هجرت الله ساحل –

د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د مدني ټولنو او ولسونو له لوري ديحيي خيل دپيښې غندنه وشوه او له مرکزي ادارې څخه ېې وغوښتل ،چې ددې ولايت په راهبري کې دې ژر ترژره بدلون راولي .

دغه لار يون دښرني ښار له لويديځي برخي پيل او بيا دشهيدانو په څلور لاري کې پای ته ورسيد .

په پکتيکا دمدني ټولنو دهمغږۍ ددفتر مرستيال خورشيد امان (کټوازي) په دې اړه لاريون کوونکو ته په خپله وينا کې وويل چې ديحيي خيل پيښه يا چاودنه دپکتيکا والو ولسونو او په ټوله کې دټولو افغانانو لپاره يوه لويه غميزه او وحشيانه پيښه وه.

هغه زياته کړه چې دولت دې ددې پيښې عاملين ونيسې او دقانون منګلو ته دې وسپاري او په هيواد والو يې غږ وکړ چې له زيان منو شويو کورنيو سره دې مرستي تر سره کړي .

خورشيد امان دپکتيکا په رهبري کې دژور بدلون غوښتنه وکړه او وويل چې امنيتي چارواکي او ددې ولايت والي دې له دندي ګوښه شي کنه ددوی دبيغوري له امله شايد داسي نوري پيښې هم را منځته شي.

داورګون لوري داورګون دځوانانو دفرهنګي، او دپکتيکا دهمغږۍ د ټولني مشر هم په دې اړه وويل چې چې نور په جنګ کې له ښکيلو غاړو غوښتنه کوه چې ټوپک په ځمکه کيږي دې او په جنګونو کې دبې ګناه ملکي وګړو ژوند وژغوري .

نوموړي هم له افغان دولت نه وغوښتل چې نور دې دپکتيکا والو حقونه په چا نه خوري او ددې ولايت په راهبري کې دې ژور بدلون را منځته کړي تر څو ولسونه په ارام ژوند وکړي .

ديادوني وړ دی دغه لاريون دمدني ټولنو او ددې ولايت ديو شمير خلکو له لوري په لار اچول شوی وه او سوليزه بڼه يې لرله چې په کې په سلګونو کسانو ګډون کړی وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *