تاند- د امریکا حکومت وویل چې له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو رول یوازې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه وي.

د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې د سپیبنې ماڼۍ ویندوی جوش ایرنیسټ د دوشنبې په ورځ وویل، په ۲۰۱۵ میلادي کال به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو رول د افغانستان امنیتي ځواکونو روزنې او تروریستي ضد فعالیتونو ته بدل شي.

د امریکا منظور له تروریستي ضد عملیاتو څخه د القاعده پرضد هلې ځلې دي. د متحدو ایالتونو چارواکو په ځلونو دا خبره کړې چې له ۲۰۱۴ وروسته به یوازې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکوي او د پاکستان په خاوره کې به د القاعده پرضد د بې پېلوټه الوتکو عملیات کوي.

د سپینې ماڼۍ ویندوی دا څرګندونې، چې په ۲۰۱۵ کې به د دوی د پوځیانو ماموریت بدل شي، وروسته له دې وکړې چې نیویارک ټایمز په یوه رپور کې وویل چې اوباما خپلو پوځیانو ته اجازه ورکړې چې له ۲۰۱۴ وروسته د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو پر ضد جنګي عملیات کولی شي.

د سپینې ماڼۍ ویندوی ښاغلي ایرنیسټ وویل چې د امریکايي پوځیانو د نوي رول یا ماموریت معنا دا نه ده چې د امریکايي پوځیانو شمېر به زیاتېږي. د ده په وینا د ۲۰۱۵ میلادي کال تر پایه به د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۰ زره وي او په ۲۰۱۶ کې به دا پوځیان هم ووځي، یوازې دومره سرتېري به پاتې شي چې په کابل کې د امریکا د سفارت ساتنه وکړي.

مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو چې د ۲۰۱۶ کال په پای کې به یوازې شاوخوا زر امریکايي پوځیان د امریکا د سفارت او کونسلګریو د ساتنې لپاره پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *