حاجي کټ کټ وخندل:
– د خولې سره دې سمې خبرې کوه! ښه ګرانه؟ زه دې د مال وږی نه يمه. کيلي د مارکېټ وکيل ته ورکومه. بله ورځ به دې مال ددې دوکاندارانو مخ کې ايساب کو.
ورپسې يې راټولو شويو کسانو ته په ملنډو وويل:
– دا د خان صيب بچيانو ته د جرګې فيصله ارزښت نلري. محکمې ته يې اريضه کړې. او بيا خبر يئ څه يې کړي؟
د ټولو په سترګو کې تلوسه څرګنده شوه. حاجي دوام ورکړ:
– ښځه وکيله يې نيولې. په ښځه دونيا ګټي.
ورونو يې له ځوانانو سره هرررر وخندل. خو نور دکانداران غلي وو. سره له دې چې هغوئ ته رشيد او قهار ملامت برېښېدل، خو زړه يې هم ورباندې سوزېده. له بله پلوه يې نه غوښتل يوه خوا هم خوشې په خوشې له ځانه خوابدې کړي.
سبا ماسپښين رشيد غمجن په کور کې ناست و چې ټلېفون يې وترنګېده. دا پوليس وو. هغوئ ورڅخه مارکېټ ته د ورتګ غوښتنه وکړه. کله چې ورسېد هلته د پوليسو سره څو تنه په ملکي درېشۍ کې هم وو. يو تن چې تورې عينکې يې په سترګو وې د ټولو مشر ښکارېده. د هغه په امر دده دکان ته بل قلف ځوړند او مهر او لاک شو. رشيد سخت خوشحاله و. وړاندې ورغی او ويې پوښتل:
– تاسې څه خبر شوئ چې آجي رانه دوکان په زوره نيولی؟
– ولې، خو لور دې راغلې وه که نه.
د رشيد خوله له ډېره تعجبه شواړه شوه:
– لور مې؟
– هو وا! اغه مريمۍ چې نومېږي.
د رشيد د خولې شواړتيا نوره هم زياته شوه:
– ښه؟ اغه خو د کوره نه وځي؟
دا ځل عينکي په تعجب ور وکتل:
– اوس خو اغه دی وتې وه.
رشيد کور ته له رسېدو سره سمدلاسه مريمۍ راوغوښته. معلومه شوه چې هغه بېخي له کوره خوځېدلې نده. هک حيران و چې دا به څوک وي؟ په همدې چورتونو کې و چې د حاجي ناصر زنګ راغی. په خورا قهر يې خبرې کولې. د دکان مهر او لاک کول يې د جرګې د فيصلې څخه مکمل انکار وباله. خو رشيد وويل چې ده ته هم د پوليسو له خوا دا کار کول ناڅاپي خبره وه. حاجي غوښتنه وکړه چې په دې صورت کې دواړه ورونه ورسره ولايت ته لاړ شي. د کور او دکان د قبالې په ورکولو کې اقرار وکړي. خو رشيد د دولت په لاس کې د دکان د کېوتو له امله د محکمې تر فيصلې پورې منتظرېدل حتمي وبلل. حاجي ناصر له ډېره قهره لکه مار په خپل ځای کې تاو راتاو شو.
مازيګر و، چې رشيد د کريمې ويسا دفتر ته راغی. د حاجي له خوا د دکان د نيول کېدو، د دولت له خوا د مهر او لاک او يو ساعت مخکې له حاجي ناصر سره د خپلو ټليفوني خبرو کيسه يې وکړه. ويې غوښتل چې د لانجې د ختمولو لپار ه محکمه ژر جوړه شي. خو هغې د څېړنو تر بشپړېدو پورې صبر کول حتمي وبلل. د رشيد ماغزه وخوټېدل:
– دا ته آسمان ته زينه جوړی؟ څه کی؟
د کريمې سترګې رډې رډې راووتلې:
– ټول مالومات راټولول ډېر ضروري دي.
رشيد يې په چيغه خبره پرې کړه:
– خو راټول يې که کنه! څه ته دلته ناسته يې د خان لورې؟
چاغې سکرټرې په وارخطايۍ سر ښکاره کړ، چې وکيلې ته کوم زيان ونه رسېږي. د کريمې هم ماغزه چپه شول. له نېغ درېدو سره يې ګوته د دروازې په لور ونيوله:
– وځه! تېز! يوه دقيقه دې نور دلته ونه وينمه!
دا ځل د رشيد سترګې رډې رډې وختلې. کريمې د هغه د ټېلوهلو په ترڅ کې وويل:
– ما نه ستا په کار کې د ډوډۍ وختونه هېر دي. لکه سپۍ منډې وهمه چې تاته ګټه ورسي. ټر و پر ام ستا دی. ته په چا بلد شوی يې؟ وځه!
رشيد د تيندک خوړلو په ترڅ کې په قهر شو:
– ای! ښځه يې شرم دی. که نه په يو سوک دې اغې دونيا ته لېږمه.
– ته ګوزار وکه چې څوک اغې دونيا ته ځي! وځه!
ماښام و. هغه چورتي او غمجن د عمومي سرک په سر له موټره کېوت. له دغه ځايه ددوئ تر کورونو د پارک د ساحې په نوم شاړه ځمکه پرته وه. خلک د لارې د لنډولو لپاره د هغې په منځ کې تېرېدل. خو دا ځل په دې لاره يو ډبه شکله موټر راغلی او د شاړې په منځ کې ولاړ و. د رشيد هم ورپام شو. خو وړاندې کورونو ته په کتلو يې بيا خپلې ستونزې سترګو ته ودرېدلې. بېرته يې ځړېدلی سر او په چورتونو کې ډوب خپلې لارې ته دوام ورکړ. د موټر تر څنګ د تېرېدو پر مهال يودم څو تنه پوزتړلي په ټوپ راکېوتل او د سترګو په رپ کې ترې راتاو شول. هغه يې په يو زور د موټر منځ ته وار کړ. باډۍ تشه پشه و. چوکۍ يې نلرلې. هلته دريو تنو په ډېرې چټکتيا د رشيد له سملولو سره سم خوله په دسمال ور بنده کړه. دروازه وتړل شوه. ورپسې يو د پلن څټ خاوند امر وکړ:
– کوفته يې کئ!
بل تن په دوو پښو کېناست او لنډ کېبل يې پروت رشيد ته واړاوه. تر لږ ځنډ وروسته د موټر دروازه خلاصه شوه. رشيد يې لکه لته لاندې وغورځاوه. د موټر له تېز حرکت سره د دروازې د بندېدو درز هم وخوت. د ماښام په لړه کې د ټايرونو دوړې د رشيد په پروت جسد راتاوې شوې.
همدا شېبه مدير صاحب هم له ښاري بس څخه په ځمکه قدم کېښود. پلاستيکې کڅوړه يې له تازه ترکارۍ ډکه وه. په شاړه کې په لنډو د کور په لور روان شو. د ورکېدونکې دوړې تر منځ يې سترګې په يو تور شي ولګېدلې. په زړه کې يې تېر شول ( دا څه شی دی؟ مخکې خو دلته نه و ) د پلټنې حس يې راوپارېده. کله چې وړاندې ورغی ويې ليدل چې رشيد په وينو کې لت پت او بې سده پروت دی. سخت وارخطا شو. ډېرې نارې يې ورباندې وکړې، ټکانونه يې ورکړل خو بې ګټې کار وو. ژر يې قهار ته زنګ وواهه. تر څو هغه رارسېده، رشيد يې په ټکسي موټر کې چټک نژدې کلينيک ته ورساوه. هلته يوې نوکريوالې ډاکټرې په منډه عاجل سروېس ته ننوېست. سمدلاسه يې اکسيجن چالان کړل.
مدير صاحب د انتظار په کوټه کې د دووتنو ناستو پايوازانو مخې ته ناآرامه ګرځېده. سل ډوله پوښتنې يې په مغزو راورېدلې. د ترکارۍ کڅوړه هم ورسره سرګردانه وه. شېبه پس قهار سا نيولی راورسېد. سمدلاسه يې مدير صاحب له مټې وښوراوه:
– څنګه دی، رشيد څنګه دی؟
– نه پوېېږمه. دننه کړی يې دی.
– چا وهلی، ورور مې چا وهلې؟ آ؟ کوم خبيث…
په دې ترڅ کې ډاکټره په بيړه راووتله او د يو کاغذ په مخته کولو يې خبرې ور پرې کړې:
– اله وروره! دا پرېده! زرکوه! دا دوا راوړه! زرکوه زر! چې هره ثانيه موهمه ده.
قهار جېب ته لاس کړ. ورپسې يې په وارخطايۍ مخ مدير صاحب ته واړاوه:
– ماسره خو پيسې نشته.
هغه هم په جېبونو کې وګرځېد:
– ما سره دا درې سوه دي. ډاکټر صيب! بس کېږي؟
دوو نورو پايوازانو سرونه ښکته واچول چې له هغوئ څخه يې ونه غواړي. ډاکټرې يوې کوټې ته په منډه کې وويل:
– تاسې صبر وکئ!
هغه د سترګو په رپ کې ښځينه بټوه په لاس راووتله. يو موټی زرګوني يې راواېستل:
– هه! دا واخله! اله منډه که!
قهار هم لکه مرمۍ خوشې شو. په يوه شېبه کې يې د نژدې درملتونونو څخه دوا راورسوله. هغه په يو لاس کې اضافه پيسې او په بل کې د درملو کڅوړه ورمخته کړه. خو ډاکټرې کڅوړه کش او په منډه د دروازې تر شا ورکه شوه. قهار هک حيران ودرېد. پيسې يې مدير صاحب ته ونيولې:
– په دې څه وکمه؟
– څه وکې؟ خو ډاکټره به پوېېږي چې نوره دوا ام په کارېږي. خير دی، بيا به يې ورکې. ډېره ښه ښځه ښکاري.
– هو والا. څوک دسې کئ؟
نورو پايوازانو هم سرونه په تائيد وخوځول. په دې ترڅ کې قهار په غاښچيچي بيا له مدير صاحب نه وپوښتل:
– ودې نه ويلې چې چا ووهه؟
– ما ندی ليدلی. زه چې راغلمه الته بل اېڅوک نه ښکارېده. يوازې دی بې سده پروت و.
– دا به نو څوک وي؟
– اغه ستاسې لانجه چې ورسره ده اغئ خو به نه وي؟ اغه څلور چاغ چاغ ورونه؟
– نه پوېېږمه.
– اغئ ماته ډېر وران خلک ښکاري. بل چا سره خو لانجه نلرئ؟
– نه نه، خو…
– خو څه؟
قهار د نوريې تېښته يادوله. مګر بېرته يې خوله ونيوله:
– اېڅ، نه نه. ته ودرې! خدای دې رشيد جوړ کي! اغه به ليدلي وي.
تر اوږد ځنډ وروسته ډاکټره راووتله. هغه اوس وارخطا نه برېښېدله. په آرامه يې وويل:
– خيرو خيريت دی. مريض مو بيداره شو.
قهار وپوښتل:
– څنګه دی؟ کوم ځای خو يې مات ندی؟
– نه، اسې ښه دی. هډوکي يې روغ دي. خو ډېر وهل يې خوړلي، سر يې ضربه ليدلې. لږې لږې پرتې وايي. خو ورو ورو ښه کېږي. استراحت بايد وکي استراحت.
– ښه؟
– هو، ښه شو چې په وخت مو راورسوه. که لږ ځنډېدلی وای نو د مينځه ته.
قهار په پستو کتلو او پوروړي غږ وويل:
– مودير صيب! تاته دې خدای خير درکي. که ته نه وای ورور مې مړ و.
ډاکټرې سر تائيدي وخوځاوه. مدير صاحب د مهربانۍ موسکا وکړه:
– ما ته خو لکه زوی دسې دی. اصلاً مننه بايد د ډاکټرې صايبې نه وکو چې په نا اشنايۍ کې يې دونه کومک وکه.
– نه تره! دا خو زما وظيفه ده. څه ته مې دونه تاصيل کړی؟
مدير صاحب وړاندې شو:
– لورې! موږ يې ليدی شو؟
– هو، خو اغه ته ډېرې خبرې ښې ندي. يوازې سلام واچوئ او بس!
– سمه ده، امدسې کوو. تا موږ سره ښه وکړه، خدای دې تاسره ښه وکي!
دواړه ننوتل. د رشيد بدن ټول پړسېدلی پړسېدلی او په سپينو رښکيو تړلی و. مدير صاحب سلام واچاوه نور غلی کېناست. خو د قهار زړه صبر ونکړ. خپله پوښتنه يې له هغه څخه هم وکړه. رشيد په ټکنۍ ژبه څرګنده کړه:
– مخونه يې پټ وو. ومې نه پېژندله. خو زه ويمه ددې وکيلې کسان وو.
– ښه؟ زه به ددې سپۍ خوښ شمه.
مدير صاحب په دغه خبره د نه باور له کبله په موسکا وويل:
– نه بابا.
خو رشيد جدي و:
– زه دا وکيله بدلومه.
مدير صاحب وارخطا شو:
– دا څه وايې؟ نه…
– ډېره بې شرمه ښځه ده. زه يې د دفتره وباسلمه. نه يې پرېدمه!
– نه نه، ګوره دا غلطي ونکې! اغه ما وپېژندله. زيږه ده، خو په خبره ولاړه ښځه…
ډاکټرې مداخله وکړه. هغوئ يې جداً له خبرو کولو منع کړل.
په سبا يې رشيد بېخي بيداره و. د خپل خوراک، مخ مينځلو او تشناب ته تللو ضرورتونه يې په خپله ترسره کول. ځکه يې د کور ته بيولو اجازه ورکړه. د ډاکټرې فيس خو په ځای پرېده د هغې خپلې پيسې هم ورباندې پاتې شوې.
هلته په کور کې رشيد د هر ساعت په تېرېدو خپل عادي حال ته راته. يوازې ټپونه يې شېبه په شېبه لا شنه کېدل.
غرمه نژدې وه. د کمپيوټرونو او تلوېزيونونو د مارکېټ مخې ته يوه چادري کړې ښځه ولاړه وه. هغې له سهاره انتظار اېست. د سرک په سر ولاړو پلورونکو ورته په شک کتل. دا وخت د حاجي ناصر لنډکروزر ودرېد. همدا چې هغه ورڅخه راکېوت نوموړې مېرمن يې مخې ته ورغله:
– سلاماليکمه آجي صيب!
حاجي ورباندې د سوالګرې خيال وکړ، ځکه له وعليکم ويلو سره يې څنګ ته تېر شو. خو هغې د موبايل له رااېستلو سره بيا ورنارې کړې:
– آجي صيب! دا دې په ياد دی؟
هغه ودرېد. له چادري څخه راوتي تنکي لاس ته ځير شو:
– دا څه شی دی؟
مېرمنه وړاندې ورغله:
– آجي صيب! زه امغه ښځه يمه چې ستاسو موبايل مې پښې لاندې شو. آ چې ما بيا خپل موبايل درکه.
حاجي له وروځو پورته کشولو سره سر په تائېد وخوځاوه:
– ښه ښه! نو بيا راغلې يې چې دا بل مې چيت پيت کې؟
– نه نه. نه پوېېږمه څنګه درته وويمه؟ تاسې ته به موبايل اېڅ ارزښت نلري. خو زه يې په کور کې سخته وډبولمه چې څه دې که. ويلې چې رايې نه وړې وژنمه دې.
– ښه، د يو موبايل د پاره؟
– هو.
– دا چا؟
– مېړه مې. ما ويلې ښه راوړمه يې.
هغې په لاس کې موبايل ته اشاره وکړه:
– بيا لاړمه اغه ستاسې سيټ چې ما پښو لاندې مات کړی و، امغسې سيټ مې واخېسته. بيا د امغه وخت نه تاسې پسې ګرځمه. ايله اوس مې پيدا کړئ.
حاجي نه پوهېده چې څه ووايي؟ مېرمنې زياته کړه:
– خدای ته وګوره آجي صيب دا خپل موبايل واخله اغه زما راکه! زه پوېېږمه چې تاسې ته ملامته يمه. خو څنګه وکمه؟ غريبي دې خدای واخلي! شپه او ورځ يې راباندې قيامته کړې ده. امدا وايي چې زما قيمتي موبايل راوړه!
– آخو خير دی. خو زما نومرې پکې دي.
– ته راکه! ټولې نومرې دې سيمکارت ته اچومه. بيا هر سيټ کې راځي.
حاجي موبايل ورکړ. مېرمنې په دومره چټکۍ او اسانۍ نومرې انتقال کړې چې د حاجي خوله وازه پاتې شوه. په پای کې يې سيمکارت په بل موبايل کې واچاوه. ورپسې يې مننه وکړه او روانه شوه. حاجي يې لنډه شېبه تر شا کتل. په پای کې موسکی مارکېټ ته ننوت.
همدا ماښام د ډوډۍ د مېز تر شا د کريمې ويسا پلار د رشيد د قضيې په هکله وپوښتل. هغې په خورا مات زړه وويل:
– لګيا يو. خو ماته ډېر سخت کار ښکاري.
د نوريې په سترګو کې بې اندازه اندېښنه څرګنده شوه:
– ولې؟
کريمې له ډوبې سا سره ځواب ورکړ:
– يو خو ستا پلار بېخي بې سُره دی. فکر کئ چې اغه ماښام ورپسې ما خلک لېږلي وو چې وهل ورکي. کېدی شي وکيل بدل کي. بل، نن آجي ناصر ام راته زنګ وهلی و.
د نوريې سا اخېستل تېز شول. دواړو بوډاګانو هم وروځې ګونجې کړې. کريمې خپلې خبرې وغځولې:
– ويلې ته ډېره خدای نا ترسه ښځه يې. د حق خورو خلکو سره کومک کی.
سپينږيري په زړه سوي وپوښتل:
– ښه؟ غريب زارۍ کولې چې دسې مه کوه؟
– نه پلاره. اختار يې راکه. ويلې دا ځل ته تېروتې يې. زما حق اېڅوک نشي خوړلی. ما ته چې په سمه لار حق په لاس نه راځي په کږه يې لاس ته راوړمه. ويلې زيار مه باسه! ما وخته کار جوړ کړی دی. البته قاضيانو ته به يې پيسې ورکړې وي نو. په آخر کې يې وويلې که بيا دې ام زما کار خراب که، ښه ورځ به ونه وينې.
نوريې اوس له لنډې لنډې سا اخېستنې سره په بې وارۍ ژر ژر فکر کاوه، چې څه کول په کار دي؟ بوډۍ په ډار وويل:
– ورک يې که لورې ددې مسلې نه تېره شه! بل چاته يې ورکه! ته پېغله يې. چې په کوم بل غم وانه وړو.
کريمې په خواخوږۍ تکې سپينې اوښتې نوريې ته وکتل. ورپسې يې په آرامه شونډې ورپولې:
– نه پوېېږمه. وبه ګورو چې څه کېږي.
بل سهار د شکريې زګېروي ورو ورو په چيغو بدلېدل. ورسره په بلې کوټې کې د پروت رشيد څېره هم ورو ورو تروېدله. خو په بلې نالۍ پرته بسۍ په بيړه ووتله.
يو مهال د رشيد د زغم کنډولی ډک شو. په قهر د شکريې کوټې ته ورغی چې خوله يې وربنده کړي. خو هلته يې بسۍ او ورېندارګانې ترې راتاوې وليدلې. هغوئ ورته د سمې ملاستې لارښوونې کولې. بسۍ د مېړه په ليدو وويل:
– ماشوم پيدا کېږي. بختۍ ترور ته غږ نه کمه؟
رشيد په کرکه له مخ اړولو سره په بېرته تګ کې ځواب ورکړ:
– غږ که ورته!
هغې سمدلاسه د دېوال په بېخ کې شواړ ويده خانو وخوځاوه:
– پاڅېږه الکه! اله! ادې دې پاذابه ده. اله! پاڅېږه!
هغه په وارخطايۍ نېغ کېناست. د څراغ رڼا يې سترګې وبرېښولې. غوښين لاس يې مخ ته لکه ډال ونيو. هغې بيا امر وکړ:
– اله منډه! بختۍ ترور ته ووايه د ادې مې ماشوم پيدا کېږي! اله!
خانو له مور څخه اندېښمنې سترګې وشکولې او راوان شو. څو شېبې وروسته ترور په منډه راغله. ناروغ يې ښه په ځير وکوت. په څېره کې يې سخته وارخطايي څرګنده شوه. په بيړه يې ځان د بسۍ په کوټې کې پروت رشيد ته ورساوه. هغه همدا شېبه يوه ګولۍ خولې ته واچوله. ورپسې يې د اوبو غړپ وکړ. بختۍ ترور سا نيولې وويل:
– الکه! ښځه دې ډېره سخته ده. زر يې شفاخانې ته ورسوه! اله زر کوه چې ناوخته نشي!
رشيد په شک وکتل:
– خبر يمه. ماشوم يې پيدا کېږي.
– هو، خو دسې دردونه لري لکه ماشوم چې يې بند وي. زر کوه چې خدای مه که په دې يا په ماشوم څه ونشي!
– ځه ترورې! څه چې قسمت کې وي. کومه ښځه په بچي زېږولو کې اتڼ کئ؟
نور بیا