د جګې ودانۍ د یوې لوړې ستنې بیخ ته نجلۍ ناسته وه، د جمپر شنه خولۍ یې پر سر راکش کړې وه او بانجاني بنیان یې اغوستی و.

زه چې یې مخې ته تیریدیم یو ګیلاس یې راته وشرنګاوه چې څه میده پیسې پکې وې، لاس یې له یخه چاودې چاودې شوی وو.

بټوې ته مې لاس کړل، پنځه میده کراونه و او یو هم د پنځه زرو نوټ. نوټ مې راپورته کړ، نجلۍ نیغې سترګې راته ونیولې. پنځه کراونه مې ګیلاس ته ورواچول، دې وخندل، شنې سترګې یې لکه دوې ماتې فیروزې وځلیدلې. یو لوښی یې رامخته کړ چې پکې سپین رنګه خواړه و، په اشاره یې راته وویل چې نه یې خورئ. ما مننه ترې وکړه او د پارکنګ لور ته مې اشاره وکړه:

– هالته مې موټر ولاړ دی، راشه په موټرکې میده پیسې لرم

نجلۍ تندی تریو کړ او مخ یې د ودانۍ د ستنې لور ته وګرځاوه. ګومان کوم داسې فکر یې وکړ چې زه ترې نامشروع غوښتنه لرم. دستي مې ورته وویل:

– ته همدلته اوسه زه به سمدستي پیسې درته راوړم

منډه مې کړه، پښه مې وښویده، خو ځان مې تکیه کړ. د موټر په منځ کې میده پیسې نه وې، را په زړه شو چې میده پیسې مې مخکې د پارکنګ لپاره د پارکینګ ماشین ته اچولې وې.

موټر مې ګیر ته واچاوه. رهي شوم. شنه خولۍ، بانجاني جاکټ، چاودلي لاسونه او د دې هاغه تریو تندی مې بیا بیا سترګو ته دریده او له ځا�� سره مې ویل چې اوس خو به یې خامخا زړه ته لویدلي وي چې ما د بل څه لپاره د موټر لور ته رابلله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *