوره او معياري شعر د وړاندې کولو په برخه کې د خپلې پوهې او درک نه په ګټه اخيستنې غوره شعر وړاندې کړي او خپل مسووليت تر سره کړي.

بله مهمه خبره هم داده چې شاعر هم بايد د شعر تحليل او تجزيې ته د يوه قصدي عمل په سترګه ونه ګوري، شعر د هغه يوه فطري وړتيا ده، خو روزنې ته اړتيا لري او په روزنه کې يې د کره کتونکي رول مهم دى.

شاعر بايد د خپل شعر د تحليل پرمهال کره کتونکي ته د خپل نږدې دوست او خواخوږي په سترګه وګوري او داسې فکر وکړي چې د شعر شننه يې د شعر په اړه د پټو او هېرو شوو خبرو يوه سپړنه او عالمانه مشوره ده چې له برکته يې دى کولى شي د خپل شعر پر ځينو برخو يا ټول شعر له سره کتنه وکړي.

٢٠١٤ د نومبر ٢٢مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *