پدې وروستيو کې به مو دا خبره ډېره اورېدلې وي چې موسقۍ د سواګرۍ بڼه غوره کړې ده او سندر غاړي خپل هنر په پيسو پلوري ، ددې پرځای چې خپل اصيل هنر او موسقي ژوندۍ وساتي ، ژبې ته کار وکړي ، اصيل ذوقونه خړوب کړي او اورېدو نکي له لاسه ورنکړي برعکس دوی په بې معنا مجلسونو او غونډو کې ګډون کوي او هلته بيا غير هنري موسقي غږوي او داسې شعرونه وايې چې هغه آن د شعر تر خوا هم نه وي تېر ، دا هغه څه دي چې د سندر غاړو په شخصيت ، نوم او ددوی په هنر منفي اثر کوي . نن سبا ډېری وګړي فکر کوي چې موسقي غير لدې چې يو سندر غاړی درته په مجلس کې سندرې او ستاد خوښې شاعري وغږوي نور هېڅ هم ندي .

مګر داسې نده شته ډېر داسې سندرمار چې په زړونو کې ځای لري او د اصيلو ذوقونو لپاره په پوره جوش سندرې وايې ، دا ډله سندرغاړي خپل اورېدونکي له ځان نه لرې کوي او تل هڅه کوي مخکې ګام واخلي، په موسقي کې نوښت وکړي، نوي کمپوزونه جوړي کړي او نوي شعرونه سندرې کړي .

دا ډله سندربول پدې اند دي چې موسقي يواداسې هنر دی چې لږ تېر وتنه يې د ټول عمر خواري په ابو لاهو کوي ، او هر څومره شهرت او مينوال چې هنرمند پيداکړي وي په يوه بې معناسندره يې له لاسه ورکولی شي . ددې لپاره چې هنر مند د دې چارې مخه ونيسي نو نوښت، دقت ، خواري او زحمت د وباسي. هنر ساتل او سوداګري نکول پکار دي .

زه نعيم توری درپېژنم او دا خبرې مې د نعيم توري له خولې درته وکړې نعيم توری د کوزې پښتونخوا کرمې دي او اسلام آباد کې اوسېږي ، د ښاغلي توري تر اوسه نهه البومونه بازار ته راوتلي چې د اورېدونکو لخوايې تود هر کلی شوی ، که څه هم لس کلونه کيږي چې توری سندرې وايې مګر ده لاتر اوسه ټولې ايله بيله سل سندرې ويلي دي، ماچې ورته وويل توري صيب لس کاله زيات وخت دی او تا دومره لږ سندرې ويل دي دا ولې ؟ توري ځواب را کړ چې لږ خوره تل خوره ، يا چې ډېر شي نوګنډېر شي .

توري ته ملګري خانجي وايې چې دا رازمې را ولټاوه نو توري راته وويل چې موږ اصل کې خانان يو او بل زه په پيسو سندرې نه وايم نو ملګرو راته خانجي نوم غوره کړی ، توري وايې چې کله مې د سايل صيب دا شعر سندره کړ نو مشهور شوم :

چې کيني نورو وطنونو له زلمي لويوي

ميندې لېونۍ دي نادانې دي

نعيم توري لدې نه پس د سايل د مښامونو په نوم يو بنډل البونه راويستل چې د اورېدونکو لخوايې تود هر کلی وشو.

څو ورځې مخکې په ممتاز محل هوټل کې د يوه ملګري د کوژدې مراسم ول او نعيم توري هم راسر تللی وو که څه هم توري ددې لپاره نه وو تللی چې سندرې ووايې خو سندره يې وويله ، دی خلکو نه پېژانده ، خو کله يې چې سندره پيل کړه : ( ميندې لېونۍ دي نادانې دي ) يودم هوټل چيغو په سر واخست او خلک په توري د غمبسو ( بمبرو ) په څېر را تويې شول . زه ايله بيله پو شوم چې توري د خلکو په زړنو کې ځای نيولی .

نعيم توري تر اوسه د ګڼو تکره شاعرانو شعرونه ويل دي ، چې لدې ډلې رحمت شاه سايل هغه کس دی چې توري يې له شعرونو شهکار سندرې جوړې کړې دي .

بس چې شو يو ځل غاړه په غاړه سره وژاړو

ځه چې لږ په چيغو چيغو دواړه سره وژاړو

توري د سايل له کلام علاوه د غزل د بابا حمزه شينواري ، مرحوم صاحب شاه صابر ، پيرمحمد کاروان ، او نورو تکړه او منلو شاعرانو شعرونه سندرې کړي دي ، توري راته ويل اوس چې په کوم البوم کار کوي د کاروان هغه شعر يې هم سندره کړی چې وايې :

د غرونو خلک يو کارونه د بازار نه کوو

شډل پډل ګرځو هېڅ ډول او سينګار نه کوو

توري ته مې ويل چې ستا د تخلص په مفهوم لا نه پوهېږم ،چې توري به څه ته ويل کيږي ده وخندل او پدې پوښتنه خوښ شو بيا راته وويل آرمله زموږ پلرونو داسې ويل چې درې وروڼه وو يو وردګ بل ځاځی او درېيم توري ، په څه خبره يې لانجه راغله وردګ لاړ وردګوته او ځاځی پکتيا کې مېشت شو او درېيم توری کوزې پښتونخوا لاړ او موږ ترې پاتې شوي يو .

ماويل د چاسندرې اورې؟ توري په سرکې د بېلتون نوم راته واخست ورپسې يې شاولي او احمدولي يادکړل د خيال محمد نوم يې وروسته راته ووې .

په پای کې مې داهم ترې وپوښتل چې ولې ځينې سندر غاړي په اولو کې زيات مشهور شي او لږ وروسته د خلکو له زړونو ووځي ؟ ده راته وويل چې انګرېزان متل کوي: چې څومره ژر آسمان ته وخېژې دومره به ژر راولوېږې . ده وغزوله چې تر هغه وهغه هنر مند په خلکو ګران تر څو چې ده په هنر تجارت نه وي کړی .

او هو ريښتا نعيم توري داسې غزل بول سندرمادر دی چې په ريښتيا هم اصيل ذوقونه خړو بولی شي او د ده د هنر په هکله هاغه د کاروان صيب خبره د رېکشو ډرېوران نشو پوښتلی د توري د آواز د اهميت او قدر پوښتنه بايد د لوړو ذوقونو له خاوندانو وشي .

توري د سايل صيب دا غزل هم د زړه له جوشه سندره کړی :

دا پرې څه وشول چې مې زړه ورانو ي

خلک خو خپل کورونه نه ورانوي

څومره نادانه ده په ډک محفل کې

د اوښکو لار په لوپټه ورانوي

چې په خورو زلفو کې ګوتې وهي

خدايه چې نور به پکې څه ورانوي

پای

۱۳۹۳-۹-۲

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *