تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په کارتې سې سیمه کې د بهرنیانو پر یوه مېلمستون د وسله والو طالبانو په برید کې دوه تنه وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي رسنیو ته وویل، وسله والو حمله کوونکو، چې د ځانوژنې واسکټونه یې هم اغوستي ول، د افغانستان ملي شورا ته نژدې د بهرنیانو پر مېلمستون په برید کې یو بهرنی او یو افغان وژلي دي.

ده همداراز وویل چې شپږ تنه افغانان، چې تروریستانو په ودانۍ کې یرغمل ��ړي ول، د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې وژغورل شول.

صدیقي د وژل شوي بهرني د هویت په اړه څه ونه ویل خو ویې ویل چې هغه په یوه خیریه موسسه کې کار کاوه.

طالبانو مخکې ویلي و چې د بهرنیانو د جاسوسۍ او د عیسویت د تبلیغ په مرکز یې برید کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیقي وايي چې یوه ځانمرګي د ودانۍ په مخکې ځان الوزولی و او دوه نور په ودانۍ کې د پولیسو په ډزو ووژل شول.

د کابل د پولیسو د قومندانۍ ویندوی حشمت ستانکزي هم رسنیو ته ورته خبرې کړې ده. له بلې خوا الجزیرې تلویزیون د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د ویندوی له قوله ویل چې دوه بهرنیان او څلور وسله وال حمله کوونکي ترهګر وژل شوي دي.

یوه شاهد سمیر نورزي وویل چې په مېلمستون کې هغه اروپایان اوسېدل چې د افغانستان حکومت ته یې مشورې ورکولې خو یوه بل د طالبانو خبره تایید کړه چې په مېلمستون کې عیسوي تبلیغیان هم موجود ول.

ویل شوي چې وسله والو طالبانو د مېل‍مستون په شاوخوا کې د افغانستان د پاسپورټ او د یوې غیردولتي موسسې د ودانیو لور ته هم ډزې کړي دي.

د یوه بل راپور له مخې د هلمند په شوراب کې د باسټین کمپ په حمله کې ۲۶ وسله وال طالبان او ۸ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *