د بلوچستان ايالت په منځي(مرکز) کوټه ښار کې له ملګرو سره هوټل ته ور ورګرځېدم. د شيدو چای مو ترې وغوښتې، چای لا نه وې را رسېدلي، زما څنګ‌ناستي ملګري ورځپاڼه ور واخېسته، بل ملګری مې تر هوټل دباندې کوم شي ته ځير و، زما پام هم هغې خوا ته واوښت. هغه څلور لارې ته څېرمه د ټرافيکي بوليسو د غرفې مخ ته په يوه دړه کې سترګې ښخې کړي وې او خوله يې ښوروله. ما هم هڅه وکړه چې پر دړه باندې ليکل شوي توري ولولم. ليکلي وه: “چې مېږيان لا په ليکه کې سيده تلای شي نو انسانان ولي نه.”

د ټرافيکي قوانينو د منښت او پر هغوئ باندې د ټينګار لپاره مې دا استدلال پر زړه ډېره ښه ولګېد.

زموږ ډېری وګړي د ټرافيکي قوانينو په څېر د وړو-وړو قوانينو پر ماتولو ډېر خوند اخلي. خو که تجربه شي د دغو کوشنيو قوانينو د منلو خوند د هغوی تر ماتولو څو چنده ډېر دی.

د امريکا د خپلواکۍ د تړون لاسليکوونکی بېنجېمن فرانکلن وايي، د ښه کار پيل ستونزمن وي خو پای يې ډېر سکون لري او برعکس د بد کار پيل ښه خوند کوي او پایله يې ځوروونکې وي.

چای را ورسېدې خو د ټرافيکو پر دړه باندې ليکل شوې جمله لا هم زما په فکر کې ګرځېده. وروسته را ياده شوه چې يوازي د ټرافيک قوانين يا په ليکه کې سيده تګ نه دی چې موږ يې بايد له مېږيانو زده کړو، بلکې نور ډېر داسې کارونه شته چې د درېيمې نړۍ انسان يې بايد په تر سرولو کې د مېږيانو پېښې وکړي.

يو وخت مې د يوه عالم له خولې اورېدلي وه چې تر انسانانو وروسته د ځمکې پر کره د خدای په مخلوقاتو کې تر ټولو متمدن او با‌تدبیره مخلوق مېږيان دي.

د تورکيې اوڅار عالم هارون يحيی د مېږيانو په اړه خورا ډېرې څېړنې کړي دي او په دې اړه يې بېلابېل کتابونه ليکلي دي. دی په خپل کتاب “زموږ واړه ملګري مېږيان” کې ليکي چې د خدای دغه وړوکې خزنده(مېږی) هره ثانيه خپله ور سپارل شوې دنده تر سره کوي او يوه ثانيه هم داسې نشته چې يو مېږی دی پکې بېکاره وي او يا دې وخت ضايع کوي. مېږيان په ګډه کار سره کوي او په خپلو منځو کې سيالۍ، کينې، او رخې ته ځای نه ورکوي.

دا هغه کارونه دي چې ډېری انسانان ترې بې برخې دي. انسان له يوې خوا د خپلو دندو په ترسولو کې لټي کوي او له بل خوا وخت داسې ضايع کوي لکه ژوند چې ابدي وي. پر دې سربېره د انسانو په زړونو کې ناسالم رقابت، کينې او رخې دومره ريښې غځولي دي چې له بېخه ايستل يې اوس ناشونې برېښي.

راشئ د خدای له واړه مخلوق مېږي څخه زده کړو چې خپله را سپال شوې دنده بايد په خپل ټول ځواک د هر ډول لټۍ پرته تر سره کړو. او خپله بريا او بشپړتيا د يوه او بل په همکارۍ او ګډ کار کې ولټوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *