د ۲۰۰۸ کال د اقتصادی بحران څخه وروسته په نړۍ کې د صکوکو بازار ډیر په چټکې سره مخ ته روان دی، اونه یوازې دا چې د اسلامې ملکونو بلکه د غیر اسلامې ملکونو فکر یې هم ځانته راجذب کړ او په اقتصادې سیستم کې د یو نوي اسلامي مالې سند په شکل وپیژندل شو. صکوک د عربې کلمې د صک جمع ده او صک په عربې کې مالې سند ته وایې چې په اوسنې وخت کې ورته اسلامې بانډ (Bond) هم وایې .

لکه څنګه چې د اسلام په مقدس دین کې د سود راکړه ورکړه حرام او ګناه بلل شوې په همدې خاطر بانډونه هم چې ګټه یې په سود ولاړه ده حرام بلل شوی دي، ددی د بدیل لپاره د اسلامې علماو او ملکونو لخوا صکوک معرفې شول تر څو خلک خصوصا مسلمانان په تجارتې راکړه ورکړه او فعالیتونو کې د کوم مشکل سره مخ نشې .

صکوک سند په یو ملکیت او یا تجارتې فعالیت کې د یو کس سهم او برخه ښاېې او ددغه ملکیت او تجارتې فعالیت څخه چې کومه ګټه لاس ته راځې هغه د صکوک د خاوندانو تر منځ تقسیمیږې البته د ګټې فیصدې د پیل څخه تعین شوې وي. د صکوک سند لرونکې په ملکیت او یا تجارتې فعالیت کې د حق لرلو او د هغې څخه د ګټې لاس ته راوړلو سر بیره د هغې ملکیت د خرڅولو په وخت کې هم د خپل سهم په اندازه د پیسو د تر لاسه کولو حق لري. د صکوکو ا قسام دا چې په اسلام کې د تجارت مختلف ډولونه شته نو علماو هم صکوک په لاندې قسمونو ویشلې دي.

مشارکه صکوک، مضاربه صکوک، مرابحه صکوک، اجاره صکوک، وکاله صکوک، سلم صکوک او استصناع صکوک د پورتنې قسمونو څخه یې چې نن سبا زیات بازار ته عرضه کیږې او د مختلفو شرکتونو او دولتونو لخوا زیات استعمالیږې اولنې څلوریانې مشارکه، مضاربه، مرابحه او اجاره صکوک دي. صکوک د لومړې ځل لپاره په ۱۹۹۰ کال کې په مالیزیا کې بازار ته عرضه شول د هغې څخه وروسته تر ۲۱ پیړې پیل پورې (۲۰۰۰) کال پورې یې بازار سوړ وه، خو د ۲۰۰۰ کال څخه وروسته د نړۍ په نورو اسلامي هیوادونو لکه پاکستان، اندونیزیا، ایران، قطر، بحرین، کویت او نورو هیوادنو کې هم پر لپسې ډول مارکیت ته وړاندې شول.

Coinsد ۲۰۰۸ کال د اقتصادی بحران څخه وروسته صکوکو د غیر اسلامې هیوادونو توجه هم راجلب کړه اوپدې ډول سنګاپور لومړنې غیر اسلامي هیواد وه چې په ۲۰۰۹ کال کې یی صکوک بازار ته وړاندې کړل د سینګا پور څخه وروسته انګستان او هانګ کانګ هم یو په بل پیسې ورته اقدام وکړ او صکوک یې بازار ته وړاندې کړل. صکوک او د سودې با نډونو تر منځ فرق اول:

صکوک مونږ ته په یو ملکیت او یا یو تجارتې فعالیت کې د یو کس سهم او برخه ښاېې ( د صکوک تر شا ملکیت موجود وي او د هغې تمثیل کوي) خو سودې بانډونه برعکس دیو ملکیت تمثیل نه کوې (تر شاه یې کوم ملکیت نشته) او فقط د قرض د ورکړې سند دی. دویم: صکوک سند لرونکو ته د ملکیت او یا د تجارتې فعالیت د مصارفو څخه وروسته ګټه ورکول کیږې، په هغه صورت کې چې تجارت ګټه نه وي کړې نو په تاوان کې هم ورسره شریک وي، خو سودې بانډونه چې د قرض د ورکړې سند دی او په سود ولاړ دی مقابل لورې ته مشخص مقدار سود ورکوې او په تاوان کې ورسره هیڅ ځان شریک نه بولې. دریم: صکوک څخه لاس ته راغلې پیسې یواځې په هغه تجارتې فعالیتونو کې ورڅخه کار اخیستلې شې چې په اسلام کې روا وي او په ناروا او حرامو فعالیتونو کې برخه نشې اخیستلې، خو سودې بانډونه په هر قسم تجارت کې چې هغه حرام وي او که نه برخه اخلې. څلورم: که چیرې د صکوک خاوند وغواړې چې خپل سند خرڅ کړې نو هغه په ملکیت کې خپله برخه او سهم خرڅوي، خو بانډونه چې دقرض یو سند دی د پیسو خرڅول په پیسو باندې دي چې دا هم حرام دی. لیکونکې: ا.

One thought on “صکوک او د هغې پيژندنه/ الف. وقار”
  1. زه خو یې احتجاجا نه لولم ځکه چې په عنوان کې یې تېروتنه ده ا و د جمع او مفرد فرق په کې نشته نو لاندې لیکنه به څه ډول وي؟ صکوک مفرد نه بلکه جمع ده نو ځکه ورته کارېدونکی ضمیر باید هغو وای نه هغې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *