د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز اوونیز تحلیل

د سارک هېوادونو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه د نيپال په پلازمېنه کتمندو ښار کې جوړه او د نومبر په 28مه نېټه پای ته ورسېده. افغانستان د دغه سازمان وروستی غړی دی، چې د دغه سازمان پر غړيتوب يې اووه کلونه اوړي.

د سارک يا د سوېلي اسيا د همکاريو سازمان په دې غونډه کې ولسمشر اشرف غني د افغانستان په استازيتوب ګډون وکړ، چې د افغانستان پر استازیتوب سربېره يې، د سارک هېوادونو له مشرانو سره هم وکتل.

 

شالید:

سارک د سیمې مهم سازمان دی او د سوېلي آسيا په اقتصادي پيوستون او يو ځای والي کې د بدلون یوه طرحه بلل کېږي. د دغه سازمان د رامنځته کولو لپاره درې ځله (په ۱۹۴۷، په ۱۹۵۰ او ۱۹۵۴ کلونو کې) هڅې وشوې؛ خو هغه مهال ناشونې وه چې داسې یو سازمان دې جوړ شي؛ مګر وروسته چې کله پاکستان دوه ټوټې شو او بنګله دېش له پاکستانه خپلواکي واخېسته، نو د بنګله دېش ولسمشر ضیاءالرحمان په ۱۹۷۴ کال کې هند ته د سفر پر مهال، خپله دا هيله څرګنده کړه چې سوېلي آسيا په يوه اقتصادي انټګرېشن (Integration) کې سره غوټه شي.

هغه مهال د ضیاءالرحمان هڅې د سوېلي آسيا د هېوادونو[1] له تاوده هرکلي سره مخ شوې؛ خو پاکستان او هند د شک په سترګه ورته کتل. له هند سره دا وېره وه، چې د سوېلي اسيا کوچني هېوادونه به د هند پرخلاف په دغه سازمان کې سره راغونډېږي او پاکستان بيا له دې امله وېره درلوده، چې د دغو ټولو هڅو تر شا هند ولاړ دی او غواړي چې د سوېلي آسيا ټولو اقتصادي مارکېټونو ته لاره ومومي او په دې توګه په سيمه کې خپله ولکه نوره هم ټينګه کړي.

په پايله کې له دې هر څه سره سره، په ۱۹۸۵ کال کې د سارک لومړۍ غونډه جوړه شوه او په دې توګه د سیمې د اقتصادي يو ځای والي خوب تر څه حده عملي جامه واغوسته.

افغانستان په داسې سیمه کې پروت هېواد دی، چې ځينې یې د منځنۍ اسیا، ځينې یې د سوېلي آسيا او ځينې نور يې هم بيا د منځني ختیځ برخه بولي. د سارک ټولنې د غړیتوب ترلاسه کولو پرمهال هم دغه بحث تود شو، چې افغانستان د سوېلي آسيا برخه نه بلکې د منځنۍ آسيا هېواد دی او په دغه سازمان کې غړيتوب نه شي ترلاسه کولی؛ خو بالاخره په ۲۰۰۵ کال کې د سارک په ۱۳مه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې افغانستان د سارک هېوادونو برخه ده او په ۲۰۰۷ کال کې د هند په نوي ډيلي کې د سارک په غونډه کې افغانستان هم د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړ.

 

غړي او ناظرین:

دغه سازمان ۸ غړي لري، چې (افغانستان، پاکستان، هندوستان، سرېلانکا، بنګله دېش، بوتان، مالدیپ، او نیپال يې غړي دي) او همدا راز څو هېوادونه او سازمانونه، چې (امریکا، جاپان، چین، ایران، اروپايي اتحادیه، استرالیا، ماریتېس او سویلي کوریا دي)، د دغه سازمان په ناظرینو کې راځي.

داسې ښکاري، چې ميانمار به هم د دغه سازمان غړی شي او هغه هېوادونه چې د ناظرینو په توګه یې وړاندیز کړی (ترکیه، سویلي افریقا او روسیه) دي.

د سارک هېوادونو د همکارۍ برخې:

 

  • د سوېلي آسيا د خلکو ژوند ښه کول
  • د اقتصادي پرمختګ چټکتيا، ټولنیزه وده او په سیمه کې کلتوري پرمختګ
  • د سوېلي آسيا د هېوادونو ترمنځ پر ځان بساينه زیاتول
  • په اقتصادي، ټولنیزه، کلتوري، تکنالوژيکه او ساينسي برخو کې له یو بل سره همکاري
  • له پرمختګ کوونکو هېوادونو سره د همکاريو پياوړتيا
  • په نړیوالو فورمونو کې، پر هغه څه چې ګډې ګټې ولري، همکاري کول

دا چې د سوېلي آسيا نږدې ټول هېوادونه د برېښنا د کموالي له ستونزي سره مخ دي او په ځینې هېوادونو کې دغه ستونزه خورا جدي ده، نو له تمې سره سم په دې اړه د غونډې په وروستۍ ورځ يو تړون لاسليک شو؛ خو د تجارت او ترانزيټ په برخه کې نور تړونونه د پاکستان او هند د اختلافاتو له کبله له لاسليک څخه پاتې شول.

دا تړونونه ځکه اړين دي، چې دا سازمان په همدې موخه جوړ شوی و، چې سيمه به په اقتصادي غوټو کې سره نښلوي او دا چې د پاکستان او هند ترمنځ رقابت روان وي او خرابې اړيکې ولري، نو ښايي د سارک سازمان به له ناکامۍ سره مخ کړي.

د سارک پر غونډه د هند-پاکستان د اختلاف سيوری:

که څه هم د سارک سازمان تر وروستيو کلونو پورې يو غيرفعال سازمان بلل کېده؛ خو کله چې په هند کې نارېندار مودي واک ته ورسېد، نو د خپلې لوړې مراسمو ته يې د سارک هېوادونو مشران راوبلل او ترڅنګ یې د پاکستان لومړی وزير نواز شریف هم دعوت کړ، څو د دغه غيرفعال سازمان د بيا فعالېدو پيلامه شي. د نارېندار مودي دغه هڅه د پاکستان د سفیر له خوا هغه مهال له ناکامۍ سره مخ شوه، چې کله يې د کشمير له رهبرانو سره وکتل. وروسته بيا د پاکستان-هند پر پوله د وسله والو نښتو له امله دغه نېژدې کېدونکې اړیکې له ګواښ سره مخ شوې چې له امله يې د پاکستان او هند اختلافاتو د سازمان پر دې غونډه هم منفي سيوری غوړولی و.

سارک د اقتصادي انټګرېشن په موخه جوړ شوی سازمان دی، چې ډېری مهال د هند او پاکستان د رقابت له امله ځينې وړاندیزونه ردېږي. د سارک د جوړېدو په اوږده پړاو کې هم د دغو دوو اتومي ګاونډیانو رقابت له ورایه ښکاره و او د همدې رقابت له امله په ۲۰۱۲ کال کې په هند کې د سارک په جوړه شوې غونډه کې پاکستان ګډون نه و کړی.

دا چې د سارک سازمان لاهم نه دی بریالی شوی، چې د سوېلي آسيا “اسیان” او یا “اروپايي اتحادیې” په څېر وځلېږي، ترټولو ستر لامل يې د پاکستان-هند کړکېچنې اړیکې دي. د سارک سازمان د هغه شان پرمختګ لپاره چې تمه يې وه، د پاکستان او هند ښو اړيکو ته اړتيا ده او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د خرابو اړيکو په صورت کې به دا سازمان خپلو موخو ته ونه رسېږي.

د دغه سازمان په وروستۍ غونډه کې هم ځينې تړونونه، چې تمه کېده په دې غونډه کې به لاسليک شي، د پاکستان او هند د روانو کړکېچونو او خرابو اړيکو له امله تر دريو مياشتو پورې وځنډول شول.

له سارک هېوادونو سره د افغانستان اړيکې:

د سارک په اتلسمه غونډه کې افغان ولسمشر اشرف غني د سارک له غړو هېوادونو سره د اړیکو جوړولو په هڅو مشغول و. ده د بنګله دېش له صدر اعظمې، د هند له صدر اعظم نارېندرا مودي، د بوتان له صدر اعظم، د سرېلانکا له ولسمشر او د مالدیف له ولسمشر سره وکتل او د اړیکو ښه کولو هڅه یې وکړه.

په دغو ليدنو کې تر ټولو مهمه ناسته د هند له صدر اعظم نرېندار مودي سره وه، چې د هندي رسنيو له مخې، ویل کېږي چې نرېندرا مودي د اشرف غني خبرو ته غوږ په دقت غوږ نيولی و او د افغانستان د سولې او امنیت په اړه یې د ده تګلارې او پلانونه اورېدل.

نارېندار مودي هم په خپل وار سر افغان ولسمشر ته د مرستو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې هند به افغانستان یوازې نه پرېږدي. ترڅنګ یې اشرف غني ته د هند د سفر وړانديز هم وکړ او د ځینې باوري سرچينو له مخې، دا سفر به د نوي کال په لومړيو ورځو کې ترسره شي.

په افغانستان کې نیابتي جګړه نه غواړو

افغانستان له ۷۰مې لسیزې راپه دې خوا او په مشخصه توګه له ۹۰مې لسیزې راهیسې د هند او پاکستان د نیابتي جګړې او رقابت ډګر ګرځېدلی. د نویيمې لسیزې پرمهال پاکستان له طالبانو څخه ملاتړ کاوه او هند بیا له شمالي ټلوالې څخه. همدغه رقابت او نیابتي جګړې هم د افغانستان د کورنۍ جګړې د ګرمېدو لامل شوې؛ خو د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر له ۱۱مې وروسته هند په افغانستان کې نسبتاً ښه دريځ درلودلی او کابو له دوه مېلیارده ډالرو څخه زياته مرسته يې له افغانستان سره کړې، ډېرې پروژې یې بشپړې کړې او د افغانانو په زړونو کې یې د درناوي ځای پيدا کړی دی.

پاکستان بيا په دې موده کې د تذبذب ښکار و، د بُن په کنفرانس کې یې د طالبانو د ګډون غږ پورته کړ او کابل ته يې د شمالي ټلوالې له راتګ څخه وېره وه. ترڅنګ یې د حامد کرزي له حکومت سره د همکارۍ ټټر هم ډباوه.

د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال کابل له پاکستان سره ګډې وډې اړیکې درلودې او ډېری مهال به کابل، اسلام اباد پر دې تورناوه چې دوه مخی سیاست یې خپل کړی؛ له یوې خوا د همکارۍ ژبنۍ ژمنې کوي او له بلې خوا د طالبانو ملاتړ کوي، څو د کابل حکومت راوپرځوي. پاکستان هم له کابل څخه ورته اندېښنې درلودې، چې له هند سره یې لاس یو کړی او په ګډه په پاکستان کې لاسوهنې کوي او دا اندېښنې هغه مهال لا زیاتې شوې، کله چې کابل له نوي ډيلي سره ستراتېژيک تړون لاسلیک کړ او ترڅنګ یې حامد کرزي له هند څخه وغوښتل، چې پر دوی درنې وسلې وپلوري. اسلام اباد دې هر څه ته په افغانستان کې د هندي نفوذ د زياتوالي په سترګه کتل او له دې يې وېره درلوده، چې په دې توګه به په کابل کې د پاکستان پرخلاف زهر وشيندل شي.

د اشرف غني له راتګ سره دواړو خواو داسې وپتېیله چې له یو بل سره د اړيکو ښه کولو وخت رارسېدلی؛ خو له پاکستانه د اشرف غني له راګرځېدو سره د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز داسې څرګندونې وکړې، چې له افغانانو سره يې د پاکستان د يوه نوي ډول دوه مخي سياست شکونه راپورته کړل؛ که څه هم نوموړي وروسته د خپلو څرګندونو سپيناوی هم وکړ.

د سرتاج عزیز له څرګندونو وروسته، د پاکستان پخواني ولسمشر او لوی درستیز جنرال مشرف په خپله یوه مرکه کې وویل، چې د امریکایانو له وتلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ نیابتي جګړه پېل شي. د دې خبرې په غبرګون کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم تر ټولو مخکې غبرګون وښود او ویې ویل، کابل به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د هند او پاکستان ترمنځ د نیابتي جګړې پر ډګر بدله شي.

ولسمشر اشرف غني بيا يو څه ځنډمهالی غبرګون وښود؛ خو د ځای انتخاب یې ډېر پر ځای و، ترڅو پر دواړو هېوادونو (پاکستان او هند) مخامخ ګوزار وکړي، ښاغلي غني د سارک په غونډه کې د وينا پر مهال، چې د پاکستان او هند لومړي وزيران هم موجود وو، وویل: “موږ به نه یوازې دا چې چاته به اجازه ورنه کړو، چې زموږ خاوره د بل کوم ګاونډي پرضد وکارول شي، بلکې دا اجازه هم نه ورکوو چې یو ځوک دې زموږ په هېواد کې نیابتي جګړه پېل کړي.”

[1] نیپال، سرېلانکا، بوتان، مالدیف او په خپله بنګله دېش.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *