خبريال:حکيمي –

پرون د پنجشنبې په ورځ   د نومبر د مياشتي پر ۲۷  مه نيټه په بلوچستان کي د افغان کډوالو په پنډغالو : لورلايي ، مسلم باغ ، سرخاب ، نوي سرانان او زړو سرانانو کي رسما د ښوونځيو د زده کوونکو څخه کلنۍ ازموينه پيل سوه.

چي دا ازموينه به د ډسمبر دمياشتي تر ۱۰ مي نيټي پوري دوام ولري .

کله چي مي ددي ازمويني په خاطر د ځينو ښوونځيو څخه ليدنه وسوه  ، نو د زده کوونکو شمير د پخوا په پرتله څو ځله زيات سوی و.

د يادي ازمويني په اړوند باندي مي په بلوچستان کي د افغان کډوالو دځوانانو او ښوونکو دټولني د مشرښاغلي ظاهر پښتون څخه مي وپوښتل  : چي پخوا تر دي مخکي اکثره زده کوونکي ازمويني ته نه حاضريدل ، په  ښوونځيو کي د زده کوونکو غير حاضري زياته وه  ، اوس يي  څرنګه  ارزيابي کوی،؟

ددي پوښتني په ځواب کي ښاغلي ‌ظاهر پښتون را ته  وويل :« چي په دي موږ ټول افغانان او خاصتاَ ښوونکي  ډير خوښ يو چي نن نسبت پخوا ته  زموږ د زده کوونکو د زده کړې او د غير حاضری د مخنيوي  فيصدي ډيره اوچته سوې  ، د کډوالی په داسي شرايطو کي زموږ د هڅو سره  نن ټول افغان کډوال د خپلو بچيانو د تعليم او زده کړي په هڅه کي دي ، نن هر پلار د خپل بچي زده کړه غواړي .

يوه خبره راڅه هيره نه سي چي ستاسي د رسنۍ له لاري يي بايد د پوهني د وزارت اود ملګرو ملتونود کډوالو اداري  ومخ ته کښيږدم : چي زموږ دا لاندينۍ ستونزي بايد د ملګرو ملتونو عالي سازمان(يو،اين،ايچ،سي،ار) د کوچينيانو د ساتني او روزني اداره او د پوهني وزارت د ۲۰۱۵ تعليمي کال لپاره راته حل کړي .

۱ :ـ د ښوونکو د تنخوا زياتوالی او د ډبل شفټ تنخوا برابرول د سنګل شفټ سره .

۲:ـ د ښوونکو د پنځو کالو ګيرځول سوي تقاعد بايد ورکړل سي .

۳:ـ و زده کوونکو ته د کتابونو او قرطاسيي ويشنه بايد د تعليمي کال د پيل سره د مارچ په مياشت کي ورکړل سي.

۴:ـ په هغو ښوونځيو کي چي د ريسورس يا ( ار،ار،سي) روم ضرورت وي بايد ورته جوړ سي.

۵:ـ د هري ښوونځي ته د زده کوونکو او ساحي په کتلو سره بايد کمپيوټر ليب جوړ شي.

۶:ـ د سرښوونکو او ښوونکو د ښه خدمت  لپاره بايد مکافات او مجازات ورته وټاکل سي.

۷:ـ د هري ښوونځي و ټولو درسي خونو ته بايد د ګرمۍ لپاره پنکي او سولرونه بايد ورکړل سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *