تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن نیپال ته روان شو چې د سارک یا د جنوبي اسیا د همکارۍ ټولنې د هیوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د سارک د مشرانو په غونډه کې، چې د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې جوړېږي، د افغانستان، پاکستان، هند، نیپال، مالدیپ، بوتان، سریلانکا او بنګله دېش مشران ګډون کوي.

له ولسمشر غني سره یو جګپوړی دولتي پلاوی هم په دې سفر کې ملګرتوب کوي.

د ولسمشر ویندوی نظیف الله سالارزي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی غني به د نیپال له ولسمشر او صدراعظم او همداراز د یو شمېر نورو هیوادونو له مشرانو سره وویني.

مخکې په راپورونو کې ویل شوي و چې ښاغلی غني به د هند له صدراعظم نندرا مودي سره د سارک د هیوادونو د سرمشریزې ترڅنګ (حاشیه) وویني.

دا به له کله چې ښاغلی غني د افغانستان ولسمشر غوره شوی، له ښاغلي مودي سره د ده لومړنۍ کتنه وي.

له صدراعظم مودي سره د ولسمشر غني کتنه به هغه پوښتنې لږې کړي چې په وروستیو کې په هندي رسنیو او دغه راز د ځینو هندي شنونکو له لوري د ولسمشر غني د چین او پاکستان د سفرونو په اړه پیدا شوي دي.

هندي رسنیو ویلي، سره له دې چې هند په تېرو ۱۳ کلونو کې له افغانستان سره زیاته مرسته کړې د افغانستان ولسمشر ولي د هند پر ځای لومړی چین او پاکستان ته سفرونه وکړل.

One thought on “ولسمشر غني د سارک په سرمشریزه کې د ګډون لپاره کتمندو ته لاړ”
  1. سارک South Asian Association
    د ويکيپېډيا لخوا
    سارک یا د سویلي اسیا لپاره د سیمه ایزی همکارۍ ټولنه د ۱۹۸۵ میلادی کال د دیسمبر په اتمه نیټه د بنګلادیش د ډاکا په ښار کې د اوو (۷) سویلي اسیا هیودونو په غړیتوب جوړه شوه. د سویلي اسیا دغه اووه هیوادونه ( هندوستان، بنګلادیش، پاکستان، بوتان، نیپال، سریلنکا او مالدویس) دی چی وروسته بیا د ۲۰۰۷ م کال د اپریل په دریمه نیټه افغانستان هم د سارک ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ. چې په دې توګه په اوسنی وخت کې د سارک ټولنه اته (۸) غړی او نهه (۹) څارونکی (Observers) لری.
    د سارک څارونکی هیوادونه (استرالیا، چین، ، ایران، جاپان، موریشیس، برما، سویلي کوریا، اروپایی ټولنه او د امریکا متحده ایالات) دی. د یادلو وړ ده چې ځینې هېوادونه لکه چین، ایران او برما د سارک ټولنې د غړیتوب لیواله دی همدارنګه ځینې هېوادونه لکه روسیه او اندونیزیا غواړی چې د سارک ټولنې د څارونکو دنده په غاړه واخلی.
    د دی سازمان سکرتریت په کتمندو کی دی. ددی سازمان د غړو ټول نفوس تقریباً ۱٫۵ میلیارد نفرو ته رسیږی چی د نړۍ له ټولو سازمانونو ډیر نفوس لری .
    موخه
    د سارک ټولنې لمړنۍ او اساسی موخه د غړو هېوادونو تر منځ د همغږۍ او ګډکار له لارې د وټه ییز (اقتصادی) او ټولنیز پرمختګ چټک کول دی. په ټولیز ډول د جنوبی اسیا هېوادونه د اقتصاد له پلوه کمزوری او د اقتصاد اصلی برخه یې کرهڼه جوړوی، له بل پلوه دا هم لیدل کیږی چې په نړۍ کې د اقتصاد اوسنۍ کړنلاره د وروسته پاتې هېوادونو په ګټه نه ده. ددی ستونزی عمده لامل دا دی چې د شتمنو هېوادونو تر منځ (Protectionism) یا د ساتنې پالیسۍ(۱) ورځ په ورځ زیاتیږی. ددغې ستونزی د اوارولو لپاره د سارک غړی هېوادونه غونډی کوی، د ستونزو په لارو چارو غور کوی او هڅه کوی چی داسې پریکړې وکړی چې نه یوازی دوی سره د اقتصاد په چټک پرمختګ کی مرسته وکړی بلکه د د سارک غړو هېوادونو تر منځ اقتصادی واټن هم کم کړی. د سارک هیوادونه په خپل منځ کې د همکارۍ او همغږۍ لمن ورځ په ورځ پراخوی. ددوی ډیری هڅې د ټکنالوجۍ رواجول، د اقتصادی پرمختګ چټک کول، د معلوماتو خپرول، د ټولنیزو ستونزو له منځه وړل او د نشه یی توکو او ترهګرۍ ورکول دی. اما په دی ټولو کی دسارک د پام وړ دنده د سوداګریزو مرستو او همغږۍ ډېرول دی. د سارک په ټولنه کې د اقتصاد، سوداګرۍ، او صادراتو او وارداتو موضوعګانو ته د لمړیتوب په سترګه کتل کیږی.
    که څه هم تر ۱۹۹۵ م کال پوری د سارک غړو هېوادونو ترمنځی سوداګرۍ د نړۍ د سوداګرۍ پنځه (۵) سلنه برابروله، خو بیا هم د سارک له خوا د ساپتا(۲) (SAPTA) منځ ته راتلل د سارک د ټولنې ریښتینې پېل بلل کیږی.
    د سارک ټولنې د کار ډول
    د سارک ټولنه د ۱۹۸۵ م کال راهیسې هرکال یا هر دوه کاله وروسته غونډه کوی، چې لمړنۍ ناسته یې د ۱۹۸۵ م په پای کی د ډاکا په ښار کې وشوه . دغه غونډی د غړو هېوادونو د مشرانو په راټولیدو د غړو هېوادونو د ښارونو څخه په یو ښار کې کیږی. دسارک ټولنه په خپل تشکیل کې دولس (۱۲) کاری او تخصصی ډلی لری، چې هره یوه یی په خپلو غونډو کی په اړونده راولاړو شوو ستونزو غږیږی، او د اوارولو هڅې یې کوی.
    ستونزې
    د سارک ټولنې د پیل څخه شا او خوا (29) کاله تیریږی، چی په دې ترڅ کې د ټولنې بریالیتوب او لاسته راوړنې د هیلو څخه ډېرې کمی وې. ددې ټولنې د نامؤثریت دلیل په تېرو کلونو کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د سیاسی اړیکو خرابوالی ګنل کیږی. ډیر ځله په دغه غونډه کې د سوداګریزو مسایلو پرځای سیاسی شخړو او سیمه ایزو نا ارامیو بحثونو ته ځای ورکړل شوی، نو په همدې اساس د سارک ټولنه په اقتصادی او سوداګری چارو کې د خنډونو سره مخ ده. د سارک ټولنې ته اوسنی چلنج په سیمه کې د لوږې د منځه وړل دی او د همدې ستونزی د اوارولو لپاره د سارک غړی هېوادونه خپلمنځی همکارۍ ته تر هرڅه لمړیتوب ورکوی.
    1. د ساتنې پالیسی یا (Protectionism): دا یو ډول پالیسی ده چې د یو هېواد په سوداګریز مارکیټ کې په بهرنیو مالونو دومره دروند محصول ایښودل کیږی چې باندنی هېوادونه په دغه مارکیټ کی تجارتی رقابت ونشی کړای.
    2. ساپتا يا SAARC Preferential Trading Agreement هغه تړون دې چی په ۱۹۹۵ م کال کی د سارک غړو هېوادونو له خوا د خپل منځی سوداګرۍ د چټک کولو لپاره لاسلیک شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *