غیرتیان

د حاجي ناصر د غوښينو ږيرورو ورونو څخه يو تن په قهر وويل:

– هر څنګه چې کی، موږ ته به يوه جلۍ راکی! او کور او دوکان به ام په وخت خوشې کی.

دواړه ورونه د کور او دکان د خوشې کولو خبرې سخت بې واره کړل. قهار په نرمه خبره پيل کړه:

– دسې ده آجي صيب، چې زموږ او تاسې اوس د دوستۍ خبره ده. ستاسې اېزت زموږ اېزت دی او زموږ اېزت ستاسې اېزت دی. راځئ په ګډه ورته يوه لاره پيدا کو!

حاجي ناصر د شهادت ګوته په ګواښ په ځمکه کېښودله:

– وروري به کوو، اېساب تر منځ.

رشيد ژر وويل:

– نه نه، په اېساب کې موږ اېڅ خبره نلرو. پيسې مو راباندې دي، مرو که چوو درکوو به يې. دې کې اېڅ خبره نشته. راځئ دسې وکو چې نه سيخ وسوزي نه کباب.

د حاجي ناصر يو بل ورور چې تر اوسه غلی و، غږ کړ:

– ښه څنګه؟

رشيد زړه نا زړه وويل:

– ام، ګورئ! موږ پينځه نورې وړې جينکۍ لرو. آ؟ ښه، يوه به يې د غټې په بدل کې درکو، نورو ته به ولور وټاکو. اغئ به تاسې نور ځانونو ته وکئ!

غوښينو ږيرورو يو بل ته وکتل. رشيد زياته کړه:

– د دوکان مال به ام درکو. پاتې پيسې به ورو ورو در پوره کو. آ؟ خو د دوکان او کور نه تېر شئ! موږ يو خدای لرو بل امدغه دوه شيان. که دا نه وي په خدای د ولږې نه به مړه شو.

حاجي ناصر ورو سترګې د ځمکې نه راپورته کړې:

– جينکۍ دې څو کلنې دي؟

– دي نو، ښې دي. يوه نهه کلنه ده. نورې وړې دي. پينځه، څلور، درې…

– نه نه، دا خو ډېرې وړې دي. دونه صبر څوک کولی شي؟ امغه غټه پيدا که!

دواړو ورونو يو بل ته وکتل، چې حاجي خو اوس هم د نوريې سره واده غواړي. رشيد بېرته مخ ور واړاوه:

– ښه، چې غټه پيدا شوه اغه به ام شي. خو خير دی. دا وړې خپلو زامنو ته وکئ!

يو غوښين ږيرور وويل:

– خو دا به ددوکانه او کوره وتلې په اغه باقي پيسو کې اېسابوو. نور نو که يوه مياشت کې پيسې ونه رسېږي دوکان او کور به موږ ته راسپارئ!

بل تن يې غږ کړ:

– که غټه پيدا نشوه ناصر لالا ته به بله ځوانه جلۍ ورکوئ! د کومه يې کوئ، اغه ستاسې کار دی. د وړو جينکو به بيا بېرته خبر درکو، چې چاته يې کوو که نه.

رشيد دوئ چې هر څومره له کور او دکان څخه د تېرېدو زارۍ وکړې د غوښينو ورونو زړونه يې نرم نشوای کړای. په پای کې له همدا دريځ سره له کوره ووتل.

د ويالې د پلچک په دېوال ناست مدير صاحب د مېلمنو او د دواړو ورونو د اندېښمنو څېرو په هکله وپوښتل. رشيد په غمجنو سترګو ور وکتل:

– مودير صيب! ته نه يې خبر. موږ په لوی مصيبت اخته يو…

هغه د مالونو د ورکېدو او د جرګې کيسه په لنډو ټکو تېره کړه. خو د خپلې لور د تښتېدو يې ونه ويل. مدير صاحب چورتي په خپل ګنجي سر ورغوی وسولاوه:

– تا ته يې د مالونو د انتقال دپاره پيسې نه درکولې. امدسې نده؟

رشيد په شک ور وکتل:

– هو، ته څه پوه شوې؟

مدير صاحب لږ بې واره غوندې شو:

– آ؟ ام، خو خپله دې وويلې کنه.

