تاند- وسله وال طالبان توانېدلي چې په هلمند کې د امریکا او بریتانیا د پوځیانو پخوانۍ اډې باسټین کمپ ته ننوځي.
له دې کمپه بریتانیايي او امریکايي پوځیان تېره میاشت کاملاً ووتل.
افغان چارواکو نن تایید کړه چې لا هم په دغه کمپ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.
طالبانو د جمعې په شپه پر دغه کمپ برید وکړ او تراوسه یې مقاومت ته دوام ورکړی دی.
د طالبانو د مقاومت دوام له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په صورت کې د افغان ځواکونو د وړتیا په اړه شکونه زیات کړي دي.
په هلمند کې د افغانستان د ملي اردو د قطعې قومندان جنرال حیات الله خان وویل چې نن /شنبه/ سهار مهال په باستین کمپ کې د امنیتي ځواکونو او په کمپ کې د پټ شویو طالبانو ترمنځ خال خال ډزې روانې وې. د ده په وینا نن د دې نښتې درېمه ده.
د حیات الله خان په وینا په لسګونو طالبانو د پنجشنبې په ورځ ناوخته /د جمعې شپه/ په اتومات وسلو پر کمپ برید وکړ چې ځیني یې وتوانېدل چې کمپ ته ننوځي او په هغه کې ځان ته مورچې ونیسي.
د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وویل چې په دې نښتو کې تراوسه پوري لږترلږه ۵ افغان سرتېري وژل شوي دي.
ځواک وویل چې د جمعې له ورځې تراوسه پوري ۲۶ یاغیان وژل شوي مګر لا هم څو تنه ژوندي دي او نه تسلمېږي.
څواک وویل:«نن دوی له یوې بلې خوا څخه جنګېږي.»