جنګ د ژوند هر اړخ متاثره کوي، موږ چې په جنګ کې ډېر څه وبايلل، لا هم د بايلات دا توپان زموږ د اميدونو ګلان رژوي او هر ټولنيز ارزښت ته مو د پيکه توب رنګونه شيندي، هر لوری راته د ارمانونو او ارزښتونو هديره ده، هره لاره مو د فناه په لوري او هره هڅه مو د مايوسيو په څادر کې راڅرګندېږي.
جنګ هغه بدبختي ده چې زموږ د نيکمرغيو هر فصل يې خزان کړی دی او لا هم د خزان پالوونکو مخه چا نه ده نيولې، لا هم د ورکو او تباهيو په اور کې د ولاړ انسان غمخور نشته، لا هم د سولې او نيکمرغۍ هغه اوبه نشته چې زموږ د دور د معصوم ماشوم په چاودو شونډو موسکا راولي، هغه ماشومان چې د جنګ په اور کې لولپه ولاړ دي، هغه مور چې په دې جنګ کې يې د اميدونو کاروانونه غرق شول، بوره شوه، هغه بوډا چې عمر يې د اسلام د ساتلو په نيت تېر کړ خو اوس د راتلوونکي برخليک په څلورلارې کې اندېښمن ولاړ دی، د ژوند او مرګ په سرحد په ځان شکي دی، بس هر سړی حيران دريان ولاړ دی، د جنګ لمبې يې په وجود پورې څپې وهي، له هر چا لوری ورک دی، جنګ دی، غمخور نشته، ټولو انساني ارزښتونو سر خوړلی دی.
زموږ نيم ژواندې شاعرۍ، ګډو وډو خبرو هم د باروتو له لوګيو بغير بل څه د هنر او مينې تږيو ته ورنه کړل، زموږ په ترخو خبرو هم ډېرو ته عذاب رسي خو څه وکړو؟! د جنګ په اور کې د مينې نغمه له کومه کړو؟! د وږيو په کلي کې د شاهانو د دربار کيسه له کومه کړو؟! له څه يې زده کړو؟! څه بيان کړو؟! مجبوريت دی چې همدا ناخوالې په لوستوونکو او اورېدونکو هم پيرزو کوو، ښه پوهېږو چې زموږ د چيغو او فريادونو انعکاس نشته، ګټه نه لري، د بدلون تمه ترې نه شي خو څه وکړو؟! زموږ فريادونه، زموږ په وژل شويو ارمانونو ساندې خو به وي، موږ که مرو، زموږ ارمانونه خو دې تر يو چا ورسېږي، يو چا ته خو دې دا ور ياده شي چې دلته هم له مرګونو تنګ خلک اوسېدل، په دې خو د خلک خبرېدل په کار دي چې دلته هم په ژوند پسې د منډه وهوونکيو قبرونه شته، دلته که د مرګ پلويو هديرې شته، د ژوند پلويو ورک جسدونه يې هم په خوا کې ايره شوي، دلته که د مرګ د اتلانو کارنامې ستايل کېږي، د مرګ غندوونکو په حجره کې هم يوه ګمنامه اروا د خپلو ارمانونو په بستر د ډوبې خاموشۍ ساه وباسي.
دا خبرې مې يوازې د يو چا يوې خبرې ته کړې دي چې په شعر او هره کې دومره مايوسي ولې راشي؟
موږ په يوه داسې زمانه، داسې ټولنه کې ژوند کوو چې د هر اميد په مخ کې يو دېوال ولاړ دی خو بيا هم له خپلو ارمانونو زړه ماتي نه يو، يو وخت به داسې راشي چې زموږ د باروت سوې خاورې انسان به خپل ارمانونه پوره کړي وي، دا بيت مې چې ليکه د ټولو مايوسيو باوجود ځان حوصله من راته ښکارېده.
زړه ماتې نه کړو زمانو په داسې خلکو کې هم
چې څوک ګلان کري، څوک زېري د خزان خوروي
زموږ پيکه شاعري، زموږ بې مفهومه فريادونه همدا دي، ژوند ته د تږيو ساندې دي، له بمه د ستړي انسان اوازونه دي. …
کاروان صيب خو دا کيسه له غيبه نه کوله، زرګونه داسې کيسې يې په چم کې تېرې شوې دي.
زموږ د کلي هغه دنګه جينۍ
هغه په سپين کې غنمرنګه جينۍ
اوس يې ا، سور سالو لمبه نه وهي
اوس په پستو ګوتو چمبه نه وهي
…
ويښه دنيا وي، ځان په خوب واچوي
پرده د دې په ليونتوب واچوي
بيا چې همدا د جنګ په غولې بې وسه جينۍ له هر څه محرومه شي، نه يې څوک غږ اوري، نه يې څوک فرياد اوري، نه يې چا په ورور ورسره وژړل، نه يې د لالي يادونه چا ورسره غبرګ کړل، دا ليونۍ جينۍ به څه کوي؟!
سترګې په لوري د مولا واړوي
هسې نه پړمخې دنيا واړوي
زموږ د ټولنې حالت اوس د همدې بې وسه او له هر څه د محرومې جينۍ په څېر دی.
تېر کال مو کلي ته ګډ امنيتي ځواکونه د تالاشي په موخه راغلي وو، زموږ په کور يې هم را پېښه شوې وه، پلار مو د عملياتو کيسه کوله، ويل يې، زموږ کور ته هم د ملي اردو عسکر راغلل او لومړی چې راغلل، داسې ښکارېدل چې په يو پټ دښمن پسې سر دي خو چې کله يوې خونې ته ننوتل نو روحيه يې بدله شوه.
پلار مې ويل چې د ملي اردو عسکر د کتابونو په ليدلو حيرانۍ وښوده او ويل يې چې زرمت او کتابونه؟!
له دې کيسې وروسته مې يو غزل ليکلی و، يو بيت يې داسې و.
دې سخته غريبي کې مې هم لويه پاچاهي ده
ساتمه خپل نړاند کور کې د مينې کتابونه
د ملي اردو د سرتېري حيرانتيا بې ځايه نه وه، چېرته چې يوازې د بم، بمبار، ماين، راکټ، طالب، امريکايي، پوليس، جنګ، ټوپک، مردار او شهيد خبره عامه وي، هلته بيا کتاب څه کوي؟!
زموږ ړنګ کور چې د يو تېر جنګ داستان دی، د تاريخ د يو سوليدلي باب پاڼه ښکاري، د وېر او وحشت سيوري پکې ښکاري او د زرمت د نورو کورونو په څېر د فقر او لوږې رنګ پکې غالبه دی، هلته به د ملي اردو سرتېری خامخا د کتابونو په ليدو حيراني ښيي.
ډېرې داسې کيسې تېرې شوې دي چې د حالاتو مسير زموږ د ارمانونو خلاف ښيي خو ژوند چې چېرته ايسار شي، بيا يې ازادي يو څه ګرانه وي چې مجبوريتونه، محدوديتونه او زولنې مو هم په پښو کې بندې وي.
درې ورځې وړاندې له يو ملګري ليکوال سره په موټر سايکل د ګپ شپ په خاطر زرمت ته تلم چې د ملي اردو د سرتېرو له کاروانه تېر شوو، لېږ مخکې چې لاړو د ملي اردو د سرتېرو موټر ډېر په تېزۍ راباندې تېر شو او سرتېرې يې په منډه را کوز شول، په موږ يې غږ کړ، لاسونه پورته کړئ، تالاشي يې کړو، ژوندي دې وي، له پوښتنې مخکې يې ډز ونه کړ، ګنې ډېر دې لارې داسې وخوړل، هغه مهال يې له موږ دواړو سره يوازې کتابونه وموندل چې بيا د ملي اردو سرتېري حيران شول او ځکه حيرانېدل چې همدا ډول موټر سايکل چلوونکو خو په دوی يوازې ډزې کړې دي.
وايي، چې شاعري د انسان د اندرون او بېرون د درک انځور وي، هر ځل چې په دې لاره تللی يم، د مرګ او ژوند خبرې مې ډېرې ذهن ته راځي.
جنګ و، لاس و پښې مو خامخا بايلل نو
خبر دا ده چې د فکر معيوبين يو
زموږ د وژل شوي، ټپي، ټپي، ګوډ او مات هنر موضوع هم همدا ناورين دی، همدا جنګ دی، همدا د ورکې او دربدرۍ تصويرونه دي، چېرته هديره، چېرته جسد، چېرته ماين، چېرته بم، بمبار او نور بد نومونه په نورو هم قبلوو او نور په قسم چې په دې تکراري خبرو شرمېږو خو خلاصون مو ترې نه شي، په فطرت کې مو اخښل کېږي، ناچاره انسان په کومه لاړ شي؟!
د خلاصون ټولې لارې تړلي دي، د تېښتې لار هم د مېړانې نه ښکاري، که موږ ترې تښتو، ورور مو پکې پاتې، تره، کور، کلی، هديره او ياران خو پکې پاتې دي، هغوی به څه کوي؟!
د ژوند دا سخت وحشتونه، د غرب او شرق دښمنيو ته دا خالي ډګرونه، دا هدېري، دا دربدرۍ او ورکې، دا ماښامونه، دا غمونه، دا د فناه په لوري تللي پلونه، دا ورانې لارې، وران کورونه، ببر سرونه، ټپي، ټپي وجودونه، ټپي، ټپي روح او ضمېرونه، دا اخلاقي او ټولنيز ناروينونه. … دا ټول راته له نورې نړۍ بېل ښکاري.
هر ځل چې کور ته ځمه، په ګام ګام د تباهۍ د بلا تازه ګامونه، په هر ګام د انسان د وينو خاپي، په هر نظر کې يوه وېره، يو وحشت او د جهالت يوه سپکوونکې څېره.
معصوم ماشومان به وينې چې د يو عالم دردونو پېټی يې په شا وي او د يوې ورکې لارې په لټه به د ګمراه انسان په دوړو کې ترهېدلی، غورځېدلی ولاړ وي.
د هر کور مخې ته به د ماشومانو يو ټولی وينې، يو به پکې داسې نه وي چې زړه دې پرې ښه شي، شلېدلې جامې، شلېدلي بوټان، سپېره مخونه، چاودې لاسونه، ببرسرونه،،، د لوږې، فقر او ناروغيو اثر به يې په هر اندام ښکاري.
هر بوډا چې وينې، خيرن کالي، تبرکلوز، سل نورې ناروغۍ، زر ورکې، د دنيا او اخرت په نامعلومو برخليکونو کې به ورک وي.
هر ځوان چې وينې، د وسله وال تصوير، د بې علمۍ طرفدار، وزګار، د مور او پلار ازار وهلی، د ماشومانو قاتل، د ځان قاتل، د مرګ پلوی او زر نورې داسې خبرې به پکې پيدا کړې چې يوه به يې هم د يو ښه راتلوونکي زېری نه درکوي.
وږيو ته ډوډۍ که پرې پخېږي، نو بيا څه پروا؟!
زه دې د خپل قام په تناره کې سوزېدلی يم
دا بيت مې هغه وخت ليکلی و چې خپل کلي ته څېرمه يوه دښته کې مې څو ماشومان او يوه مورکۍ ولېدل، د ټولو تصويرول، ټول غمونه دي.
دوی په ډېر بد حالت وو، هغه څه چې د فقر په نوم مې اورېدلي، ټولې نښې يې خپلې کړې وي، هغه جامې يې په تن وې چې نور يې د فقر زور هم ور ختم کړی و.
دوی خځلې ټولولې او په داسې يوه دښته کې لګيا وو چې له سپېرو دوړو بغير پکې هېڅ هم نه ښکارېدل.
د سوريې د مسلمانو پېغلو په اړه مې لوستې چې دا وخت يوازې د ژوندي پاتې کېدو ارزو ورپاتې ده، هغه غيرت، هغه ابرو چې يوه مسلمانه پېغله يې لري، دوی ټول د جنګ په اور کې وسوزول او هغه عربان چې د اسلام داعيان دي، هغوی يې هم د عزت لوټلو کوښښونه نهايي کړل.
زه چې د خپلې سيمې بې وسه انسان ګورم، هېڅ هم ورپاتې نه دي، که په معنوياتو حساب کوو، جهالت خو هر معنويت وژني، هغه خو يې بايلود، که مادي ژوند ته يې ګوري، په هغو اړخونو خو خبرې کول هم نور کليشه شوې.
پوهنتون بدنام، ديني مدرسه بدنامه، ديني عالم بدنام، ښوونکی بدنام، ډاکتر بدنام، دهقان بدنام. … څوک نيکنام، څه نيکنام؟؟!!
وايي چې جنګ تر هر څه وړاندې کلتورونه او په ټولييز ډول انساني ارزښتونه تباه کوي او موږ يې په خپله سيمه کې ګام په ګام قبرونه وينو خو په اړه يې چاته فرياد وکړو، څوک يې اوري؟؟!!
هغه چې د فرياد اورېدونکي په نوم ځان را پېژني، له ټوپک سره ګرځي، له الوتکې او چورلکې، له بم او واسکټ سره ګرځي.
له جنګ ستړې مور ددې ويلو حق هم نه لري چې خاوند خو مې شهيد، زوی خو مې شهيد، ورور خو مې شهيد شو، زما د ليونتوب چيغې خو دنيا واوره چې نور جنګ بس دی، نه امنيت غواړم، نه جنت غواړم، نه مې ښوونځی په کار دی، نه مې روغتون په کار دی، جنګ مه راکوه، راکټ او بم مه راباندې مه وينه، وينې او کفن مې بد ايسې، بس دی، جنګ بس دی.
د ببرسرې مور فرياد به څوک واوري؟! چې اې د غرب، اې د پاک د خاورې اتله، زياتې مې مه کړوه، زياتې مې د وژليو په قبرونو مه ژړوه، بس دی چې يې تشې خونې ګورم، بس دی چې يې قبرونه او جنډې وينم…
دا ليکل چې کوم، په هېڅ نه پوهېږم، هره ناخواله ځان رامخکې کوي چې زما په اړه ووايه، زما په اړه يادونه ضروري ده، زما انځور به د جنګ پلويو زړه نرم کړي، که زه دې ورته ياده کړم نو وبه دردېږي، نور به مېندې نه بورېږي، نور به ماشومان په بمونو نه خېژي، نور به بمبارۍ حيوانات نه ترهوي، نور کلي نه ورانېږي، نور به وحشت خپله لمن ورټولوي، بله ناخواله او ناروا راته وايي چې ما ياده کړه، که زه دې ياده کړم، زما سمه انځورګري دې وکړه نو دا خلک به رښتيني مسلمانان شي، دا خلک به دين او دنيا نه بايلي، دا خلک به عزتمن ژوند ولري، خپل نيکمرغه راتلوونکی به جوړوي، خپله بې پتي او خپل عزت به وپېژني، بله يې له بلې بدتره، بله له بلې، بله له بلې. …
دا ناخوالې، دا تباهۍ، دا وحشتونه، دا فقر او ورکې مو مخکې هم يادې کړې دي، که موږ يې ونه خوړو، بيا به يې هم يادوو، بيا هم جنګ پلويو ته وايو چې زياتي بس دی، جنګونه مه جوړوئ، بمونه مه جوړوئ، اورونه مه بلوئ، ماشومان مه وژنئ، انسانان مه وژنئ، د مرګ فکر مه عاموئ خو که چا مو چيغې واورېدې، څوک مو په چېغو خبر شول، خبر به شي، ګنې موږ د خو د غني خبره له فطرته د اضطراب په اوبو لاهو وو.
چې فولاد د مينې مستې اوبه واخلي
نو حيران او پرېشان تار د رباب شي
له محور ورځپاڼې په منننې