بيا وينې، بيا چاودنه، بيا د بېګناه انسانانو مړي، او دا ده پکتيکا يو ځل بيا د يوه لوی وير کوربنه شوه! دا مو د هرې ورځې کيسه ده، موږ يې په وير کې ساندې وايو، اعلاميې خپروو او په فېسبوک کې يې غم ژاړو، خو بدسترګي دښمنان که تور مخي دي او که شين سترګي، له موږه نه غړېږي، بيا بيا مو وژني او هره ورځ د وير نوې کيسه راته ليکي! افغان ملي غورځنګ غواړي د يوه پرانيستي غبرګون په ترڅ کې دا پوښتنه راپورته کړي، چې افغان وژنه ولې او تر کومې؟ آيا يوازې وير، ساندې او اعلاميې کفايت کوي او آيا زموږ له وسه يوازې همدا کېږي؟ راځئ همدغو پوښتنو ته په ګډه ځواب ووايو!

تاسو ته بلنه درکوو، چې راتلونکې پنجشنبه (د لېندۍ ۶)، سهار لس بجې په زرنګار پارک کې له موږ سره په يوه پرانيستي غبرګون کې ملتيا وکړئ، څو د خپلو شهيدانو غم په ګډه وژاړو، پوښتنه يې وکړو او د نورو وژنو د مخنيوي لارې چارې وسنجوو!

د غونډې او غبرګون ځای: استقلال لېسې ته مخامخ د زرنګار پارک

د غونډې وخت: پنجشنبه ( د لېندۍ ۶)، د سهار لس بجې

د اړيکو شمېرې: ۰۷۰۰۶۷۰۵۵۲، ۰۷۴۴۱۱۳۳۳۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *