پکتیکا ولایت هم د نورو ۳۳ ولایتونو په څېر د هیواد د لوی بدن یو اندام دی کله چې د بدن یوه حصه په درد وي نو مالومه خبره ده چې ټول بدن يې له درده کړیږي ، کلونه کیږي چې هیواد مو د اور او باروتو په لمبو کې سوزي او هره ورځ یې د بدن یوه حصه په وینو خړوبیږي کله د کندهار (شاه ولي کوټ ، پنجوایي ،معروف ،ډنډ او میوند ) نه په وینو لړلي خبرونه راځي او کله بیا د هلمند ( خانیشین،ګرمسیر ،نوزاد،ګریشک او نوزاد ) نه د وینو ویلې روانې وي یوه ورځ د غزني ( ګیلان ،ګیرو او اندړ ) د غم په ټغر ناست وي بله ورځ د بیا د زابل ،کنړ،لغمان او نورستان اوسیدونکو د غم اوښکې تویې کړي وي پرون د پکتیکا ولایت په یحیی خېلو د ویر او ماتم نارې سورې وې ډیر دردیدونکی خبر و تر شپيتو پورې مظلوم او بې دفاع وګړي شهیدان او تر اویاو ډیر د زخمونو پر بستر ځملاستل په نورو ملکو کې لس هوایې مرغان په یو ځای نه وژل کیږي او نه یې وژل د زغم وړ دي خو زمونږ په هیواد کې لسګونه کسان مړه شي او ټول ېې یواځې په غندنه او په غم شریکۍ بسیا وکړي دا ځان تېر ایستل نه دي ؟ غندنه به په راتلونکې کې د داسې یوه عمل د نه کیدلو ګرانټي راکړي ؟ او په غم ور شریکیدل به د غمجنو کورنیو د کونډو تورسریو او د یتیمانو اوښکې ور پاکې او له اوږو به یې د غم پیټی کوز کړي ؟ تیر دیارلس کله د ټولې نړۍ پیسې افغانستان ته ماتې وې سره د دومره ښيرازۍ مونږ په پکتیکا کې یو روغتون نلرو څو میاشتې وړاندې د پکتیکا ولایت په اورګون کې چې د دې ولایت تر ټولو لویه او ګڼ میشته ولسوالۍ ده همداسې یوه پېښه را منځ ته شوه تر سلو پورې شهیدان او تر یوسلو پنځوسو پورې کسان پکې ټپيان شول د شهیدانو شمیر ځکه زیات شو چې دا اولسوالۍ روغتون نه لرې او که یې لرې هم د ځایې چارواکو د نه پاملرنې له عمله په نشت حساب دی ، د اورګون په څیر یوه لویه ولسوالۍ چې تر څنګ نورې ټولې پرتې ولسوالۍ لکه سوربي ،ګیان ، زیړوک او نکه له همدې ولسوالۍ خپلې اړتیاوې پوره کوې باید یو منظم او په ټولو عصري وسیالو چې په سیمه کې مروج دي سمبال روغتون ولري د هیواد پخواني اولسمشر حامد کرزي سره د څو نورو چارواکو تر چاودنې دوه ورځې وروسته د اورګون ولسوالۍ ته سفر وکړ د شهیدانو او ټپيانو له وارثیونه سره یې لیدنه هم کړي وه په دې سفر کې یې د ټولو هغو کسانو سره چې په چاودنه کې یې د سر او یا هم د مال زیان لیدلی و د مرستې او د دوکانونو او جومات د بیا جوړولو ژمنه کړي وه خو تر اوسه نه جومات جوړ شو او نه هم دوکانونه د زخمیانو او شهیدانو له کورنیو سره همه کومه مرسته نه ده شوي (وایې ځایې چارواکو خپل جیبونه پرې پړسولي دي ) •

اوس دا دی د اورګون پېښه بیا تکرار شوه ډيرو کسانو د روغتون د نه شتون له وجې ساه ورکړه بیا به هم له کابله چارواکې ورشي د مرستو ژمنې به هم ورکړي خو ځایې چارواکې او مشران به پکې خپل جیبونه ډک کړي په ولسي چرګه او مشرانو جرګه کې د پکتیکا په ټولو استازو(جمعه دین ګیانوال،سید اسحاق ګيلاني، عبدالقدیر خروټی،ناجیه بابکرخیل او نادرخان کټوازي……..) غږ کوم چې لږ د ملت په غم کې هم ځانونه شریک کړئ زمونږ پر تاسو او ستاسو پرحکومت دا حق دی چې د خپلو موکلانو لپاره د دوی خپل حق وغواړئ پکتیکاوالو کله هم د حکومت نه د ځوکۍ او د واک لپاره غوښتنه نه ده کړي ، کله یې هم نه دي ویلي چې ولې پکیکاوال په حکومت کې لوړپوړي چارواکې نه لري هر څه دې د دوی وي خو پکتیکاوالو ته دې د ژوندانه د لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي جومات ،روغتون، ښونځی د پکتیکاوالو اړتیا او حق دی پکتیکا میشتو ته دې خپل حق ورکړي د یوه سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله>

په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *