زیړو پاڼو ته مې کتل چې ورو ورو رالویدې. باد نه و، خو بیایې هم ورځ پوره وه، کله به ډيرې راولویدې او کله به یوه یوه زانګه وانګه تر مځکې راغله.
د پارک د چمن هاغه بلې غاړې ته یو سړی تر ونې لاندې ولاړ و، چې پاڼې به ولویدې یوه نیمه به یې په هوا کې ونیوله بیا به ورته کښیناست. وررهي شوم چې څه کوي.
له ده سره کتابچه وه، هغه یې پر ورانه ایښې وه. رااخیستې پاڼې ته یې کتل او څه یې لیکل.
لږ ورو شوم خو د سړي راپام شو، یوه پاڼه یې له ډکي ونیوله:
– دا پاڼه باید تر نومبر پورې نه وای رژیدلې
– تاسو پوهیږئ چې کومه پاڼه کله لویږي؟
سړي د ونې ډډ ته څپیړه ورکړه:
– که چیرته بادونه نه وي او عادي هوا وي د دې ونې پاڼې د دې نه دي چې په اکتوبر کې ورژیږي
– نو علت یې څه دی؟
سړي د جګې ونې سر ته وکتل:
– هاغه پورته څانګې چې د ونې له ډډه بیلې شوې دي ناروغې دي
ما له مځکې یوه پاڼه راواخیسته چې سورۍ سورۍ شوې وه. سړی څو ګامه مخته ولاړ د یوې وهل شوې ونې پر کونده یې پښه کیښوده:
– دغه ونه چې اوس هم تر سترګو تیره کړم خوا مې بده شي چې ولې مو په وخت د دې غم ونه کړ
د ونې دغه کونده یې کینایستلې وه او د پارک د خلکو لپاره یې چوکۍ ترې جوړې کړې وه. ما ورته وویل:
– ښه ده بیا مو هم له دې ونې ښه استفاده کړې دا کونده یې لا پکار شوې
سړي سر وخوځاوه:
– په مړینې کې خوند له کومه شو، ژوند ژوند دی
سړي له بیکه طباشیر راوایست او پر هغه بلې ونې یې چې ده ته ناروغه ښکاریده کرښې وایستې. بیا یې یوه پاڼه راواخیسته، ورته ځیر شو. د ایستلو سپینو کرښو تر څنګ یې سرې کرښې وایستلي ، اوف یې وکړ او ماته یې وویل:
– دا ونه نه شو ژغورلی.
زه ترې رهي شوم د پارک وره ته چې ورسیدم شاته مې وکتل. سړي د سترګو پر سر لاس نیولي و او لا یې ونې ته کتل.