آغامحمد قریشي

ارګ ته پرانیستی لیک –

له کمزوريو حکومتونو به یې په ساده ژبه راپیل کړو. په نړۍ کې دا ډول حکومتونه او دولتونه هغو ته ویل کېږي، چې له خپلو ولسونو واټن ولري او یا هم خپلو ولسونو ته داسې خدمتونه وړاندې نشي کړای، چې پر مټ یې خلک پر خپل دولت باور پيدا کړي او د خدمت په مقابل کې ورسره مرسته وکړي، تر شاه يې ودريږي. بېلګه یې نه له تاریخه او نه هم د نړۍ له نورو حکومتونو او دولتونو را اخلم، بلکې ښه بېلګه یې تېر افغان حکومت و، چې د نړیوالې ټولنې په ملګرتیا او پریمانه ډالرو ونه توانېد، د خپل فقير ولس ټپ ته مرحم شي او په مټ یې د ولس زړه او دماغ ور خپل کړي.

د ملي یووالي حکومت له ډېرو لانجو، ستونزو او ناندریو وروسته د بهرنیانو په منځګړیتوب رامنځته شو. افغان ولس له هره اړخه زیانونه ولیدل او ویې ګالل. د افغان حکومت د زغم ستاینه نه یواځې ملي او نړیوالو رسنیو، بلکي خپله موجوده ولسمشر او د حکومت د اجرایه چارو رییس هم وکړه. دوه رهبران چې د واک پر سر په خپلو کې سخت سره وران وو، ارګ ته د یوې هوکړې پر بنسټ د ننه شول. ولس د قربانیو په بدل کې رایې واچولې، د ولسواکۍ او د خپلو بچو د ښې راتلونکې په تمه یې د رایو ورکولو سرښندنه وکړه. هغو چې عمرونه یې له شپېتو او ۷۰ کلونو لوړ وو، ګوتې ترې غوڅې شوې، بیا یې هم دا شعار په ژبو و، چې د افغانستان او ولسواکۍ د بنسټيزې پرمختیا په موخه یې قرباني ورکړې او په دې سره غواړي د خپلو بچو راتلونکی تضمين کړي.

ولسمشر چټک فرامین وړاندې کړل، چې د ولس ورسره په افراطي توګه هیلې ژوندۍ او ډېرې شوې. د حکومت د اجرایه چارو رییس هم د امیدونو او هیلو خبرې پیل کړې. هغه مافیایې ډلې چې په ټاکنو کې یې د دواړو نوماندانو په ټاکنیزو کمپاینونو کې ډېرې پیسې لګولې وې، په ارګ کې د دواړو رهبرانو تر شاوخوا راچاپیر شول. ولسمشر پر ځينو غوسه شو، وروسته پوه شو، چې قوي کاري ټيم نه لري، نو ځکه یې تشي غوسې د پام وړ اغیر نشي کولای.

جلالتماب ولسمشر او د حکومت د اجرائیه چارو رییس صاحب! تاسو له موږ هم په افغانستان کې د روانو لانجو ښه خبر یاست او سر مو هم پرې خلاصېږي. کابل کې روانې ناامنۍ، د هېواد په ګوټ ګوټ کې هره ورځ په منځنۍ کچه له شلو ډېر افغانان وژل کېږي او له دې ډېر یې ژوبلېږي، کډوال کېږي. پر ناامنيو سربېره لوږه، وزګارتيا هغه لویې ننګونې دي، چې افغان ولس یې په ناولې غېږ کې نیولی، ځکه هرڅه په ټپه ولاړ دي، اقتصادي ماشين پرچاو دی، توليد نشته، سوداګر حالاتو ته منتظر دي، واردات خپل سري دي، د دولتي ادارو خو به هېڅ نه وايو، دا ټول د حکومت په يوه کوټلي او رغنده ګام پورې تړلي ټکي دي. ستاسو دواړو مشرانو هغه هیلې نړیوالې ټولنې در پوره کړې، چې ارګ ته به ننوځئ او واک ته به رسئ. ستاسو د ټاکنیزو لانجو پر مهال ولس ته له هره اړخه لوی زیانونه وواښتل، چې لوی لامل یې تاسو او ستاسو پلویان وو، تاسو ولس ته داسې ژمنې ورکړې، چې په منځنۍ کچه یې اټکل هم ناشونی دی، خو ولس له تاسو د هغه ژمنو پوره کېدل نه غواړي، یواځې دومره چې په نسبي توګه د فساد پر وړاندي مبارزه، امنیت، ښه حکومتولي او اقتصاد په برخه کې کار ورته وکړئ، ولس ډوډۍ غواړي، ډوډۍ خپله ګټي زمينه يې ته ورته برابره کړه.

له بده مرغه داسې ښکاري، چې په ارګ کې له معاملو پرته پر بل کوم څه کار لا نه دی پيل شوی، پوزه خو مو لا هله نوره هم پرې شوه، چې لا د لانجو د حل په موخه د بهرنیانو فشارونو او منځګړیتوب ته اړتیا لیدل کېږي او دا چاره عملاً روانه ده. د افغان ولس تر ټولو لویه ستونزه د تاریخ په اوږدو کې د هغوی له ارادو پرته په ارګ کې د تړلو دروازو تر شا پرېکړې کول ګڼلای شو. دې چارې د تاریخ په اوږدو کې بد اغېز کړی او کوي به یې. موږ په تېرو دیارلس کلونو کې هر څه ولیدل، تاسو که په اوپوزیسیون کې واست او که د پوهانو په توګه مو نظریات ورکړي او نسخې مو پرې لیکلې، اوس هغه ستونزې چې تاسو یې تېر حکومت ته سپارښتنې کولې، نن ورځ ستاسو په منځ کې ښه په پراخ پيمانه تر سترګو کېږي. دا سمه ده، چې زموږ د لانجې یو اړخ هم بهرنی دی او بهرنۍ حل لارې ته اړتیا لري، خو دا هم باید له پامه ونه باسو، که موږ د ولس نوي ټوکېدلې هیلې یو ځل بیا له لاسه ورکړې، نه به نړیواله ټولنه او نه به هم افغان حکومت و توانېږي، چې د خلکو زړونه او دماغونه په اسانۍ سره فتح کړي، ځکه د باور مراندې مو روانو جګړو، کهتیو او انقلابونو دومره کمزورې کړې، چې يو عادي باد يط در پرېکوي. ولس پر خپل زعامت بې باوره دی او حکومت ته دا چل نه ورځي، چې څنګه يې حل کړي او د یوې اغیزمنې ملي ستراتيژۍ پر مټ کلي ته ورننوځي او لومړی یې د مسجد له منبره راپیل او پر ارګ یې تمامه کړي.

مناسبه یې نه ګڼم چې روان حالات په فلسفي انداز وړاندي کړم، ځکه تاسو په هر څه پوه یاست، یوازې خبره ځواکمنې ارادې او عمل کولو ته په تمه ده. په ارګ کې لا لانجې روانې دي، په ارګ کې اتورته او واک داسي تعبیرېږي، چې واک خوږ دی، د واک او قدرت له خوږو څخه لرېوالی سخت دی. هر څوک خپله ونډه غواړي، له هغه یې بیا خپل خپلوان او ملګري ونډې غواړي، وزیران سرپرستان دي، والیان او په ټوله کې د حکومت ټول ماشین همداسې عمل کوي. پر کاري ټیمونو سربېره، ښو مشاورینو ته هم اړتیا ده، اوس هم له هغو مشورې اخیستل کېږي او په پټو سترګو عملي کېږي، چې په تېره څه باندي یوه لسیزه کې یې د خپل واک پر مهال داسې کوم عمل نه دی کړی، چې د خاورې او ولس په ګټه تمام شوی وي.

درنو مشرانو! دا یې پیل دی، کابینه لا نه ده جوړه، په ارګ کې ستونزې یو په بل پیسې زیږي، د بهرنیانو لا له پرېکړو لاس نه دی ختلی. پاکستان ته له ولسمشر سره په سفر کې هغه ځي، چې د اغیزمنتیا یې له جنډر مساوات پرته کوم بل څرګند مثبت ټکی نه برېښي، پر امنیتې او ملکي ادارو ورځ تر بلې دېوالونه او موانع لا پسې زیاتېږي او جګېږي. چې ماشوم دې، لوی دې، پوځي دې او ملکي دي، ان لوبغاړی دې، په امن نه وي، نو ولس به په هغه کابينه خاورې واړه وي،، چې يوازې تر خپلې ادارې پورې محدود وي او د خپلو ګټو لپاره لګيا وي. بې باوري ورځ تر بلې زیاتېږي، سیاسي سیالۍ پر رسینو پراخېږي، په کور کې کورګي جوړيږي، له دولتي ادارو نه سم د لوبې رسۍ جوړه ده، چې دواړه لوري يې کشوی، خدای خبر چې کله به وشليږي.

ډېر داسې چارې روانې دي، چې له اساسي قانون سره رسا په ټکر کې دي، نور به له کومې درته ووايم او له کومې به يې در حساب کړم.

لوستونکي فکر ونه کړئ، چې راباندې د مایوسۍ ناروغي راغلې، خبره له ارګه خرابه ده، چې دوه مشران په خپلو کې پر واک نه سره جوړېږي، د دېرش میليونه وکړو برخلیک په څرګنده له ګواښ سره مخ دی. زه فکر نه کوم، چې موجوده افغان حکومت دې وکولای شي، ولس ته یوه داسې لاسته راوړنه وښيې، چې ولس ته هیلې ورکونکې او د قناعت وړ وي. که د کابل بانک پېچلې قضیه یادوئ، ولس په دې هم پوهېږي، چې تورن کسان یا خو تښېدلې، یا په ارګ کې مقرر شوي او یا خو هم د ارګ په دويمه دروازه کې له ډېرو وختونو ماښامي تېروي او د تړلو دروازو تر شا مجلسونه کوي.

د سولې را وستو پیل مو له ارګه په دې ټکو وشو، ولسمشر یې ساسي مخالفین بولي، د حکومت اجرایه رییس یې دښمنان او نور په نورو نومونو دا نو بیا ترخه او باچا حکومت شو. ما د لیکنیزو اصولو او رسنیزو قوانینو په پام کې نیولو سره دا پرانیستی لیک خپلو مشرانو ته کښلی، زه په دې پوهېږم، چې مشران مو د ورځپاڼو لسوتلو لپاره وخت نه لري، خو د رسنیو په برخه کې یې لوی تشکیلات دا ډاډ راکوي، چې ښایې د رسنیو کارکوونکي به یې زموږ دردېدلي، کړېدلي او ځورېدلي غږ د ارګ تر ښکلو او رنګینو محلونو ور ورسوي. لږ تر لږه به دومره شي، چې دوه رهبران په خپلو کې لانجې د ولس د غوښتنو پر بنسټ اخوا کېږدي او زموږ د هیلو ځولۍ ته دومره واچوي، چې پر مټ یې افغان ولس د امن او سوکالۍ څخه برخمن شي. زموږ هڅې د خپل ځان لپاره نه دي، د خپل نوي او رتلونکي نسل لپاره دي. بچی مو ښوونځی نه لري، چېرته چې یې لري، هلته په ډاډمن زړه ورتلای نه شي.

امنیت، ښه حکومتولي، اقتصاد، پرمختیا او نور هېڅکله شوني نه دي، تر څو د ظرفیت، وړتیا، او ښه والي په اساس د حکومت په څوکیو کسان ونه ګمارل شي. که بېرته هماغه پخوانۍ څېرې چې حکومت یې له خاورو سره خاورې کړی، بیا راڅرګندې شي، ولس به هېڅکله خپل مشران ونه بښي، کلي به له ښارونو او ښارونه به له مرکز سره موجوده واټن همداسې وساتي. ولسونه به خپل حکومت ته د شک په سترګه د تېر په څېر ګوري. د حکومت او ولس ترمنځ چې کوم د باور ټکی یادېږي، له هغه پرته هېڅ ډول پرمختګ شونی نه دی.

په درناوی

One thought on “ارګ ناخبره ولس بې رهبره / آغامحمد قریشي”
  1. خبري دي خوزي دي به دي شرط جه خوك غوز ورته ونيسي.
    زه نه بوهيرم جه دافغانستان خاوره او دافغانستان وكري يو مستقل هيواد او ازاده خاوره ده كه ديو خو مافيا وي دلو تر منخ د تقسيم دنه جوريده أوكشمش كيدلو لان جنه سيمه ده .جه دوي بري نه جو ريزي.كه اولس د إصلاحاتو دانك يا كوتك به لاس كي واخيست بيا به دا ما فيأتي دلي دلور بأدار مافيا به غيز كي هم خاي بيدا نه كري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *