نن په روشنګرۍ کې استاد شرف الدین عظیمي د مغز شويي یا برین واش په باره کې لکچر وړاندې کړ.
استاد عظیمي وویل(مغز شويي، یوه اروایي مسله ده، چې د افکارو، باورونو، عقایدو، ارزښتونو، نظریاتو او مفکورو بدلولو ته ویل کېږي.)
استاد وویل: هغه باورونه چې زموږ نیکونو منلي دي، په یوه اسانه نشو توانېدلې، هغه له لاسه ورکړو، دا پروسه ډېر وخت نیسې چې زموږ ذهن بدلون وکړي، نوموړي وړاندې وویل چې، مغز شوييان، ډېر متخصص کسان وي او خپل کار له یوه منظم سیسټم له خوا تر سره کوي.
د عظیمي په لکچر کې دا خبرې ته هم اشاره وشوه: هغه کسان چې مغز شويي کېږي، په اول کې هویت ورڅخه اخیستل کېږي او په مغز شويي کې د مذهب څخه ډېره استفاده کېږي.
هغه کسان چې مغز شويي شوي وي لاندې نښې پکې لیدل کېږي:
۱- ډېر د ګناه احساس کوي او ځان نشي بخښلای.
۲- ژور خپګان ورته پیدا کېږي.
۳- که میرمني او ماشومان مغز شويي شي، معمول زیات ژاړي.
۴- د درک قوه یې ډېره کمزورې، ذهن يې هېڅ ډول منطق نه مني.
۵- د ستړيا احساس کوي.
۶- عموماً خیانت کوي د هر چا سره، هر زمان او هر چیري.
۷- فکر یې فاسد او اندېښمن وي.
استاد عظيمي وویل(مغز شویي په اسلامي هېوادو کې تر کفري هيوادو ښه عملي کېږي ځکه د مذهب څخه ډېره استفاده پکې کېدای شي.)
هغه زیاته کړه چې مغز شویي د پوښتنو، تهدید، بدني شکنجي، اروا، او دوا له لارې تر سره کېږي، چې د عملي کولو وسیلې يې خیریه موسسې او رسنۍ او نور تبلیغات دي.
ده د مغز شويي د مخنیوي لپاره حل لارې د ملي او قوي رسنیو رامنځته کول، د ملي تاسیساتو جوړول او پیاوړتیا، د تعلیم او تربیې برخې ته زیاته او خاصه توجه، وښودل.
د معمول سره سم د لکچر په پای کې ګډونوالو خپلې تبصرې وکړې او پوښتنې له استاد عظیمې څخه مطرح کړې.