په ټوله کې د مخابراتې خدمات لپاره د دوو مسئلو يادول اړين دي.

    لومړي: په ټول هيواد کې د مخابراتې خدماتو پراخول.

 دوهم: د مخابراتې خدماتو د پوښښ په ساحه کې د خدماتو کيفيت څارنه او کنترول.

لومړی: په ټول هيواد کې د مخابراتې خدماتو پراخول:

په تيرو ديارلسو کالونو کې بې له شکه د مخابراتو او معلوماتې تکنالوجې وزارت په ځانګړي ډول د اترا ادارې په ټول هيواد کې د مخابراتې خدماتو د سراسري کولو لپاره او ليرو پروتو سيمو ته د مخابراتې خدماتو په رسولولپاره ګټورې طرحې عملې کړي دي. چې تر ټولو ښه بيلګه يي د VCN د ستګاوو رامنځ ته کول دي، چې د خپل افغانې سټلايټ (افغان سټ 1) په مرسته به د هيواد ليرې پرتې سيمې هم له مخابراتې خدماتو برخمن شي.

1خو د مخابراتې خدماتو سراسري کولو لپاره يو وړانديز لرم. هغه دا چې په لومړي ګام کې بايد شته حجروي مخابراتي شرکتونو د دولت د قدرت څخه په کار اخېستنې دي ته اړ يا وهڅول شې، چې په ليرې پرتو سيمو کې مخابراتې خدمات وغزوي، خو مخابراتې شرکتونه به خپل دلايل لري چې ګواکې په ليرو پرتو سيمو کې عوايد له لګښت څخه کميږي. چې د پانګونې او سوداګري له مخې منطقې نه برېښې، نو د نورو هيوادو له تجربو څخه په کار اخېستنې: د هيواد همدغه شته مخابراتې کمپنې وهڅول شې، چې کوچنېو محلې سوداګرو ته په خپله سيمه يا قريه کې د يو ټاور (Tower) پورته کولو اجازه ورکړل شې، چې د لګښت، ساتنې او مرقبت به يي د همدغه محلې سوداګر په غاړه وي، او د مخابراتي کمپنې سره دي د يو ساده E1 لينګ (کړۍ) په مرسته و��ښلول شي، د همدغه ټاور (Tower) څخه ترلاسه کيدونکې عوايد (غږيزترافيک، انټرنيټ، لنډ ليکې پيغامونه، جې پې ار اېس او نور…) دي په ټينګه همغږي د يو پراخ او روښانه تړون (قرارداد) په رڼا کې د سلنې په حساب د محلې سوداګر او مخابراتې شرکت تر منځ تر لاسه کړل شي.

    پايله کې، په ډاډ سره ويلې شم. چې په مخابراتې سکتور کې به نوي پانګونې ايجاد او مخابراتې خدمات به د هيواد تر 99% سلنه پوري مساحت تر پوښښ لاندي راولي. تر ډيره به د مخابراتې سکتور څخه دولت ته تر لاسه کيدونکې عوايدو ورکړه شفافه او روښانه شې، خو بله دا چې په دي ډول سيستم کې اترا د خدماتو تنظيم پرمختللې او د نننې عصر مشهور خدماتو تنظيمې سيستم (دوه ګونې تنظيمې سيستم Dual Regulation System) ته اړتيا لري.

چې د افغانستان د مخابراتې سکتور لپاره به يوه لويه لاسته راوړنه وي.

دوهم: د مخابراتې خدماتو د پوښښ په ساحه کې د خدماتو کيفيت څارنه او کنترول:

په افغانستان کې د مخابراتې خدماتو د کيفيت کنترول او څارنې په موخه له نيکمرغه اترا (ATRA) ډيري هڅې کړيدي، چې موثريت يي تر ډيره بريده د افغانانو د خوښې سبب ګرځيدلې دي. چې تر ټوله ښه بيلګه يي، د هيواد په مختلفو ولاياتو کې د اترا اداري استازو ګمارل وو. چې وخت په وخت د ډاريف ټيست (Drive Test) په ترسره کولو مرکز ته د مخابراتې کيفيت په اړه راپور ورکوي، چې تر ډيره يي د مخابراتي خدماتو په کيفيت باندي مثبته اغيزه درلودلې ده. او په هيواد کې د خصوصې سکتور مخابراتې شرکتونه يي تر ډيره له تخنېکې سرغړونو منع کړيدي.

    خو د مخابراتې خدماتو کيفيت څارنې او کنترول لپاره يو څوکوچنې وړانديزونه لرم.

    لومړی وړانديز: هغه دا چې د مخابراتې کنترول لپاره لومړي د مخابراتې خدماتو د تنظيم قانون په رڼا کې د اپريترانو لپاره د خدماتو برابرولو لپاره ځانکړي قانون، طرحه يا طرزالعمل بايد جوړ شي. دا چې په نورو هيوادونو د نوموړی قانون لپاره کوم کوم موضوعات په نظر کې نيول کيږي، دا به د همدغې ليکنې په اخره کې تشريح کړم.

    دوهم وړانديز: اترا بايد په ټوله کې له دوه ګونې خدماتو تنظيم (Dual Regulation) څخه ګټه واخلې، چې پر مرکزي تنظيم (Central Regulation) سربيره محلې تنظيم (Local Regulation) هم اړين دي. چې يواځې په ډاريف ټيست (Drive Test) نه خلاصه کيږي، او د دوه ګونې تنظيم بحث يو غټ بحث دي. که خداې (ج) غوښتل په راتلونکې کې به پرې يوه هراړخيزه ليکنه وکړم.

    دريم وړانديز: مرکزي اداره بايد د مخابراتې شرکتونو شبکو ته هر اړخيز لاسرسې ولري، تر څو د مخابراتې خدماتو اړوند هر Counter په دقيق ډول وڅارې،او اپريتر بايد د مخابراتی کيفيت کنترول قانون (چې په لومړی وړانديز کې يي يادونه شويده) له مخې پدي مکلف کړي، چې د افغانستان په هر ولايت، ولسوالې، کلې کې مخابراتي خدماتو کيفيت ثابتوالې تضمين کړل شي.

    د مخابراتي خدماتو د کيفيت څارنې په موخه د يو قانون جوړيدنه اړينه ده. چې لږ تر لږه بايد پکې لاندي موضوعات شامل وي.

QoS Regulations

Target Levels for QoS and Network Performance

Outage Reporting & Reparation Requirements

Outage Reparation and Reporting

 

Compliance and penalties

General Compliance Provisions

Audit Powers

Publication

 

د آباد، سرلوړي او سوله ايز لوی افغانستان په هيله
انجينر عمران خان هدايت

چنګاښ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *