په ليکوالۍ کې د پيل جمله ډېره مهمه او سخته بلل کېږي، ځکه چې ليکوال که هر څو د خپلې ليکنې مفهوم او منځپانګه را ټوله کړې هم وي، خو د پيل جملې د ليکلو پرمهال يې ګوتې رېږدي او په ډېره سختۍ سره خپله خبره پيلوي چې له دې جملې وروسته روانېږي او په کار کې يې اسانتيا راځي، ځينې ليکوال خو ورته د ليکنې نيمايي کار هم وايي.
همداسې د شاعرۍ پيل هم د ډېرو شاعرانو لپاره زړه راښکوونکى او نه هېرېدونکى وي. د پيل پرمهال که څه هم شاعر يو مبتدي يا د شاعرۍ له اړخه خام وي، خو فکر کوي چې دده لومړى کلام غوره او ډېر عالى دى، خو ددې برعکس بيا ځينې شاعران خپل لومړى کلام پټ ساتي او فکر کوي چې د نيوکې سره به مخ شي.
هر انسان په خپل طبعيت کې د نا ويلو خبرو او غوښتنو يوه پټه ټولګه لري چې ويل يې هغه ته ارام ورکوي او ټولنې ته يې را کاږي او پټ پاتې کېدل يې بيا د انزوا او کوښي توب خواته کاږي چې دغه ناويلې خبرې، محروميت، احساسات او له ژوند څخه اخيستنې، په بېلابېلو بڼو د هغه په ژوند کې را څرګندېږي.
هنر او شاعري هم د انسان په ذهن او زړه کې د همداسې يوې غوښتنې، الهام او احساس د بيان هنري انځور دى چې د بيان څرنګوالى يې د هر انسان په درک، رياضت او باطني دريځ پورې اړه لري. لوى شاعران او هنرمندان ددغه درک او احساس پر ارايه تر نورو هغو ښه توانېدلي او نوم يې پيدا کړى دى.
دوى له دې لارې نه يوازې خپلې ژبې، بلکې ټولنيز ژوند ته هم ډېر څه ورکړي دي چې خپله د شاعر لپاره تلپاتې نوم ورکول او پاتې کېدل يې بله ګټه ده، خو دا چې ددغه پټ احساس او ادارک د بيان او پيل شېبې څنګه او څه ډول وي؛ دا هم د هر انسان په ذاتي او باطني تجربه پورې اړه لري، خو ددې خبرې کول اړين دي چې د فطري شاعرۍ پيل تل د همدې اړتيا او واقعيت پر اساس وي.
شاعري د انساني ژوند د ښکلا په رنګين ټاپو کې هغه ناليدلى خوب دى چې رښتينى او شاعر يې په ژوند کې يوازې يو ځل ګوري او بيا د ټول عمر لپاره ورسره په خيال کې د لګېدلي څراغ په څېر پاتې کېږي او شاعر يې رڼا ته د خپل ژوند د روانې قافلې ننداره په خلاصو سترګو کوي او تر بل انسان ورته ښه ځير وي.
هسې خو فطري شاعري يو هنر او الهي لورينه ده، دا ډول شاعران فکر کوي چې شعر ليکلو ته هېڅ هوډ نه لري، خو يو ځل پرې يو الهام رانازل شي، لکه يو څوک چې ورته امر کوي چې داسې يو څه وليکه او يا دغه موضوع په تورو کې په دې ډول انځور کړه چې د يوه سپېڅلي امر په توګه يې منلو ته غاړه ږدي.
د شاعرۍ د پيل په اړه د بېلابېلو شاعرانو تجربې هم سره مختلفې وي، خو لومړى به يې د پيل پر ځينو لاملونو خبرې وکړو. کتونکي او شعر پوهان ورته بېلابېل دلايل وړاندې کوي، شاعرانه طبعيت، د مينې ماته، محروميت، له يوې پېښې نه ژور اغېزمنتيا، طبيعي منظرې، فزيکي پېښې، د خپلو نږدې دوستانو او ملګرو له لاسه ورکول، د يوه شاعر د شعرونو پرله پسې مطالعه، دود دستور او نور… هغه لاملونه دي چې ځينې شاعران يې د شاعرۍ د پيلولو لاملونه بولي.
دلته مو يو ځاى د دود دستور يادونه هم وکړه، که څه هم په دې اړه ځينې اختلافات شته او کره کتونکي په دې اند دي شاعر چې کوم فکر وړاندې کوي، هغه که هر څومره له دوده سره مخالف ښکاره شي، مخالف نه وي ، ځکه دده شاعرانه ژبه چې څومره له دوده تښتي يا بغاوت کوي، هغومره دود ته ورنېږدې کېږي.
د شلمې پېړۍ انګريز شاعر او کره کتونکى ټي ايس ايليټ وايي چې دود جبر دى، شاعر له دې نه بهر نه شي وتلى ، همداسې د کلاسيزم پر وړاندې د رومانتسيزم پاڅون په ادب کې د لرغوني يوناني او لاتيني ادبياتو تقليد ته په بده سترګه کتل و، په دې چې د دوى په اند اوسنۍ ټولنه او اړتياوې د هغه وخت له اړتياوو سره ورته نه دي ، همدا لامل و چې پر ايليټ يې ملنډې ووهلې او هغه يې دوديز نوښتګر وباله چې په وينا يې نوښت غوښتنه يې د دود پر بنسټ ده.
بله مهمه خبره داده چې انسان د الله تعالى يو عاطفي موجود دى، ټولنيز چاپيريال، ناخوالې او حالات ورباندې له بل هر مخلوق زيات اغيز لري او د هغوى پر وړاندې د انسان غبرګون په بېلابېلو بڼو را څرګندېږي چې يو يې هم هنري غبرګون دى او شعر هم ددې ډول غبرګون يو ډول دى چې دغه تر ټولو عاطفي موجود يې څرګندوي.
رحمان بابا د خپل وخت او حالاتو د واکمن له جبر او ناخوالو وروسته د زړه له درده دا ناره کړې ده چې :
په سبب د ظالمانو حاکمانو
کور و ګور او پېښور درې واړه يو دي
که څه هم دا بيت د رحمان بابا د شاعرۍ د پيل بېلګه نه ده، خو د خپل وخت او حالاتو په اړه د يوه عرفاني او صوفي مشربه شخصيت شاعرانه غبرګون دى او د هغه ټولنيز موقف ته په پام سره موږ په کې دهغه وخت وضعيت درک کولى شو.
ما ډېر ځله د شاعرانو په مرکو او شخصي خبرو کې اورېدلي چې د شاعرۍ د پيل په اړه يې نظرونه سره توپير لري ، که څه هم يو شمېر يې له زړه نه خبره نه کوي او هسې د نورو په تقليد داسې يو څه وايي چې د پوښتونکي يوه پوښتنه يې ځواب کړې وي، خو ډېر داسې هم شته چې په دې اړه رښتينى ځواب ورکوي او موږ يې د شاعرۍ پيل او وروسته وهلى مزل ښه ارزولى شو.
د شاعرۍ لومړۍ خښته او يا پيل چې په کوم دليل او کوم نيت وى، له شک پرته چې د يوه فطري شاعر پر وروستۍ شاعرۍ تر ډېره اغېزه لري او کله کله همدا ټکى ددې سبب ګرځي چې د شاعر سبک او په وروسته کې د هغه مکتب هم ترېنه په اسانه ډول وپېژندل شي.
زموږ د اوسنيو ډېرو شاعرانو د شاعرۍ پيل الهامي او فطري نه دى، ځکه اوس ادبي محفلونه، مشاعرې او ناستې زياتې شوې، ډېر داسې شاعران به ومومو چې په دا ډول غونډو کې د لومړي ګډون پرمهال شاعران نه وو، خو وروسته په يوه ډول اغېزمن شول او شعر ته يې مخه کړه چې وروسته د شاعرانو په توګه مطرح شوي دي.
دا ډول شاعري کسبي اړخ لري او پيل يې هم کسبي دى، د غوره او لوړې شاعرۍ لپاره مهمه داده چې پيل يې بايد فطري او طبيعي وي، خو که د روزنې لپاره له کسبي لارو چارو، لکه ادبي محفلونه، مشاعرې، غونډې، شاعران او کتابتونه وکارول شي، نو د شاعرۍ د پياوړتيا لپاره مرسته کولى شي او شاعر ته په ادبي کړيو کې يو موقف ورکوي.
دا ضرور نه ده چې يو ستر اديب يا د ادبياتو پوهنځي استاد دې دې غوره شاعر هم وي، دا هم کومه اړتيا نه ده چې د لوى شاعر اولاد دې دا احساس کړي چې د پلار په لار دې روان شي، بايد شاعر شي او د هغه په څېر شعر دې وليکي، که دا ډول کومه هڅه هم وشي؛ دغه کس د يوه شاعر په توګه نه شي مطرح کېدلى، الفاظ او توري جنګولى شي، خو شاعر به نه وي.
د شاعرۍ د پيل لپاره اړينه داده چې ډېر له بېړې او احساساتو کار وانه خيستل شي، څه وخت ته اړتيا ده چې انسان ددغه هنر په اړه ځان و ارزوي، د ژوند په اړه خپل ذهني او عيني انځورونه پاخه او کره کړي، په داسې شېبو کې دا انځورونه ډېر خام وي او شاعر يې پر مجازي او مصنوعي ښکلا تېر وتى وي.
څرنګه چې شاعري د شاعر له عمر سره پخېږي، همداسې په عامه توګه د ډېرې تنکۍ ځوانۍ او په ژوند د ښه او بده پوهېدو عمر په انسان کې د بېلابېلو جوهرونو د را څرګندېدو زمانه او فصل بلل کېږي، د انسان بېلابېلې وړتياوې په يوه بڼه نه يوه بڼه را څرګندېږي؛ نو دې ته په پام سره کېدى شي هغه مسلک او هنر انتخاب شي چې کوم ځاى ته په کې رسېدلى شي او ذاتي وړتيا يې تر نورو غښتلې وي.
زه د خپل ځان په ګډون ډېر شاعران پېژنم چې د خپل هلکوالي يا تاندې ځوانۍ له شاعرۍ او شعري ټولګې پښمانه وي او حساب نه پرې کوي، لامل يې دادى چې هغه مهال يې بېړه کړې وي، د شاعرۍ پيل يې د ژور عاطفي احساس او فطري اړتيا يا استعداد له مخې نه وي، په بل عبارت د شاعرۍ د ماڼۍ د بنسټ ډبره يې عاطفي او فطري نه وي.
دغه شعرونه تر ډېره په خپلو ملګرو کې د نوم، په ادبي محافلو او مشاعرو کې د اديب په نامه د يادېدو او کومه شعري تذکره يا خپرونه کې د چاپېدو په نيت او هڅه ليکل شوي وي چې هغه مهال يې پنځوونکي ته تر ټولو اوچت کلام ښکاري او د پېښمانۍ د زمانې په اړه يې هېڅ سوچ نه کوي.
ځينې شاعرانو بيا د معياري او اوچتې شاعرۍ پړاو ته د تلو پرمهال خپلې دغه شعري پاڼې له يوې مخې څېري کوي( شکوي) چې دا هم د غوره شعر د پنځولو لپاره د خپله د شاعر په زړه پورې قضاوت دى چې د کره کتونکي تر نيوکې او کتنې وړاندې يې خپله د خپل شعر په اړه له سره کتنه کړې ده.
داسې شاعران هم شته چې د خپلې شاعرۍ پيل ورته يو ابهام ښکاري او چې ترې وپوښتې وايي نه پوهېږم چې څومره شاعر يم يا نه يم او څه وخت شاعر شوى يم، خو کله مې چې ښى او چپ لاس پېژندلي، نو داسې احساسوم چې په ځينو عاطفي مواردو کې بل ډول کېږم او څه چې وايم شعر ترې جوړېږي، فطري شاعري هم تر ډېره داسې يو اړخ لري.
د خپلو خبرو د راټولولو لپاره اړينه ده بولم چې ووايو د رښتيني او فطري شاعرۍ د دنګې ماڼۍ بنسټ ډېره بايد د ژور عاطفي احساس، د ژوند په اړه د طبيعي او فطري ليد لوري، له ټولنيزو واقعيتونو او ناخوالو څخه په رښتيني درک او اوچت خيال اېښودل شوې وي او شاعر له خپل شعر او شاعرۍ سره يو تلپاتې تار او تړاو ولري چې د هغه د ټولنيزو موقف په بدليدو سره په کې څه بدلون رانه شي او شاعر د يوه ژمن عاطفي انسان په توګه له خپل ځان سره پاتې شي.
په خپل ځان کې پاتې کېدل د ځان غوښتنې او ځان پرستۍ په مانا نه ، بلکې لومړى د خپلو ذاتي تجربو، غوښتنو، عواطفو او احساساتو څرګندول، ژوند ته د خپل ليدلوري او عينکو څخه کتل او له دې لارې ځان د يوه ټولنيز درد او متعالى ارمان د ښکلو لپاره چمتو کول دي.
په دې مانا چې شاعر د يوه انسان په توګه حس کړي چې د انسانانو په وجود کې ټوله وينه يو رنګ ده ، يو ډول ساه په کې چلېږي ، درد، خوښي او عاطفه يې سره شريکه ده او له ژبې وړاندې يوه ځانګړې بله ژپه هم شته چې درک او پوهېدنه پرې د عاطفي انسانانو درک او بيا په ځانګړي ډول د يوه شاعر انسان کار دى.
٢٠١٤ د نومبر ٢٠ مه