تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د نیپال په مرکز کتمندو کې د سارک په سرمشریزه کې وویل چې افغانستان به څوک پرېنږدي چې له خاورې څخه یې د ګاونډیانو پر ضد کار واخلي.
غني د جنوبي اسیا د همکارۍ ټولنې (سارک) د مشرانو پرانستونکې غونډې ته په وینا کې د هغو ستونزو او چلینجونو یادونه وکړه چې افغانستان ورسره مخامخ دی او د اقتصادي ودې لپاره یې له خپلو شتمنو شریکانو سره د لا نژدې کېدو غوښتنه وکړه.
د سارک د روانې غونډې، چې سرلیک یې «د سولې او سوکالۍ لپاره ژور سیمه ییز پیوستون» دی، د بحث په اجنډا کې تروریستي ضد او امنیتي مسایل هم شامل دي.
ولسمشر غني وویل:«د سارک په منځ کې له یو بل سره ژور پیوستون پراخ باور ته اړتیا لري څو د ترهګرۍ د ریښو د عواملو د پېژندکلو لپاره حقیقي حللاره وموندل شي.»
د ولسمشر غني په وینا د اسیا اقتصادي وده باید د سارک نورو هیوادونو ته خپره شي، په تېره بیا د انرژۍ په برخه کې چې د پرمختګ لپاره په زیاته پیمانه ګازو او تېلو ته اړتیا لري.
ده اسیا د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د یوازینۍ نوې پرانستل کېدونکي ډګر په توګه یاده کړه، ویې ویل چې یوازې پیوستون نه بلکې ابتکار د غړیو ترمنځ همکارۍ زیاتولی شي.
ولسمشر غني په خپل هیواد کې د سوله ییز او ښه مستقبل لپاره د احتساب د زیاتولو په اړتیا وږغېد او د سارک د غړیو هیوادونو ملاتړ یې وستایه.
ښاغلي غني همداراز د سارک له غړیو وغوښتل چې په دې سرمشریزه کې لاسلیک شوې موافقې عملي کړي.
ټاکل شوې ده چې د سارک د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د سارک د اورګاډي د پټلۍ، نقلیه وسایلو او د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ موافقې لاسلیک کړي.
سارک ټولنه په ۱۹۸۵ میلادي کال په بنګله دېش کې تاسیس شوه او اوس د جنوبي اسیا ۸ هیوادونه، لکه افغانستان، هند، بنګله دېش، نیپال، مادیپ، پاکستان، سریلانکا او بوټان یې غړي دي. افغانستان په ۲۰۰۷ میلادي کال د سارک غړی شو.