ګرافیت خالصو کاربونو ته وايي چې په پنسل کې ورڅځه کار اخیستل کېږي.
دا ماده دومره کلکه ده چې که د یوه فیل هومره وزن د پنسل په څوکه متمرکز شي او بیا د ګرافیت پر یوه تخته کېښودل شي ، ممکن ګرافیت سوری شي.
ساینسپوهانو له لسګونو کلونو راهیسي د ګرافیت په اړه نظریې وړاندې کړي خو په ۲۰۰۴ میلادي کال یې د لومړي ځل لپاره په لابراتوار کې ګرافیت جوړ کړل.
ګرافیت ډېر لږ وزن لري او په دې لوړ موثریت د برېښنا او تودوښې د جریان هادي دی، یعني د برېښنا او حرارت جریان تقریباً بې له دې چې ضایع شي، ورڅخه تېرېږي.
د ګرافیت دې ځانګړتیاوو ته په پام ساینسپوهان د نیمه هادي یا د الیکترونیکو سیمي کنداکترونو د راتلونکو نسلونو د جوړولو لپاره کار اخلي.
د امریکا د پینسلوانیا ایالت د پوهنتون ساینسپوهان وايي:«د ګرافیت ډوله زیات مواد شته چې ډېر جالب خصوصیت لري، خو تراوسه موږ نه شوای کولی دا مواد بې له دې چې زیان ورورسېږي سالم او سلامت له یو بله جلا کړو.»
که ساینسپوهان په پراخه پیمانه ګرافیت تولید کړای شي، ښايي په نړۍ کې د تکنالوژۍ او الیکترونیکس یو بل لوی انقلاب رامنځته شي.