د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې وهابي طالبان بې ګناه لارویان وژني او د مړي ګډا په نوم ننداره جوړوي.
ځايي خلک وايي، څلور ډلې طالبان په یاده سیمه حاکم دي او یوه تر بلې سخت وحشت خپروي.
د وهابي طالبانو ترڅنګ د مولوي خالص زامن د تورې بوړې محاذ په نوم اختطافونه کوي، بله ډله د نشه يي توکو د قاچاقچیانو طالبان دي، چې له څو دولتي زورواکو دستور اخلي او په خپله سیمه کې یې د نشه يي توکو تجارت او قومي نفوذ سیالي جوړه کړې ده او څلورمه ډله اسلامي حزب پورې تړاو لري، چې له شمشتو څخه جګړې ته راځي، خو ظاهراً د طالبانو په نوم جنګېږي.
دوه اونۍ وړاندې د وهابي طالبانو ډلې د چپرهار په لاره درې لارویان د اربکیانو په نامه له موټره ښکته کړل، دوه یې ځای پر ځای ووژل او دوه نور یې سخت ټپیان شول، ټپیانو نارې وهلې چې موږ وژغورئ، مزدوران یو- کارګر یو، پولیسو او ځايي خلکو ټپیان په رڼه میدان پریښودل، شپه مهال طالبان بېرته راوګرځېدل دوه ټپيان یې هم ضربه کړل، یو ډنډ ته یې وغورځول او په ډنډ یې اوبه ورخوشې کړې.
دا په چپرهار کې د سلو پېښو یوازې یوه ده؛ په دغه ولسوالۍ کې چې له جلال اباد ښاره ۲۰ کلیومتره واټن لري انساني ژوند اصلاً ناممکن شوی دی. لوستي خلک اړ شول چې خپلې کورنۍ په پټه له سیمې وباسي.
طالبان د ښوونځيو په ښوونکو پسې ورځي، هغوی تهدیدوي او یو ښوونکی له تېرې اونۍ راهیسې چې طالبانو تښتولی بې درکه دی. یو کلیوال ادعا کوي چې د ملي اردو د سرتېري پلار یې د زوی په ګناه د کلي په پیتاوي کې د خلکو په مخ کې ووژاره.
څلور ډلې طالبان په چپرهار راج چلوي، تر ټولو بې رحمه یې وهابي طالبان دي، دوی په ډېره بې رحمۍ د خلکو په وژلو مشهور دي، د مړو ګډا، د اندامونو غوڅول او حتی سوځول کوي.
ځايي خلک وايي، وهابي طالبان چې څوک په نښه کړي که په موټر کې مېرمنې، اولادونه یا نوره سورلي هم ورسره وي ټول موټر او خلک له منځه وړي.
بله ډله د تورې بوړې محاذ دی، چې د مولوي خالص زامن یې رهبري کوي، دوی سړي تښتونو کې ښکېل دي. مطلوب اشخاص وتښتوي او بیا کورنۍ د پېښور په چوک یادګار کې د پیسو د حوالو دوکانونو ته ورشي، مشخص ادرس ته پیسې وسپاري او خپل خپلوان د طالبانو له منګلو راخلاص کړي.
په چپرهار له سره روده یوه لاره تېرېږي چې کنډي باغ او بیا شینوارو ته ځي، دا فرعي لاره د اپیمو د سوداګرۍ لاره ده، چې د افغان ځواکونه ورباندې تسلط نلري، درېيمه ډله طالبان په چپرهار کې د نشه يي توکو د بانډونو له خوا حمایت کېږي او په همدې لاره یې د خپل کاروبار د نجات او د سیمې د ناامن ساتلو لپاره یې ګمارلي دي. ځايي خلک ادعا کوي چې دا بانډ د مهمو دولتي چارواکو له خوا تمویليږي، اما د دغو چارواکو نومونو نه اخلي.
څلورمه ډله چې ظاهراً د طالبانو په نامه فعالیت کوي په حزب اسلامي پورې تړاو لري او د زیاترو جنګیالیو کورنه یې د پېښور په شمشتو کې دي.
د چپرهار اوسېدونکي شکایت کوي چې ملي اردو هلته په امن راوستلو نده توانېدلې. دغه راز د ډاګو په کمپ کې ۳۰۰ پولیس استوګن دي، خو د طالبانو له خوا د څلورو لارویانو د وژنې پر وخت دغو پولیسو چې ډېر نږدې هم و هېڅ غبرګون ونه ښود.
ځايي خلک وايي، چپرهار ورځ تر بلې خطرناک ناورین ته ننوځي او که پاملرنه ونشي ختیځ ولایتونه به له همدې وړې حوزې له سقوط سره مخ شي.
Muslim Yaar wonise drema dala da muslimyaar dala da!
داجه اكثرا منابع واءي جه به اطرف كي دبي نظمي عامل قاجاقبر ان او ددولت لور بوري جارواكي دي دا بايد ومنو. ولي. ؟ ددي به خاطر.؟
دننكرهار دجبريهار دبي نظمي عامل دمشرانو دجركي ريس دي. جه هم قاجاقبر،اوهم جوراوجباول كر،اوهم وهابي دي.
دده مخنيوي به كار دي كه مخ نيوي ونه شي ننكرهار به تكه ، تكه كري.
Da chapar har khalak bayad da de wahshyano par zad wasla porta kree. ka sook yee na manee che taliban ISI pore aw CIA pore ara na laree no landee linkona de ogoree http://timesofindia.indiatimes.com/world/pakistan/CIA-and-ISI-together-created-Taliban-Zardari/articleshow/4508279.cms http://www.rawa.org/cia-talib.htm