رشيد اندېښمنې سترګې ورور ته واړولې چې ګواکې کېدای شي دا د نوريې له تېښتې هم خبر وي. وروسته يې په هماغسې اندېښنه مدير صاحب ته سر وڅنډه:

– نه ما ندي ويلي.

سپينږيري په چالاکۍ خبره تېره کړه:

– ولې دې ندي ويلي؟ ستا د خبرو نه امدسې ښکاري. ښه د انتقال پيسې خو يې نه درکولې کنه؟

– نه نو، زما خپل مالونه ام ورسره وو کنه.

– وو دې نو. تا خو د اغه مالونه ام انتقالوله. اغه بايد پيسې درکړې وای.

– بلا ورپسې! چې مدا په دې غم نه وای اوښتي.

– نه ولې بلا ورپسې؟ چې پيسې يې نه درکولې نو تاوان دې ام نه غواړي. زه نه پوېېږمه چې جرګې ولې دسې فيصله کړې؟

قهار، چې لږ شاته ولاړ و، ددې خبرې په اورېدو وړاندې راغی. رشيد وپوښتل:

– ولې؟

– په دې چې تاسې يوازې کومک کوه.

قهار وويل:

– نه، خو موږ د راوړلو زيمه واري اخېستې وه.

– ګټه مو څه وه؟

– خو د نيم کانټينر کرايه مو ورکوله.

– دا خو د اغوئ ګټه ام وه. اغوئ ام د نيم کانټينر کرايه ورکوله.

– هو، خو… خو څه خبر وو چې دسې به کېږي. امدسې مو زيمه واري واخېستله. امغه و چې په جرګه کې يې پيسې په موږ واړولې.

– اړولي دې وي نو، غلطه فيصله يې کړې ده.

رشيد ددې بحث بې معنا والي ته غمجن موسکی شو:

– مودير صيب! ته د مړې ګېډې غږېږې. د جرګې فيصله تاته اېڅ ام نه ښکاري.

– ګورئ! دکلي جرګه که وای، صيي. الته هر څوک د موضوع نه خبر وي. پاتې شوې د ښار جرګې. دا اسې ندي. ښه، جرګه مارو خبره وڅېړله؟ نه. څه يې وکړه؟ اېڅ… يوازې د دواړو خواوو خبرې يې واورېدلې. تاسې کې چې هر څوک په خبرو کې چالاکه و، امغه وګټله. د ړندو سترګو فيصله ده. امدسې نه وه؟

دواړو ورونو چورتي ور وکتل. ورپسې رشيد وويل:

– نه خو اغئ اسناد ور وښودله. ځکه خو يې وګټله.

– هو رښتيا اسناد. ستاسې خبرې يې ثبتې کړې وې کنه؟ ښه، د څه دپاره؟

– څنګه د څه دپاره؟

– خو ددې نه مالومېږي چې اغه په دې پوېېده چې دسې کار به کېږي. که دسې نده؟

رشيد په زړه تنګۍ وويل:

– مودير صيب! ته چې هر څنګه فکر کی خو لانجه يې وګټله. موږ څه کولی شو؟ اېڅ.

– تاسې په دولت کې اريضه وکئ!

– نه نه، اېڅ ګټه نلري.

– ولې؟

– خو په محکمه کې به ام امدا د جرګې کسان وغواړي. امدا اسناد به غواړي.

مدير صاحب په نسبتاً ټيټ غږ وويل:

– ودې غواړي. الته خو اغئ سمه څېړنه کئ. که دلته کوم ورانی وي کنه، سم وکيل يې دستي راسپړي. ستاسې د جرګه مارو خولې به وازې پاتې شي. زه يوه ښه وکيله پېژنمه اغې سره خبره وکئ! که دعوه ونه ګټئ اغه تاوان خو به مو کم شي.

دواړه ورونه له غمجنو څېرو سره په ملنډو په سږمو کې وپشېدل. رشيد خوله کږه کړه:

– دادی نو. کشکې خو دې نارينه ياد کړی وای. ته موږ ښځې وکيلې ته لېږې. ښځه به څه وي کار به يې څه وي؟

– تاسې يې څه کوئ چې ښځه ده که نر دی. پالواني خو پې نه کوئ.

– نه نو چې سړی دعوه کئ بيا نو يو نر وکيل نيسي. ښځه ناقص العقله شی دی.

– ای! پام کوئ ګوره! دوئ کې دسې خلک شته چې کوټ کوټ دلته کئ هګۍ بل چېرته اچئ. وکيل به ستا وي خو که آجي ورته پيسې ورکړې کنه، بيا نو د اغه په ګټه کار کئ. خو دا زه ښه پېژنمه، دسې ښځه نده. او که دلته ام بل کمقله کار کوئ، نو بيا ځئ هر چاته چې ځئ!

دواړه ورونه بيا چورتي شول. مدير صاحب په جېبونو کې لاس وواهه. يوه وړه ټوټه کاغذ يې راواېست:

– هه! دا يې ادرس دی. درسره يې واخلئ! بيا که ورځئ که نه، خپله خوښه مو.

رشيد زړه نازړه کاغذ را واخېست او د کور په لور روان شو. مدير صاحب د شا له خوا څاره. هغه د کور په دروازې ننوت خو د کاغذ ټوټه يې جېب ته وانه چوله. مدير صاحب تليفون راواېست. چاته يې زنګ وواهه. تر روغبړ وروسته يې وويل:

– ادرس مې ورکه. ډېر مې تشويق ام که. ته ودرې چې څه کېږي؟

سبا ته رشيد له يو تن پوليس سره د حوزې په دهلېز کې روان و. هغه ورته يوه دروازه وښودله. دی ور ننوت. هلته د کاغذونو ډک مېز ته ودرېد. د مېز تر شا يو کوږ پزي پوليس له چاغ همکار سره ټوکې ټکالې کولې. رشيد عريضه په مېز کېښودله. پوليس خولۍ له مېزه واخېسته په سر يې کړه. ورپسې پرته له دې چې عارض ته وګوري په کاغذ باندې يې د نظر تېرولو په ترڅ کې وپوښتل:

– څه غواړې؟

– صيب! لور مې ورکه شوې. راغلمه چې که تاسې يې راته پيدا کئ.

– څونه وخت شو؟

– يو… نهه، لس ورځې به کېږي.

پوليس په ځپونکو سترګو ور وکتل:

– لس ورځې؟ مخکې دې ولې خبر نه راکوه پلاره، چې اوس راغلې؟

– ما، ما وېلې پيدا به شي خو…

– پيدا به شي. سړی توده په توده پوليس خبرئ. اوس پې څه وکو؟ که چا تښتولې وي، لسو ورځو کې يې د امريکې نه ام اړوي. ښه ځه! ستاسې عقل تل پسته راځي. خبره څه وه؟ ولې ورکه شوې ده؟

– ولې ورکه شوې؟ دسې و، اغه… بس کور ته راغلمه ويلې جلۍ نشته. موږ وړې جينکۍ دباندې وتلو ته نه پرېدو، دا خو لا غټه پېغله وه. پو شومه چې ورکه شوې ده. بيا نو ورپسې ووتلمه. ټول ښار مې ولټوه. پيدا مې نکړه.

د پوليس چاغ ملګري، چې خبرو ته يې غوږ و، وپوښتل:

– که کور نه چا په زوره نه وي اېستلې دا به تښتېدلې وي.

– آ؟ نه په زوره چا نده اېستلې. بلا ورته چا ندي ويلي بلا. مالومه نده چې تښتېدلې، اصاب يې خراپ شوي، څه پې شوي؟

کوږ پزي وپوښتل:

– ښه، که تښتېدلې وي نو د تېښتې علت به يې څه وي؟

– نه پوېېږمه چې خبره څه ده؟ ماغزه يې خبراپ شوي؟ چا تښتولې؟ خپله تلې؟ څه پې شوي؟

– ښه، عکس يې راکه!

– آ؟ عکس؟ عکس نلري.

– څنګه نلري؟ کور کې يې وګوره! په ښايسته او بدرنګه پسې مه ګرځه! مدا چې ډېر پخوانی نه وي. نوی عکس يې وي.

رشيد په غرور وويل:

– نه صيب. عکس يې نشته. موږ په ستر کې لږ کلک يو. د ښځو عکس نه اخلو.

دواړو پوليسو په تعجب لومړی يو بل ته او ورپسې رشيد ته وکتل. کوږ پزي وويل:

– چې عکس يې نه وي خو نو پيدا کول يې سخت دي.

– نه ولا، عکس خو يې نشته. خو اغه نښې مې په عريضه کې ويلي.

– هو دادی وينمه يې. څوارلس کلنه ده او په ښي غومبوري يې خال دی. د ورکېدو په وخت کې يې شنې جامې په تن او شنه بنګړي په لاس وو.

– هو هو. مخ خو به پټ ساتي، خو چې دا شنې جامې او شنه بنګړي مو وليدله امدا ده.

دواړو پوليسو کټ کټ وخندل. کوږ پزي وويل:

– ښه ځه، موږ به يې د پيدا کولو کوشش وکو. خو که تاسې څه څرک مرک ولګوه موږ ته زر خبر راکئ. ټليفون خو لرئ؟

– هو هو.

– هه! دا زموږ نومره ده.

رشيد کاغذ واخېست او ووت. کوږ پزی بيا له خندا شين شو:

– دا کمقله وګوره! افتخار کئ چې د ښځو عکس نه اخلي. ښه نو، وه سوډره! پوليس دې لور څنګه پيدا کي؟

رشيد په لاره کې په دې چورت واهه چې دا يې ښه کار وکړ که بد؟ پوليس يې حتماً له ګاونډيانو او خپلوانو تحقيق کوي. دا خو به ټول خبر شي. له بله پلوه بله چاره يې هم نلرله. د حاجي ناصر يوه غوښتنه هم همدا وه.

رشيد په خپل ژوند کې لومړی ځل له داسې لويو ستونزو سره مخامخېده. له يوې خوا د جرګې د پرېکړې په اساس له کور او دکان څخه محروم شوی و او له بلې خوا يې لور تښتېدلې وه. هاغه د چا خبره، په شرمو وشرمېده. څېره يې کړېدلې او د سترګو نظر يې بې اندازه غمجن و. په همدې حال کې يې د واسکټ په جېب کې ګوتو ته يو بل کاغذ راغی. هغه يې راواېست. په سر يې کريمه « ويسا » ليکل شوي وو. چورتي يې ور وکتل. ورپسې يې ناڅاپه د تګ لوری بدل کړ.

تر څو شېبو وروسته د يوې څلور پوړېزې بنګلې مخې ته ودرېد. سترګې يې په بېلابېلو ليکنو وګرځولې تر څو چې يې د کريمې ويسا لوحه پيدا کړه. هغه په دويم منزل کې وه. دی ور وخوت. ورو يې د دفتر دروازه ټېلوهله. هلته د مېز تر شا يوه پخه غومبروره ښځه او مخامخ ورته څلور کسان په کوچونو ناست وو. د ښځې د مېز تر څنګ يوه دروازه وه. هغې تر روغبړ وروسته په پوره درنښت وويل:

– امر وکئ!

رشيد سمدلاسه وپوښتل:

– ته وکيله يې؟

ښځه موسکۍ شوه:

– نه وروره، اغه کور کې ده. رابه شي. خيريت خو دی.

– امدسې، يوه خبره مې ورسره کوله.

– ښه؟ ماته يې ووايئ! چې ويې ليکمه! بيا چې اغه راغله….

– نه امغې ته يې وايمه.

– ښه نو مېرباني وکئ کېنئ! اغه راځي.

دی هم د نورو کسانو تر څنګ کېناست. يو بل ته يې د سترګو د لاندې کتل. په پای کې دده زړه تنګ شو. يو چاغ تن ته يې مخ واړاوه:

– اوس دا ښځه وکيله ام څه کولی شي؟ که اسې خوشې ورته ناست يمه.

چاغ موسکی شو:

– ښځه او نر وکيل دونه فرق نلري. خبره په دې کې ده چې حق د چا دی؟ دا وکيله د اغه چا ماملې نه نيسي چې د بل چا د مال خوړلو ته يې ايښې وي.

– ښه؟ زما خو په ښځه باور نشي.

يو د تور دسمال او اوږدو وېښتانو والا په ملنډو وپوښتل:

– نو دلته چيش ته راغلی يې؟ خو ځه بل چاته لاړ شه! وکيلان خو لږ ندي.

چاغ په خپل ملګري برګ شو:

– ته يې پرېده! مشکل به لري. تاته هره خبره ټوکه ښکاري.

بېرته يې مخ رشيد ته، چې لږ قهرېدلی برېښېده، واړاوه:

– که وخت نلرې او زر غواړې مالومه کې چې کار دې کېږي که نه، کور ته يې ورشه! دلته نزدې دی. املته ورسره وغږېږه! خپل مشکل ورته ووايه! که يې ويلې چې کېږي خو اغه دی خبره به ورسره وکې. او که يې ويلې نه کېږي په خپله مخه به ځې.

سکرټرې غږ کړ:

– اغه په کور کې چا سره نه غږېږي.

– خير دی! په دروازه کې به ورته خپل مشکل ووايي. پرې چې مالومه کي چې کېږي که نه؟ که بيا اينتظار ام وباسي پې ارزي.

رشيد همدا له خدايه غوښتل چې ژر له دې ځايه ووځي. هماغه و چې له سکرټرې يې ادرس واخېست او ووت.

نوريه له کريمې سره د چای په تيارولو لګيا وه. د وکيلې مور او پلار په سالون کې د مېلمنو سره کيسې کولې. دا مهال د کور د لويې دروازې زنګ ووهل شو. دواړو يو بل ته وکتل. نوريه په منډه لاړه چې وګوري څوک دی. کله چې يې د دروازې په سترګکۍ کې وکتل يودم يې رنګ پک والوت. دا يې پلار مخامخ ولاړ وليد. بوډا او بوډۍ، چې د کړکۍ له لارې کتل، د هغې وارخطايۍ حيران کړل. نوريه سا نيولې او په منډه پخلنځي ته راغله. کريمه هم بې واره شوه چې څه پېښ شول؟ نوريې هڅه وکړه چې موضوع روښانه کړي. خو له ډېرې وارخطايۍ يې خبرې نه جوړېدلې:

– الت، اغه… ابا… دروازه کې…

د کريمې زړه تنګ شو:

– اوس سمه خبره وکه! سا دې ولې بنده بنده کېږي؟ څوک و؟

نوريه يو دم په ژړا شوه:

– الته مې ابا دی. زه يې پيدا کړمه…

– ابا دې پيدا کړې؟

نوريې په هماغه ژړا کې سر وخوځاوه. وکيله لا زياته وارخطا شوه. د دروازې زنګ په پرله پسې توګه چغېده. هغې په اندېښمنه څېره وويل:

– ويې ليدلې؟

نوريې سر وڅنډه:

– نه، سترګکۍ کې مې وليده. اغه ما پسې راغلی.

هغې سلګۍ وهلې. کريمې له روانېدو سره وويل:

– ته راوځه مه! امدلته مېلمنو ته چای تياروه، زه ځمه ګورمه!

هغه په تېزو ګامونو لاړه او سمدلاسه يې په سترګکۍ کې وکتل. ورپسې يې په آرامه ور بېرته کړ:

– وروره! څوک مو په کار و؟

– وکيله، کريمه نومېږي که څه شی نومېږي.

– څه کار مو ورسره دی؟

– ته يې څه کی؟ په کور کې شته که نه؟

– هو، زه خپله يمه!

رشيد تر ټيټ او پاس کتلو وروسته د مال د ورکېدو کيسه پيل کړه. کريمه پوه شوه چې هغه په دې کور کې د لور د شتون نه خبر ندی. له ډېرې خوښۍ يې بېلې کوټې ته بوت:

– وبښه وروره! زه دستي بېرته راځمه.

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *