غیرتیان

هغه له موسکو شونډو سره سيخ د بې حده وارخطا نوريې څنګ ته لاړه:

– آرامه شه! تا پسې ندی راغلی. لکه چې ستاسې د ګاونډي مودير خبره يې منلې. د مال د ورکېدو دپاره راغلی دی.

نوريه ډېره خوشحاله شوه. وکيله د چايو له پتنوس او له قلم او کتابچې سره په موسکا بېرته د رشيد څنګ ته لاړه. ويې ليدل چې بوډا پلار يې وخته راغلی او هڅه کوي چې هغه وباسي:

– دا چا درته دروغ ويلي. زما لور په کور کې خلک نه مني. ځه الکه ځه! بيا زموږ د کور زنګ ونه وهې! که نه پوليس خبرومه.

نوريې ورباندې غږ کړ:

– خير دی پلاره! دده استثنايي حالت دی.

رشيد په شک سترګې ور واړولې. بوډا چې وليدل لور يې مخالفه نده، غلی شو. هغې له چايو ډک ګيلاس د چاکلېټو له قاب سره د رشيد مخې ته کېښود.:

– ښه وروره! ډېر وبښه!اوس يې په آرامه ووايئ، خبره څه ده؟

رشيد د مال د ورکېدو ټوله کيسه وکړه. په دې ترڅ کې کريمې ځېنې نوټونه اخېستل. په پای کې يې په چورتونو کې ډوب وويل:

– ما ته ام د مودير صيب غوندې په دې کار کې دسيسه ښکاري. خو اوس درته نشمه ويلی چې دا دعوا به څوک ګټي؟ ولې د دروغو وعده درسره وکمه؟ اول به يوه څېړنه وکو، بيا به مالومه شي چې ګټلی يې شو که نه. خو ته اېڅ تاوان نه کی. که دې وګتله آغه دی نور الا نور. او که دې بايلوله نو اسې خو دې ام په جرګه کې بايللې ده.

رشيد په ناخوښۍ سر وڅنډه:

– دا خو بيا چې ويې ام نه ګټمه او د خلکو دښمني ام نا اقه واخلمه خو…

– فکر نه کومه چې اغه خلک اوس ام ستا دوستان وي. بل زه د خپلې وسې کوشش کومه. که دونه ام ثابته شي چې دا مال تا قصداً ندی ورک کړی او رښتيا غلو وهلی نو بيا خو لږ تر لږه تا رانه په زوره د کوره نشي اېستلی.

رشيد ته دا خبره دومره د قناعت وړ نه وه. ځکه يې زړه نا زړه وپوښتل:

– ته بيا څو روپۍ اخلې؟

وکيلې په موسکا وويل:

– راځه دسې وکو، که دې بايلوله يوه روپۍ ام مه راکوه! که دې وګټله بيا ستا زړه هر څونه چې راکی. که يې اېڅ را ام نه کې فرق نلري.

سپينږيري خپلې لور ته په تعجب وکتل، چې ماغزه يې په ځای دي که نه؟ رشيد هم يو ځل بيا په شک ور ځير شو:

– نه، اسې نه کومه. سم نرخ دې ووايه! بيا به وايې چې لس لکه دې راته ويلي وو.

د وکيلې موسکا لا پراخه شوه:

– غم مه کوه! خط درکومه. په کې ليکمه چې هر څو دې راکړې زه يې منمه. صيي ده؟

رشيد حيران و چې دا ښځه ولې دومره مهربانه ده؟ خو هرڅنګه چې وه معامله دده په ګټه وه. ځکه يې ومنله:

– صيي ده. خو خط کله راکی؟

هغې د المارۍ له روک نه سپين کاغذ راواخېست. سمدلاسه يې وليکل او لاسليک يې کړ. رشيد د کاغذ په ترلاسه کولو لا خوشحاله شو. وکيلې وويل:

– اوس نو اول کار چې ته کی، اغه اريضه ده! بيا چې وخت يې راغی ما به وکيله نيسې! تر څو چې تا دا کار نه وي کړی زه اېڅ ام نه کومه.

رشيد ومنله او په ستوني کې د ګيلاس تر تشولو وروسته په بيړه ووت.

پخوا به چې کريمه په کار کې بوخته وه، د کور سودا به اکثراً بوډا ګانو راوړله. خو اوس نوريې ته دا ښه نه ښکارېدله. نو ځکه به په زړه کې له ډار سره سره، په شنې چادري کې بازار ته وتله.

يوه ورځ غرمه نژدې وه. په بازار کې د خلکو غوچ ماغوچ و. ښځې او نر د سودا د اخېستلو په موخه په هماغه يو ځای کې تاوېدل راتاوېدل. نوريه د ترکارۍ او د وچې ډوډۍ له کڅوړو سره ځوړند لاسونه او ځوړند سر روانه وه. هغې په دې فکر کاوه چې خدای مه کړه ابا يې يو ناڅاپي د وکيلې کور ته رانشي او دا ونه ويني. په دې ترڅ کې يې ناڅاپه له چا سره ټکر وکړ. ورسره سم يې قهرجن غږ واورېد:

– لارې ته ګوره! ښځه مې نه ليدله او سودا پسې تګ. نارينه بې غيرته دې څه کئ؟

نوريې په وارخطايۍ سر راپورته کړ. د سړي په ليدو يې بې واکه کڅوړې له لاسه خوشې او له خولې زګېروي وختل. دا يې ابا و. په بدن يې يخه څپه تېره شوه. بايد يو څه وکړي چې هغه يې ونه پېژني. په سختۍ يې له خولې واېستل:

– اه، وبښئ صيب!

رشيد له قهره ډکې څېرې سره روان شو. پينځه لس، شل متره وړاندې تللی وو چې ناڅاپه ودرېد. په زړه کې يې تېر شول ( دا نوريه نه وه؟ غږ او قد خو يې د اغې غوندې و. مګر جامې خو يې شنې نه وې ) ژر يې مخ شاته واړاوه. هلته چادري کړې ښځې ډېرې وې. خو هماغه يوه په شاته شاته کتلو چټک په يو سرای ننوتله. د رشيد بېخي باور راغی چې نوريه ده. هماغه و چې په منډه ورپسې خوشې شو. خو د خلکو ګڼې ګوڼې د تېز تګ مخنيوی کاوه. کله چې هغه سرای ته ورسېد ويې ليدل چې هلته ډېرې چادري کړې ښځې د کباړي جامو د کټونو تر مينځ ګرځي. خو هېڅ يوه په تېښته نه وه. رشيد هم ورګډ شو. هرې يوې ته په دې هيله ځير کېده، چې که خدای وکړي لور يې وي. په پای کې په يوې شکي شو. وړاندې ورغی ورباندې غږ يې کړ:

– ای! چېرې ځې؟

ښځه پرته له دې چې ځواب ورکړي په بيړه لېرې شوه. رشيد هم ورمنډه کړه له مټې يې ونيوله. په غاښچيچي يې وويل:

– کنچڼۍ! اوس په لاس راغلې.

دا وخت ښځې چيغه کړه:

– خوشې که! زه تا نه پېژنمه. خوشې که! ته څوک يې چې ما نيسې؟

ورسره سم يو ځوان په منډه راورسېد او سمدلاسه يې په رشيد د سوکانو او لغتو باران جوړ کړ. په دې ترڅ کې نوريه غلې له دغه ځايه ووتله. له شاوخوا څخه نارينه ګانو د جګړه مارو په لوري وځغاستل. ځوان يې له مټو کلک ونيو. خو د هغه زړه يخ شوی نه و. زورونه يې وهل چې ځان خلاص کړي. رشيد له ځمکې راپاڅېد او بې له ځنډه يې د غچ اخېستلو په موخه بريد وکړ. خو دی هم خلکو پرې نښود. ښځې همدا ويل چې دا سړی پوليسو ته وسپارئ! هرې چادري کړې ته بوڅ بوڅ کېږي. شاوخوا ولاړو مېرمنو د هغې خبره تائيدوله. رشيد چې په خپله اشتباه پوه شو نو ملامتي يې ومنله او بښنه يې وغوښته. کله چې يې د خپل دغه کار هدف د يوې چادري کړې مېرمنې له خوا دده د بټوې پټول وبلل. نو د خلکو په څېرو کې خواخوږي څرګنده شوه. يو بايسيکل والا ځوانکي هلک وويل:

– ای ماما ای! يوه چادري والا خو ما وليدله. په آغې کوڅې کې تېزه روانه وه. الته چې لاره تاوه شوې. امغه مخامخ کور ته ودرېدله.

رشيد پرته له څه ويلو وځغاست. د دروازې په ليدو يې پښه ونيوله. دا د کريمې ويسا کور و. هغه زړه نازړه و چې زنګ ووهي که نه؟ په دې وخت کې هماغه ځوانکی راغی:

– هو ماما! امدغه کور ته ولاړه وه.

هلک همدا وويل نور يې د بايسيکل پايډل ته پښه اړم کړه او په خپله مخه لاړ. رشيد ګوته د زنګ په تڼۍ کېکاږله. څو شېبې وروسته کريمه ويسا راووتله. دده په ليدو موسکۍ شوه:

– ستړی مه شې وروره! راځه کور ته راځه! ولې دسې ستړی يې؟

رشيد په کلکه وپوښتل:

– مخکې يوه چادري کړې ښځه ستاسې دروازې ته ولاړه وه. اغه څه شوه؟

کريمې چورتي وويل:

– چادري کړې؟ ښه ښه، اغه سوالګره يادی؟

– نه سوالګره نه. ځوانه جلۍ ده.

– نه موږ خو بله نده ليدلې. څه دې کېدله؟

رشيد لږ بې واره غوندې شو:

– آ؟ خپلوانه مې ده.

– ولې دې ورپسې منډې وهلي؟

– نه منډې مې ندي وهلي. تېز تګ ستړی کړمه.

– ښه؟ څنګه شو اريضه دې وکړه؟

– آ؟ نه نه. روان ومه. امغې پسې روان ومه. خو… ښه د خدای پامان.

– په مخه ښه! که کومک ته دې ضرورت و، ما ته ووايه!

رشيد سر وخوځاوه او روان شو. په تګ کې يې څو ځله شاته دروازې ته مخ واړاوه. په زړه کې يې شک پيدا شوی و ( دا څنګه؟ دا دوه واره د نوريه ګۍ پل امدا کور ته راځي. خو دوئ وايي اېڅوک ندی راغلی؟ اغه الک به سوالګره ليدلې وي؟ ويې خو نه ويلې چې خلطې ورسره وې. نه، ويې نه ويلې. دا دوه خلطې سودا يې چاته وړله؟ اتمن کوم ځوان پسې تښتېدلې ده. آ خو عياشه وه. ځوانان يې خوښېدله. اوس ورته کور کئ. خدای خبر دی څه وخت نه به يې ورسره پټ پټ ليدل.) رشيد غاښونه وچيچل ( غضب، طالې لري. ځای په ځای ورکه شي. چې په لاس راشي زه به ورته دا ټوله عياشي وښيمه! ) رشيد باوري و چې نوريه د وکيلې د ګاونډيانو څخه په کوم کور کې پټه ده. نو ځکه تر عريضې کولو وروسته بيا د پوليسو حوزې ته ننوت. هماغه کوږ پزي افسر ته يې دا خبر ورکړ. هغه په شک وپوښتل:

– تا په خپلو سترګو وليدله؟ که اسې په چادري کې درته د لور غوندې ښکاره شوه؟

رشيد سر په تائيد وخوځاوه:

– هو امغه ده. مخ مې ونه ليده خو غږ يې بېخي امغسې و. او، او وتښتېدله.

– ولې نو درنه وتښتېدله؟ تا خو ويلې ورکه شوې ده.

رشيد وارخطا شو:

– نه خو، ما خو وويلې کنه اصاب به يې خراپ شوي وي. يابه وېرېږي چې وبه يې وهمه.

– ښه ځه وبه يې لټوو. دا مخ دې ولې تک شين دی؟

– دا؟ دا الته چې مې لور لټوله يوه ښځه راته امغسې ښکاره شوه. اسې تش پوښتنه مې تې وکړه چې لور مې ده که نه؟ سړی يې راغی، نه دې ويسې نه دې راوړي ټس وار دې وکي.

پوليس ددغه کار په بې منطق توب سر وخوځاوه. ورپسې رشيد خدای په اماني وکړه او ووت. کوږ پزي په ملنډو خپل ملګري ته مخ واړاوه:

– دا خو چورلټ لېونی دی. هره د سور پوړني والا ورته ګلببو ښکاري. او بل کله يو شی وايي کله بل. څه ورانی پکې دی.

رشيد له ځپلې څېرې او شين مخ سره کورته ننوت. هغه د بدن د ستړيا تر څنګ ذهناً هم سخت ستومانه و. دباندې يې داسې احساس کاوه لکه جامې چې يې سر تر پايه په مردارۍ ککړې وي او هر څوک ورباندې خاندي. هلته په کور کې په دې هيله د شکريې کوټې ته لاړ چې که تصادفاً نوريه وويني. خو دا ناممکنه وه. ددې پر ځای يې وړې لوڼې ولېدلې چې له پرتې مور څخه راتاوې وې. کوټه ګډه وډه او د ناروغ بوئ پکې خور و. مېرمنې يې په يوه سا ( وۍ وۍ… ) کاوه. رشيد د بېرته وتلو پر مهال چيغه کړه:

– بلۍ بلۍ! بس که دا وۍ وۍ دې!

ټول غلي شول. شکريې هم د نالښت د بندولو هڅه وکړه. په دې ترڅ کې د مېړه بلې چيغې ولړزوله:

– پاڅېږه ماته ډوډۍ راوړه پاڅې!

هغې له ډېرو دردونو سره سره په اطاعت ځواب ورکړ:

– ښه.

ورپسې يې مخ نهه کلنې مريمۍ ته واړاوه:

– اله جلۍ ابا ته دې قطغ ګرم که! ديسترخان کې ډوډۍ کېده، ور يې وړه! زر کوه!

هغه په بيړه پاڅېدله. خو رشيد له غاښچيچي سره راوګرځېد:

– ډېره خره ښځه يې. دا په ډوډۍ تيارولو څه پوېېږي؟ خپله پاڅېږه! قومندان صيب!

شکريې مړاوې سترګې په بې وسۍ ور واړولې. هغې په ځان کې د ګرځېدو راګرځېدو وسه نه ليدله. ځکه يې د زارۍ په ډول په نالښت وويل:

– خير دی! پرېده چې مريمۍ يې وکي! پاذابه يمه. چې پاذابه نه ومه، ما کله دا پرېښودله.

د هغې بنې، بسۍ، په بلې کوټې کې دا هر څه اورېدل. خو له ځايه نه خوځېدله. له يوې خوا خوشحاله وه چې مېړه ته يې د بنې ناکاري ثابته شي. له بلې خوا ښه پوهېدله چې رشيد اوس ډېر په غُصه دی. هسې نه چې د ډوډۍ په تيارولو لوی لاس ځان په لانجه واړوي. دلته رشيد په شکريې سترګې برګې کړې:

– پاڅې! پاذابه يمه. څه دې کړي؟ بچي لکه چې نورې ښځې نه راوړي، يوازې يې ته راوړې. کشکې خو الکان وای. ټولې دا مردارمخې لورګانې زېږی. اغه يوې خو اسې وشرمولمه. دا به بله رنډۍ وي.

شکريې بيا د قناعت ورکولو هڅه وکړه:

– څنګه وکمه؟ خدای راوستې ده. خو دا وار الک…

رشيد يو دم باو کړ:

– ويمه مه غرتېږه، پاڅېږه چې وږی يمه! خدای راوستې ده، خدای راوستې ده. په ټولو ښځو يې خدای راولي. تا غوندې ځان نه شرمئ. بيا چې دونه ناکاره ښځه وې ابا دوس دې ولې راکولې؟ املته به يې دځان سره کېنولې وې. پاڅېږې، که غربولو ته دې زړه شوی؟

دا وخت د قهار مشره غبرګه ښځه راغله. له دهلېزه يې شکريې ته نارې کړې:

– زه يې راوړمه، ته سمله!

رشيد په خپلې ورېندار برګ شو:

– ای ای! د حلوا خور لورې ای! ما تاته ويلي؟ آ؟

ورېندار يې وارخطا شوه:

– نه، خو ډوډۍ درته زه راوړمه کنه وروره. ته نور څه غواړې؟

رشيد ورپسې يودم وخوځېد:

– ځه ورکه شه! چې اوس دې په ځمکه منډمه!

هغه په منډه وتښتېدله. شکريه له ډاره ژر ژر پاڅېدله، چې مېړه ته د بيا مخ اړولو وخت ور نکړي. په کاواکو ګامونو کږه وږه روانه شوه. مريمۍ او نورو لوڼو يې په کمکيو چاچيو مور تکيه کړې وه، چې ونه لوېږي. شکريه پخلنځي ته له ننوتلو سره په ځمکه وغځېدله. اوس يې په سوې سا لارښوونې کولې. مريمۍ په وړو او تنکيو منګولو د بخار دروند دېګ د ګازو په نغري کېښود، په سختۍ يې څمڅۍ وهله…

بله ورځ رشيد د يو ژاولن مشتري زړه تنګوونکو پوښتنو ته ځوابونه ويل، چې ټلېفون يې وترنګېده. هغه همدا له خدايه غوښتل. هماغه و چې د ټلېفون په پلمه بېرته د ويترين شاته لاړ. کله چې يې غوږۍ غوږ ته ونيوله، ښځينه آواز يې واورېد:

– کريمه ويسا يمه. د حاجي ناصر پته او د ټلېفون شمېره مې په کاره ده.

رشيد ورته هغه په خپل ټليفون کې پيدا او ورکړه.

– خير ويسې! اوس که د اغې جرګې، چې تاسې جوړه کړې وه، د اغې د غړو د ټلېفون شمېرې راکې ډېر به ښه شي.

– آ خو ټول ماسره نشته.

– ستاسې د ورور سره به ام نه وي؟

– نه، خو آغه خلک چې د آجي د خوا راغلي وو اغه موږ نه پېژنو.

– ښه؟ ځه خير دی اغه چې تاسو سره شته، آ خو راکه!

رشيد د ځينو تش نومونه او د ځينو د ټلېفون شمېرې هم ورکړې. کريمې مننه وکړه. تر ټلېفون بندولو وروسته يې نوريې ته مخ واړاوه:

– دا خو يې دنيمو نه زياتو شمېرې رانکړې.

نوريې له اندېښمنو کتلو سره وويل:

– خير دی. زه به کوشش وکمه چې نورې ام پيدا کمه.

– تاته به سخته وي.

– وبه ګورو!

دولت ددې لانجې په اړه خپلې څېړنې پيل کړې. هغوئ اوله ورځ د رشيد او قهار خبرې واورېدلې. په دويمه ورځ يې غوښتل له حاجي ناصر سره وغږېږي. هغه اوس په لوی دهلېز کې د منتظرينو په چوکۍ ناست و. هلته په نورو کسانو سربېره يوې چادري کړې ښځې هم انتظار اېست. په پښو يې د تېرو فلزي پندو جګ بوټونه وو.

يو وخت د حاجي موبايل ته زنګ راغی. ورسره سم نوموړې مېرمن چټک پاڅېدله. حاجي موبايل غوږ ته نيولی او حيران و چې ټليفون کوونکی ولې خبرې نه کوي:

– الو! الو! څوک يې؟ زما خبرې اورې؟ الو!…

چادري کړې مېرمن سيخ د حاجي په لور روانه وه. له رسېدو سره سم يې څنګله د هغه په مخ کلکه ولګېدله. د حاجي له خولې له درده ډک آخ وخوت. په دې ترڅ کې يې موبايل له لاسه ولوېد. ښځې هم له ډېرې وارخطايۍ په چيغه ټوپونه ووهل. د بوټونو تېرې پندې يې په موبايل برابرې شوې. د ښيښې او کلک پلاستيک د ماتېدو کړيچس وخوت. مېرمنې له بې اندازه بې وارۍ سره ژر ژر بښنه وغوښته. حاجي هغه ورټله:

– ته اينسانه يې؟ سترګې نلرې؟

مګر مېرمنې په ډېر درنښت دا هر څه رښتيا او ځان ملامت وباله. ورپسې يې د حاجي موبايل راپورته کړ. هغه چيت پيت شوی و. هغې يودم ځان ته ښېرا پيل کړې. حاجي بيا سترګې برګې کړې:

– ورکه شه لېونۍ! زما موبايل دې ټوټه ټوټه که. اوس چې سل ښېرا وکې څه ګټه لري؟

مېرمن سمدلاسه د چيت شوي موبايل څخه سيمکارت راواېست او په خپل موبايل کې يې واچاوه. ورپسې په ډېر درناوي ور وړاندې کړ. د هغې سيټ دومره قيمتي و چې د حاجي سترګې پکې نښتې پاتې وې. دا وخت يو تن د هغه نوم واخېست چې دننه لاړ شي. حاجي په بېړه کې د مېرمنې د موبايل له اخېستلو ډډه وکړه. خو هغې په ټينګار ويل که نوموړی يې موبايل وانخلي نو هېڅکله به ځان ونه بښي. يو نيم له منتظرينو څخه هم اشاره کوله چې وايې خله. هماغه و چې حاجي موبايل واخېست او په دروازه ننوت. مېرمن د ودانۍ د خروجي دروازې په لور وخوځېدله.

بله ورځ رشيد او قهار په دکان کې ناست وو، چې غوښين ږيرور ورونه له څو تنو ځوانانو سره په درندو ګامونو راغلل. مشر حاجي ناصر په سوې سا دوئ ته مخامخ ودرېد:

– مياشت پوره شوه، تاسې پيسې پيدا نکړې. اوس نو وځئ! دوکان زموږ دی.

رشيد په زړه تنګۍ ځواب ورکړ:

– ته ودرې! دوکان چېرته نه تښتي، وګورو چې محکمه څه فيصله کئ؟

حاجي ناصر، چې خېټه يې له ډېره قهره پړسېدله او تشېدله، يوه شېبه غصه ناک په سترګو کې ور کتل. وروسته يې آرام، خو د غضب له طوفانونو ډک غږ واېست:

– جرګې فيصله کړې. امغه زموږ اصلي محکمه ده. ای! تر اوسه خو زموږ او ستاسې خبره په اينسانيت وه، په دوستۍ او ورورولۍ وه. اوس چې ددې ټولو نه تېره شوه، موږ ام يوه شېبه د چا لياظ نه کوو.

هغه د لاس ساعت سترګو ته پورته کړ:

– درې ديقې وخت لرئ چې خپل شخصي شيان ټول کئ! درې ديقو نه پسته په خپله ووځئ! که نه په زوره مو باسو!

رشيد او قهار په بې وارۍ يو بل ته مخونه وڅرخول. وروسته يې سترګې غوښينو ورونو ته واړولې. اوس هغوئ ټولو لاسونه د خېټو له پاسه يوشان د چليپا د علامې په څېر نيولي او دوئ ته يې تېره تېره کتل. رشيد وويل:

– ای آجي صيب! موږ خو تاسې ته ندي ويلي چې ولا که مو پيسې درکو. نو تاسې ولې دونه په قار يئ؟

حاجي ناصر هېڅ ځواب ورنکړ. يوازې يې وخت په وخت ساعت ته کتل. نور دکانداران هم راټول شول. پوښتنه يې کوله چې څه خبره ده؟ رشيد او قهار په دې هيله چې که هغوئ څه مرسته وکړي هر يو ته په عاجزۍ خبره روښانوله. درې دقيقې پوره شوې. دوو تنو تکړه ځوانانو رشيد او دوو قهار له مټو ونيو او په ټېلوهلو يې واېستل. قهار بېرته راتاو شو چې ځواب ورکړي. ورسره سم داسې کلک ټېلوهل شو چې د مخامخ دکان په دېوال تر لګېدو وروسته په ځمکه وغځېد. دا ځل رشيد له پړسېدلو سږمو سره راوڅرخېد. خو نور دکانداران منځ ته شول او هغه يې جګړې ته پرې نښود. په دې ترڅ کې يو تن د رشيد په غوږ کې له زوره کار اخېستل يې په تاوان وبلل. هغه هم غلی شو. غوښينو ورونو له ځان سره راوړی قلف دکان ته واچاوه. ددې ټولو په پای کې حاجي ناصر رشيد ته ګوته ونيوله:

– لاس دې کته او بره خلاص! جرګې فيصله کړې. که سل نورې محکمې جوړې کې، بيا به ام ملامت يې.

رشيد له سوې سا سره په نيولي غږ وويل:

– ای آجي ای! دا څه د زور خبره نده. د حق خبره ده. جرګه دې صيي. خواوس خبره محکمې کې ده. موږ وايو خير دی. چې ملامت شولو بيا هر څه چې ستاسې حق وي منو يې.

خو غوښينو ورونو ددوئ خبرې هېڅ نه اورېدلې. حاجي ناصر بيا په ګواښ ګوته وڅنډله:

– نه نه تاسې اېڅ شی نه منئ. ګوره ښه يې واوره! ماته به يوه پېغله ام راکوئ او کور به امدا نن خوشې کوئ! او اغه باقي پيسې به مې ام پيدا کوئ! پو شوئ؟ تاسې ته دا د وړکيانو مستي ښکاري، کله دلته فيصله کوه، دا مه منه. بيا ځه بل چېرې فيصله کوه.

قهار هم په ګواښ ګوته تېره ونيوله:

– ای! خير دی.تاسې خو ډېر تېز راغلئ. په خدای چې زما د دوکان يو شی بې ځايه شي کنه چې لس چنده يې درنه وانخلمه زما نوم به قهار نه وي.

نور بیا

One thought on “غیرتیان (۴) لیکوال: محمد اصف عمر”
  1. ګرانو لوستونكو
    .د ښاغلي اصف عمر يو ناول ”مكمل ځناور” ما په خپل كتاب ”’پښتو ناول سل كاله” كښې څېړلےدے
    دا لېكوال يو ښه ناول لېكونكے دے او قېصې يې حقېقت ته نزدې دي
    رشيد احمد
    پېښور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *