لومړۍ برخه
سارک یا د جنوبي آسیا د سیمه ییز همکاریو سازمان چې انګریزي نوم یې South Asian Association for Regional Cooperation (SAARC) دی یو اقتصادي، سیاسي، کلتوري او جغرافیوي سازمان ګڼل کېږي، ۸ هېوادونه یې غړیتوب لري او په جنوبي آسیا کې واقع دی. د سارک دارالانشاء د نېپال په کتمندو ښار کې ده. سارک په اقتصادي څانګه کې د امریکا تر متحده ایالاتو او چین وروسته دریم لوی جوړښت ګڼل کېږي او Arjun Bahadur Thapa د سارک سازمان اوسنی عمومي منشي دی چې د نېپال اوسېدونکی دی.
د سارک سازمان غړي هېوادونه له افغانستان، بنګلدېش، بوتان، هندوستان، مالدیف، نېپال، پاکستان او سریلانکا څخه عبارت دي او د همدې هېوادونو د نفوسو شمېر د یو نیم بیلیون وګړو په شاوخوا کې اټکل کېږي چې د ټولې نړۍ د نفوس پنځمه برخه تشکیلوي.
د سارک سازمان نظریه د لومړي ځل لپاره د بنګلدېش د پخواني ولسمشر ښاغلي مجیب الرحمن له خوا وړاندې شوه چې د ۱۹۸۱ مېلادي کال د کولمبو په غونډه کې د هندوستان، پاکستان او سریلانکا له لوري تایید شوه خو د سارک سازمان بنسټ د ۱۹۸۵ مېلادي کال د ډېسمبر د ۸ مې نېټې په هغه سرمشریزه کې کېښودل شو چې د بنګلدېش په پلازمېینه ډاکه ښار کې جوړه شوې وه او په هغه کې د بنګلدېش، بوتان، نېپال، هندوستان، پاکستان، مالدیف او سریلانکا هېوادونو مشرانو ګډون کړی وو. افغانستان په ۲۰۰۵ مېلادي کال د نوموړي سازمان د نوي غړي په توګه و منل شو، له دې څخه علاوه سارک سازمان څو ناظر غړي هم لري او له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو سره یې نږدې اړیکې پاللې دي.
د سارک سازمان اساسي موخه د غړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي، کلتوري، روغتیايي، ټکنالوجي، ټولنیزو، انرژي، کرنه او کلیو پراختیا، بشري سرچنیو پراختیا، ترانسپورتي، ټیلي کمیونیکشن، ژورنالېزم او داسې نورو اړیکو او همکاریو ته سمون ورکول او په خپل ځان بسیا کېدل دي. سارک سازمان منظمې کلنۍ رسمي سرمشرېزې لري چې د غړو هېوادونو په مرکزونو کې جوړېږي او د همدې سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې په کال کې دوه ځلې کېږي او په پام کې ده چې د همدې سازمان ۱۸ مه سرمشریزه د ۲۰۱۴ کال د نومبر په میاشت کې د نېپال په مرکز کتمندو کې جوړه شي.
د سارک سازمان ناظر غړي
لکه چې د مخه وویل شول سارک سازمان یو شمېر ناظر غړي هم لري چې له آسترالیا، چین، اروپايي ټولنې، اېران، جاپان، موریتانیا، میانمار یا برما، جنوبي کوریا او د امریکا له متحده ایالاتو څخه عبارت دي. همدارنګه جنوبي افریقا د مېلمه په توګه د سارک د سازمان په غونډو کې ګډون کوي او د دې سازمان د ناظر غړي لپاره روسیې او ترکیې هم خپل وړاندیزونه ورکړي دي.
د سارک موخې
سارک د یو شمېر مهمو اقتصادي او ټولنیزو موخو لپاره تشکیل شوی دی چې لنډېز په لاندې ډول دی:
۱.د جنوبي آسیا په سیمه کې د خلکو د ژوند ښېګڼه او د ټولنیزو مصالحو د کچې د لوړوالي تامین،
۲.اقتصادي ودې ته ګړندیتوب او د دې سیمې د ټولو وګړو د ژوند د کچې د ښه والي په موخه د سیمې د ټولو بالقوه امکاناتو څخه ګټه اخیستل او کرنیزو چارو ته وده ورکول،
۳.د جنوبي آسیا د همکاریو د سازمان د ټولو غړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه والي ته پراختیا ورکول،
۴.د څو اړخیزو تړونونو پياوړتیا او د یو بل د ستونزو درک کول،
۵.د غړو هېوادونو تر منځ په اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري، علمي او تکنالوجیکي برخو کې د هر اړخیزو ګټورو هڅو او همکاریو پیاوړتیا،
۶.د مخ پر ودې هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا،
۷.د نړیوالو مسایلو په هکله د غړو هېوادونو تر منځ د همکاریو پياوړتیا،
۸.د هغو سیمه ایزو نړیوالو سازمانونو سره د همکاریو پالل چې په سیمه کې ورته موخې او مقاصد و لري.
د سارک دارالانشاء
د سارک سازمان دارالانشاء یا سکرتریت د نېپال د پلازمېینې کتمندو په ښار کې دی چې د ۱۹۸۷ مېلادي کال د جنوري په ۱۶ مه د نوموړي هېواد د پخواني پاچا ښاغلي بېریندره بیر بېکرام شاه له خوا پرانیسل شو.
د سارک تشکیلاتي جوړښت
سارک سازمان په خپل تشکیلاتي جوړښت کې د هېوادونو د مشرانو سرمشریزې، د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا، دایمي کمېټې، دارالانشاء، سیمه ایزو مرکزونو، کارډلو، د وزیرانو تخصصي کمېټې او فني کمېټو ته ځای ورکړی دی.
د سارک سیمه ییز مرکزونه
سارک سازمان د خپلو چارو د سمون لپاره متعدد سیمه ییز مرکزونه تاسیس کړي چې په غړو هېوادونو کې موقعیت لري او د غړو هېوادونو تر منځ د همکاریو د زیاتوالي په چارو بوخت دي دغه مرکزونه په لاندې ډول دي:
۱.د سارک د کرنیزو چارو مرکز په بنګلدېش کې،
۲.د سارک د مقیاسي څېړنو مرکز په بنګلدېش کې،
۳.د سارک د اېډز د مخنیوي روغتیایي مرکز په نیپال کې،
۴.د سارک د لاسوندونو او مدارکو مرکز په هندوستان کې،
۵.د سارک د بشري سرچینو د پراختیا مرکز په پاکستان کې،
۶.د سارک د ساحلي زون اداري مرکز په مالدیف کې،
۷.د سارک معلوماتي مرکز په نیپال کې،
۸.د سارک د انرژي مرکز په پاکستان کې،
۹.د سارک د پېښو د ادارې دفتر په هندوستان کې،
۱۰.د سارک د وړاندوینې مرکز په بوتان کې،
۱۱.د سارک د کلتوري چارو مرکز په سریلانکا کې،
۱۲.د سارک د پراختیايي پانګې مرکز په بوتان کې.
سیاسي موضوعات
سارک د خپلې ۱۲ مې سرمشریرې را په دېخوا په مسلسله او منظمه توګه د جنوبي آسیا په سیمه کې د سولیزې فضا د تامین په موخه د خپلو غونډو یوه برخه د سیاسي مسایلو څېړلو ته ځانګړې کوي چې په سر کې یې له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې ټکی دی ځکه چې ترهګري یوه نړیواله ستونزه ده چې تر ډېره حده له پاکستان څخه سرچینه اخلي او سیمه نا امنه کوي.
د جنوبي آسیا ازاد سوداګریز مارکېټ
د جنوبي آسیا د آزادې سوداګرۍ مارکېټ تړون د (سفتا) په نوم یادېږي چې انګریزي بڼه یې South Asia Free Trade Agreement چې په ۱۹۹۷ مېلادي کال کې د غړو هېوادونو له لوري پرې لومړی توافق شوی وو. دغه تړون سپارښتنه کړې وه چې تر ۲۰۰۱ کال پورې باید د جنوبي آسیا په سیمه کې د آزادې سوداګرۍ مارکېټ رامنځته شي خو واقعیت دا دی چې تر دې مهاله په دې حوزه کې داسې کومه سیمه نه ده رامنځته شوې او دغه تړون لا هم یوازې په شعار کې پاتې شویدی. همدارنګه په دې تړون کې وړاندوینه شوې وه چې د جنوبي آسیا د هېوادونو په حوزه باید تر ۲۰۲۰ کال پورې د اقتصادي او سیاسي یووالي له اړخه اروپا ته ورته حالت رامنځته شي خو د هغو ستونزو له کبله چې همدا اوس په سیمه کې موجودې دي او د همدې سازمان د آهسته پرمختګ له امله به دغه هدف په ټاکلې موده کې تر لاسه نه شي. ادامه لري…
د یوې اشبتاه سمونه! په بښنې سره د بنګلدېش د وخت د جمهور رییس ښاغلی (ضیا الرحمن) هغه څوک دی چې په ۱۹۸۱ کال یې د سارک د جوړېدو نظریه وړاندې کړې وه او په دې لیکنه کې یې نوم په سهوې سره (مجیب الرحمن) لیکل شوی دی.